دزړه په تاج محل كې

بلبـــــــــل دگلو مينځ كې كړې دمينې نغمــې ســــور**** وږمــې دصبح دم دې سورسـالو كړه په مخ خپور
كـــــرۍ شـــــپه دې له ما سره كړه تېره گلبــــــدنه**** لــه سـترگـــو دې گلاب ووري  پالنگ دكړسمسور
ســـــــحرشوپلوشــــودې دلمر وړانگې كړې خجلې**** تعظيـــــــــــــم كوې پښــــــوته دلوېدلې له هر لور
دبام په سركغېږي دابلبـــــــــــــل نه دى كارغى دى**** بلبـــــــل خو ښايسـته وي كارغى وي بدرنگه تور
ته گوره چې يې څنگه دبلبــــــــــــل نغمې زده كړې**** داگل ســـــــــتائي كـه گل ته وركــوي داسې پېغور
بهــر چې راونــــه وزې كونگان گـــرزي ډلې  ډلې ****دوه سـترگې يې په تا كـــې دي هر يو دشي شبكور
بلبــــــــل خو دگل غېږه كې اغزي له ســـينې باسې**** ټپوس دى نه يې وينـې چې پـه بوســو شي نسكور
اســـانوته يې نال وهل چنگښ هم پښې كړې پورته**** په مينځ شوه دوه ټوټې چې چرمښكۍ ازمايه زور
ته دې ســـپېره ته گـــوره چې دمينې رنگ يې بدكړ**** نارې وهې كوڅو كــــې نه شــــرمېږي مردارخور
عادت يې دملا وي كارغى تل خوري نرمـــې گـرمې****په مينه څه پوهېږې چې مجمركې كړي ځان سكور
شبنـــــــــم مې كړې چې تا تراوتازه ســـاتم صنمـــه**** چې ستاپه غېږكې وچ شم زه به څه غواړم لا نور
جانانه زه د تش په ســـــــــلامونو باندې پايـــــــــــم**** راولــــــــــــېږه ريبارچې ټپي زړه مې كړي ټكـور
بســــــمل دبلا واخلـــم ځان به خاورې تابه زركـــړم**** دزړه په تاج محـل كې مې جـوړ كـــړى درته كور