
ليکوال :ضياالرحمن حبيب سپين غر
هغه لا ډېره کوچنۍ وه چې له ګل خان سره به يې يوځاى لوبې کولې هر وخت به ګل خان دګل مکۍ سره په ماشومانه لوبو بوخت وو دوې ورو ورو رالوى شول او او دځوانۍ په درشل يې پښه کېښوده ددوې کورنيو په خپل منځ کې ډېره ښه راشه درشه کوله او دغه راشه درشه په پاى کې په خپلوۍ بدله شوه او ګل مکۍ يې دګل خان دژوند په اروا کې ونغښته . هغه ډېر خوښ وو ځکه چې دژوند کولو لپاره يې ستره هيله تر سره شوې وه .څرنګه چې ګل خان دپلار يو زوې وو او ددې تر څنګ شتمن هم وو او ګل مکۍ هم ښکلې او دشتمن سړې اور وه نو دګل خان دوې کورنۍ ځانونه يو دبل سيال ګڼل ځکه خو يې سره خپلوي وکړه .ګل خان به هره ورځ له ګل مکۍ سره دديدن په موخه دکلي ګودر ته يو ځل سر ورښکاره کوو.خودقسمت کارونو ته ګوره کله چې ګل مکۍ دژوند پسرلي په اولسم خاښ پښه کېښوده نو يوه ورځ سخته ناروغه شوه ګل مکۍ يې کورنۍ يو شخصي روغتون ته يوړه اوس نو دروغتون داکترانو هغه دچاخبره غوا لنګه شوه ګل مکۍ ټاکل شوي ډاکتر معاينه کړه دګل مکۍ ناروغتيا داکترانو ته تياره مړۍ ښکاره شوه ځکه خو يې ورته يوه معاينه وليکله او کله چې يې دګل مکۍ دغه روغتيايي کتنه او معاينه په يو بل ځاى کې ترسره کوله نو دروغتون داکترانو او مشر چې ډېره موده کېده چې کوم څوک يې نه وولوټ کړي نو يو کس يې وروسته له خپل منځي مشورې څخه يې هغې داکټر پسې ولېږوچې په دغه وخت کې يې ګل مکۍ معاينه کوله . نو ورته يې وويل چې دروغتون مشر او داکتران وايي چې دګل مکۍ په نوم ناروغ کې که څه ناروغي نه وه او که وه هم نو يوه ناروغي ورته وليکه چې پېسي ترې واخلو او عمليات يې کړو داکتر بې وجدانه اولالچي دغه خبره په ورين تندي ومنله .دلته خبره داده چې نوموړو داکترانو به داسې کارونه نور څومره کړي وي چې تر دې مهاله ترې څوک خبر دي .خبره بلخوا ځي ګل مکۍ له ناوړه کتنې څخه وروسته بېرته روغتون ته راوړل شوه ،ټاکل شوي داکتر خو مخکې له مخکې پوه وو او کله چې يې دمعاينې کاغذ وکوت مصنوعي او ظاهري خواخوږي يې پېل کړه دګل مکۍ پلار يې له دوې نه بېل کړ او دګل مکۍ دناروغۍ په اړه يې ورته زياته کړه چې ناروغ بايدعمليات شي او که نه دژوند شېبې يې لنډيږي .
دګل مکۍ پلار دډاکتر خبره ومنله او ګل خان يي دتلېفون په مټ راوغوښت ګل خان چې خبر شو ډېر خفه شو ،خفه به ولې نه وو ځکه چې ګل مکۍ خو دګل خان ساه وه او هغه يې خپل ژوند ګاڼه. ګل خان په ډېرې چټکۍ روغتون ته ځان ورساوه بلخوا ګل خان يو څه روغتيايي زده کړې ترسره کړې وې. ځکه نو داکتر ته نېغ ورغى دلته داکتر هغه داکتر نه وو څنګه چې بايد واى داکتر له مداريتوب او پاړوګرۍ څخه کار واخيست په خپل منتر ، مکرجنو خبرو او خواخوږۍ يې ګل خان قانع کړ او هو کړه يې په دې وشوه چې ناروغ بايدعمليات شي او په پاى کې ناروغ عمليات خونې ته وېوړل شو .بلخوا ددوې دپېغلتوب او ځوانۍ هوا چې ددوې دذهن په مسح کولو يې پېل کړى وو تر دې مهاله دوې دواړو له کوچني والي راوروسته سره سم نه وو ليدلي او کله کله به سره په يوه کوڅه کې هغه دلنډۍ په ويناوړاندې وروسته شو :
چې دديدن نصيب يې نه وي
په يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه
که دديدن کولو موقع به هم وه خو ګل مکۍ به دومره شرمېده چې کله به يې ګل خان وليد نو ساه به يې لنډه لنډه شوه او لکه گلاب چې په پاڼو کې پټ وي دې به هم ځان دګلاب په څير په لوپټه کې ونغښته .
کله چې ګل مکۍ له عمليات خونې څخه رابهر شوه نو دبې هوښۍ په حالت کې وه په دغه مهال دګل خان زړه چې ډېر انتظار يې وېستى وو،زغم يې نور پاى ته ورسېد دمينې څپو يې سترګې ړندې کړې او په دې ترڅ کې يې ګل مکۍ دمخ لېدلو په هيله دهغې څنګ ته ورغى ګل مکۍ يې وليده خو دهغې سترګې پټې وې او دګل خان په سترګو له لورې يې په مخ دوه اوښکې ورتوې او ورډالۍ شوې .
له دې سره ګل مکۍ ويښه شوه او کله چې ګل خان ته ځېر شوه نو له شرمه يې ترې مخ په دغه سخت حالت کې په لوپټه کې ونغښته .
څو مياشتې وروسته ګل مکۍ له ډېرو درملوخوړولو او ستونزو ګاللو وروسته روغه شوه او دا دى د واده له خوښيو او کولو وروسته يې پنځه کاله تېريږي خو دګل مکۍ غېږه کوم ماشوم ښکل نه کړه .نن يې له واده وروسته له ډېرو هڅو سره سره له داکټر څخه دغه ځواب واورېد :
چې ګل مکۍ له بې ځايه عملياتو کولو له امله داولادزېږولو وړتيا له لاسه ورکړې .
خو ګل خان اړ وو چې له ګل مکۍ سره دمينې سره سره بل واده وکړي ځکه چې دا يې ارمان هم وو او بل دخلکو پېغورونو اړ کړې وو .
څو کاله وروسته دبل واده کولو وروسته ګل خان بيا له دغسې ستونزې سره مخ شو خو دکتنو او معايناتو په پايله کې جوته شوه چې ګل خان په خپله شنډ دى او دا وړتيا نه لري چې اولاد يې وشي!!!