پرهر پرهر وطن

افغانــان يــو اوس مومشردکـــور نشته
پاتې شــــوي يتيمان يــو،غمخورنشته

هــرکشرئ مــــوځان دوروڼومشربولي
هيڅ پـــــرواېې درواج او دستور نشته

هريو غواړو چې د پلار پګړئ په سرکړو
خوپه سرکې مو د خپل پلار شعورنشتـــه

خدايه څومره بدبختي موکورته راغلــــه
چه مو وروڼوکې احساس دپيغورنشتـــه

وطن ټول پرهر پرهرپروت دی قيامــــــــه
په پرهر یی مالګه پاشو،ټکورنشتــــه

الحاج الهام الدين قيام
12/02/2011
والدورف/جرمني