اسلامي تمدن  (څلورمه برخه )

د محمد الله احساس ژباړه او ليکنه
جوهر باهرو
جوهر باهرو د ملازيا په جنوب کي پروت زښت مشهور او مهم ښار دی،د ملازیا هیواد د جوهر ولایت مرکز دی،چي په دې هیواد کي تر کولالمپور وروسته دوهم ستر ښار د ی.دغه ښار له هر پلوه په هيواد کي بې سارى نوم لري او په هرڅه بسيا ښکاري.
جوهر باهرو ښار ته نږدې د استوګني يوه شاهانه سيمه چي (ياسر پيلانګي ) نومېږي؛پرته ده او  ډېر بې نظيري ودانۍ او ځل وبل ځايونه لري. دغه سيمه په ١٩٠٠م کال د جوهر رياست د واکمن سلطان ابراهيم د واکمنۍ په مهال آباد کړاى شوي ده. سيلانيانو او ګرځندويانو ته د سيمې دنګي،دنګي او ښکلي ماڼۍ ډېر زړه راښکونکي دي .
آستانه پاسر پيلانګي ،آستانه هنګپ درجا،آستانه تينګوماهکوټه جوهر او نوري په سيمه کي مشهوري ودانۍ دي. د دغه ميټرو پوليټن ښار نفوس شاوخوا ٢٠ لکه تنه دى او مساحت يې کابو ١٨٥ کيلومترمربع دى .په جغرافيوي لحاظ د شمال عرض البلد په يوه درجه او د ختيځ طول البلد په ١٠٤ درجو پروت دى.جوهر باهرو سنګاپور ښار ته ډير نږدې واقع دى،آن سړى کولاى شي پلى هم له جوهر باهرو نه سنګاپور ته ځان ورسوي.د همدې نږديوالي له کبله دى چي د جوهر باهرو اوسنګاپور  ترمنځ د خلکو تګ راتګ ډېر زيات دى . د يوې سنجول شوي شمېري له مخې د سنګاپور او جوهر باهرو تر منځ پر سړکونو او پلونو د تلونکيو او راتلونکيو سيلانيانو کلنى شمېر کابو ٢ لکه ٢٥ زرو تنو ته رسېږي .
د جوهرباهرو ښار د بنسټ تېږه په ١٨٥٥ م کال د هغه مهال د واکمن تيمن ګانګ دينګ ابراهيم په لاس کېښودل شوي. هغه مهال دغه ښارګوټى د کب نيوني له رويه  د (تان جونګ) په نامه هم پېژندل کېده . خو په ١٨٦٦ م کال پاچا سلطان ابوبکر په دغه ښار کي د يو لړ رغنيزو چارو ترڅنګ پر دغه ښار د جوهر باهرو نوم کېښود. په هغه وخت کي د جوړشويو ودانيو له ډلي شاهي مسجد،آستانه بيسار او منتري بيسار د يادولو وړ دي .
په دغه تيره دوره کي د ښار د پراخيدو او پرمختګ سره سم ډېرى چيني مهاجرينو دغه ښار ته مخه کړه او دلته يې استوګنه غوره کړله. هسې خو دغه ښار له کلونو،کلونو د پرمختګ پر پوړيو خوت؛خو په رښتينې مانا يې د ١٩٦٠ م کال په لسېزه  کي ډېر ګړندى پرمختګ وکړ.
په جوهر باهرو ښار کي ګڼ قومونه او پرګني ميشتي دي ، خو ملايزيايان او چينايان يې ډېرى (اکثريت) برخه جوړوي.دغه ښار په ملايزيا کي د يوه مهم صنعتي،لوژستيکي او سوداګريز مرکز په توګه پيژندل کېږي .
کښتۍ جوړونه،مختلفي بريښنايې آلي او نور د جوهرباهرو مهم صنايع دي.په دغه ښار کي د سنګاپور ګڼ مشهور شرکتونه شتون لري . سنګاپوريان د شاپنګ (سودا) کولو لپاره دغه ښار ته ډېرى مهال ځکه راځي ،چي دلته پر نړيوال معيار برابري مغازي او شاپنګ مالز شته او توکي پکي نسبتاً سنګاپور ته ارزانه ترلاسه کيداى شي .
د جوهر باهرو ختيځ ته پاسرګډانګ او تانجونګ لانګ ست په نومونو دوي ستري صنعتي سيمي پرتي دي .
بله برخه بیا....
٢٠١١-٠٢-٠٣
د شپي پوره يوه بجه