قربان د سترګو
لاندې اشاره وکړه بیا ځه
له ماسره د بیار
راتلو وعده وکړه بیا ځه
په منډه نه ختمیږي
د بې یاره ژوند سفر
د وصل دیاد سیوري
ته دمه وکړه بیا ځه
ممکن بیا را ژوندي
شي خاورې شوي امیدونه
د سپــي رقیب د قتل
اجازه وکړه بیـــا ځه
اشنا چې ژوند مې
غواړې؛نو بیا چیرته رانه ځې
زمــا د زړه د
تــاب خو اندازه وکړه بیـا ځه
ملـــګري راته
وايــي غزل وایـــه مستقل
د بــل د لاسنیوي
ځنې توبه وکړه بیا ځه
سلطانه په هرڅه کې
تربګني نه وي پکار
لــه یار سره دروغې
فیصله وکـــړه بیا ځه
سلطان احمد
زی
وروستي