ازادي

لکه څرنګه چه دهر انسان له پاره دخدای نعمتونو خوندونه
جدا جدادی داسی دازادي او استقلال خوندونه هم د هر انسان له پاره جدا خوند او کيفيت لری ٠
څوک ازادی هوا ته الوتل ازادي بولی ،او څوک ازدي په لويو اوپراتو دښتو کی ګرځيدل ٠
څوک ازادي ښکلی فوځی لباس په تن او توپک په لاس بولی ٠ اوڅوګ ئی هم يوم په لاس په خپله ځمکه کی کاروبار٠
څوک ازادي ښکلی دفتر او تور بنس حسا بوی ٠
څوک ازادي دبل په لاس ورکړل شوی واک اودهغه مزاياوی
بولی ٠
او چاته ازادی دبل دظلم دلاسه په زندان کی شپی اوورځی
تيرول ٠
زه به ددی ټولو سره پدی موافق شم چه په خوند اورنګ کی
ملګرې نشته ٠
مګر زما په نظر ازادي            دخپل وطن په سر شين ازاد اسمان  چه په ټوله مانا هسک او شين وی ٠
زه دټولی خپلی خاورۍ دخپلو سرحدونو خپلو خلکو او
خپلو مشرانوازادي غواړم ٠
زه دخپل مقدس دين او مذهبونو ازادي غواړم
دخپلی پاکی سپيڅلی ژبی ازادي چه په ازاد ه نړی کی و
غږيږی اونه په بنده ٠
زمالپاره ازادی زما دخويندو ميندو ژغورل دتيری اوجګړی  څخه ٠
زما په نظر که وغواړو چه خپلی بشپړی ازادي ته ورسيږو
بايد چه خپل وجدان او خپل نفس ازادکړو  ٠ په درناوۍ