میرزا غالب اوطنز(3)

پوهنمل محمود نظری


۳
میرزا ډیره ظریفه طبع لرله هغه دوستانو سره په ظرافت خبری کولې او دې ظریفوالي هغه ډیر محبوب کړی و.
 وايي سید سردار د میرزا کره ورغی، د تلو په مهال میرزا شمعدانی  له هغه سره تر وره پورې یوړه چې هغه خپل بوټونه په پښو کړي.
 سید سردار وویل:  قبلې او کعبې ډیر زحمت دي  ویسته،  زه خپل بوټونه په پښه کولی شم
میرزا په خندا ورته وویل: وروره ! ما ستاد بوټو د ښوولو لپاره شمعدانی نه ده راوړې مګر په دی پار مې راوړه  چې زما بوټونه په پښو نه کړې.
***
په روژه کې میرزا غالب په دهلی کې د قاسم جان په  میلمستون کې ناست او خمار یې کوی
 له «میرته» څخه د هغه شاګرد «مفتی شیفته »دهلي ته  دهغه لیدو ته راغی  میرزا يي ولید چې
د روژې په مبارکه میاشت کې  خمار کوي
مفتی شیفته ورته  وویل : میرزا صاحب ما اوریدلي دي چې په روژه کې شیطان بندي کیږي
غالب ځواب  ورکړ :مفتي صاحب تا سهي اوریدلي دي هلته چې شیطان بندی  شوی دی هغه  دغه خونه ده.
***
کله چې میرزا د انګریزانو له بنده خلاص شو نو دتور میا صاحب کور ته ورغی هغه  د بهادر شاه ظفر د مرشید زوی اود شیخ فخرالدین چشتی  زوی و
 یو سړی میرزا ته   دمبارکی لپاره  راغی او له میرزا څخه يې وپوښتل :
 له کومي بندي خانې څخه خلاص شوی؟
  میرزا ځواب ورکړ :
 لومړی د سپینو به قید کې وم اوس د تور و په قید کي یم
 
***
کله چې انګریزانو میرزا  بندي خانې  ته بوت، «کرنیل براون» د هغه د وضعی په لیدو ځینې وپوښتل:
ښه نو مسلمان يې؟
میرزا ورته وویل: نیم مسلمان
کرنل وپوښتل : مطلب دی څه دی ؟!
میرزا ویل: جناب شراب څښم خو د خینزیر غوښه نه خورم
***
د رام پور نواب کلب علی خان د انګریز دګورنر لیدو ته «بریلی» ته تی ،میرزا اسد الله غالب له هغه سره و. نواب د تګ په وخت میرزا ته وویل:
میرزا صاحب  د خدای په امان په خدای دي سپارم!
میرزا یې په ځواب کې سمدلاسه وویل:
حضرت د خدای زه تاته وسپارلم او سر چپه ته  ما په هغه سپارې
***

میرزا  په خمار کي ډیرې پیسې یووړي په هغه يې پر یو خره  یو بیرل شراب کورته راوړل ښځې یې په حیراني او شکایت  له هغه وپوښتل:
 په کور کې د خوړولو لپاره شی نشته  تا شراب راوړل؟
 میرزا په خوشالي ځواب ورکړ : خدای د روزی د رسولو  ضمانت کړی  دی مګر د شرابو يې   نه دی کړی!
 
هغه په دی لاندی غزل کې  د روزګار څخه سر ټکوی اوهجو وایي
 
 
هى چه ميگويم اگر اين اسـت وضع روزگار
دفـتر اشـعار باب سـوختن خواهـد شـدن
كاش سـنجيدى كه بهـر قـتـل معـنى يك قـلم
جلوهء كلك و رقم، دار و رسـن خواهـد شـدن
چشـم كور آيينه دعـوى به كف خواهـد گرفـت
دسـت شـل مشـاطهء زلف سـخن خواهـد شـدن
زاغ راغ اندر هواى نغمه بال و پـر زنان
همنواى پـرده سـنجان چمن خواهـد شـدن
 
  هي څه ووایم که وضع د روزګار  وي داسي
د شاعرانو دیوانونه به  ټو له وسوځي
کاشکی پوه شی  چې د قلم د مانا دقتل لپاره
دقلم او لیکلو جلوه  به  لکه دار  اورسۍ شی
ړوند به د دعوی هینداره په لاس کې ونیسی
ګوډ لاس به د شعر زلفو ته سینګار ورکوي
 کارغان به  په هوای کې غږلی   وايي
لکه بلبلان  همنوا به د چمن شي
 
هغه دځان په مدح کې وايي:

دبيرم، شاعرم، رندم، نديمم، شيوه ها دارم
گــرفتـم رحـم بـر فـريـاد و افغـانم نمى آيـد
دبیریم، شاعریم، رندیم، ندیم یم او  اسلوب لرم
په فریاد  رحم کوم نو چیغې نه را وځي