ـ۰۷ـ۲۰۰۹
زموږ دکولتوري ټولنې غړو د جون په ۲۱ مه نېټه دجرمني په مونشن ښارکې خپله نوبتي غونډه چې اجنډايې په کابل کې د ســولې دملي جرګې د پرېکړه لیک په شاوخوا اوملاتړ راڅرخېده ځکه نیمګړې پرېښوده چې له کابل څخه عاجل خبر راورسېد چې د مزار شریف په ښـار کې خپل سري، بدماش او یاغي والي عطا په رڼاورځ دکرزي تصويرونه راوغورځول او له عبدالله څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ البته دغزني والي په ورته وخت ددې پېښې پرخلاف بیا خپل دولتي امکانات دکرزي په ګټه وکارول چې دادواړه پېښې داندېښنې وړ اوددې سبب شوې چې موږ یوه اونۍ نورهم دپېښو دلا پراختيا انتظار وکړو .
زموږ وړاندوینه اوانګېرنه په ځای وخته، دجمعې په ورځ چې دجون ۲۶ مه نېټه وه دکابل په غازي لوبغالي کې دوو نورو جنګي جنایتکارانو د افغان ولس په وړاندې په وینوککړې او کرغېړنې داړې يوځل بياښکاره کړې .
ددې دووجګړه مارواوبدماشانوله جملې څخه يوچپاولګرفهيم دی چې کرزي خپل لمړی مرستيال نومولی او بل يې شعيه ياغي سید منصور نادري دی چې تل يې دجګـړو اودسیسو په مرسته خپل ناوړه عمر اوږد کړی دی .
د رارسېدلي خبر له مخې وېل کیږي چې دجمعې په مبارکې ورځ د فهيم او نادري غلو ملېشو خپلې کرغېړنې برګې جامې ويېستې بيا په ملکي جاموکې له يوشمېرنوروياغيانوسره يو ځای کوم چې په اصطلاح په ملکي امنیتي کمپنيو کې غړیتوب لري په غازي لوبغالي ورننوتل .
دا پېښه که ظاهرأ دکرزي په ملاتړ ښکارېده خو په حقیقت کې يوه پوځي پوروا يا تمرین و.
په لوبغالي کې دننه افغان ولس ته محکوم فهيم دبدماشي مانورونه وروښودل چې ځانونه تيار او په ټولټاکنو کې دماتې په صورت کې له داسې زورڅخه کارواخلي لکه په کوم يې چې په ۱۳۷۱کال کې د ملګرو ملتونو دسـولې پروسه سبوتاژو او دننني ناورین سبب وګرزېد، لرې نه ده چې کرزی اوجنایتکاره ډله به يې په همدې ډول په راروانوغولوونکو ټولټاکنوکې دخپلې ماتې په صورت کې شهیدکـابل دخپلو ناولو ارمانونو لپاره يو ځل بيا په وینو رنګ کړي .
د فهيم او نادري سرزوري موږ ته بيا اندېښنه پیدا کړه او بيا مو هم خپله غونډه چې باید د جون په ۲۸ تمه نېټه شوې وای يوه اونۍ نوره هم وځنډوله ترڅو د حالاتو د لا پراختيا سره برابر غبرګون وښيو دا دی نن دجولای په ۵ پینځمه نېټه زموږ غونډه په داسې حال کې ترسره شــوه چې هم دهېواد په دننه کې ۴۱ په ځان مینو چوکۍ خوښوونکو خپلې ټاکنېزې منډې ترړې ګرمې کړې دي او هم يې په وړاندې کلک ولسي غبرګون شـوي دی چې دبېلګې په ډول به دلويې پکـتياپه مرکز کردېز ښار کې دکرزي په ملاتړدغونډه ګډوډېدل تاسوته وښيو له بلې خواجنایتکار عبدالله اوعطا دخپل سر پاچاهي ته په مزار کې په داسې حال کې سرونه ټمبه کړي چې په چوکۍ مین اوبېواکه کرزي دهرناروا عمل انجام ته لاس غځولی دی چې يوه بېلګه يې مقام ته د رسولو په خاطر وړمه ورځ د هغو پینځو تنو قاچاقبرانو خوشي کېدل دي له بند څخه کوم چې د يو سل او شلو کیلوګرامو هېروینو په لېږدولو نيول شوي او د ۱۶ او ۱۸ کلونو په موده په بند محکوم شوي هم وو.
له بلې خوا په ناکرار هلمند کې دتپلې جګړې ماهرینو هم په مظلومو هلمندوالو دخنجر په نوم عمليات پیل کړل چې داټولې پېښې نه تنهادافغان ولس دکړاو اودلا ځپلو په موخه کیږي بلکې تر هغه وخته به دا ناولې لړۍ روانه وي ترکومه چې دجنګي جنایتکارانو په واکداري ملي وحدت لا په خطر کې ولوېږي، افغــــانستان تجزيه او د دموکراسي په پلمه راغلي ښکېلاکګر خپلوستراتیژیکو موخو ته ورسیږي چې له بده مرغه دا به داسې حالات رامینځ ته کړي لکه نن چې دسوماليا هېواد ورسره مخ دی .
د پورتنيو ستونځو او وېرې له کبله زموږ دکولتوري ټولنې ټول غړي دخپل وجداني مسؤلیت له مخې څخه په يوه خوله دافغانستان روان کړکېچن سـياسي، پوځي، ټولنـیزاو اقتصـادي حالات محکوموي او دا روانه لړۍ دلا تورو تيارو راوړونکي ګڼي خو دستونځو د حل بنسټیزه چاره زموږ دنننۍ غونډې دلاندې پرېکړوپه تطبق کې ویني :
۱ ــ موږ نه تنهاپه کابل کې دسـولې دجرګې له پرېکړه لیک څخه ملاتړکوو بلکې په عملي کولوکې يې د اړونـدواړخونو جدي پاملرنه غواړو .
۲ــ موږ د تل په شان افغانستان ته د تل پاتې ســولې او امن راتګ په لويه دویدیزه جـرګه او يا په يو نړېوال بې پرې کانفرانس کې وینو ترڅو ديولنډ محاله حکومت په وسیله سره دسـولې پروسه ګړندۍ کړي .
۳ــ موږ دا راروانې دولسمشري جبري اوغير طبعي ټولټاکنې په کلکه محکوموو، له يوې خوا خوزموږ ولــس ډاډمن امنیت نه لري له بلې خوانه تنها چې جګړې ځپلو سېمو ته په رښتینولي سره کارتونه نه دي ورکړل شوي بلکې په بهر کې مېشــت شپږ میليونه په ځانګړي ډول په پاکستان او ايران کې مېشت کډوال هم له ټاکنو څخه محروم شول دا په داسې حال کې چې د هغه جعلي کمیسيون وياندښاغلی نورچې دوی يې دخپلواک کمیسيون وياندبولي وايي چې موږ ټولټال څلورومیليونو افغانانو ته په کوردننه کارتونه وېشلي دي دلته ديادولو وړده چې په تېرو ټولټاکنوکې ۱۴څوارلسو میليونو مستحقووګړÙ
ˆ ته کارتونه وېشل شوي وو اوس خو دا دی پینځه کاله تېر شول چې داشمېره خوبایدکم له کمه تر شلو میليونومستحقو وګړو پورې رسېدلې وای خو دوی نه تنها چې دلته دنږدې ۶ شپږو میليونومستحقو وګړوحق تر پښولاندې کړ بلکې دهغه تېر ځل د ټاکنوله شمېرڅخه يې هم ۱۰لس میليونه مستحق وګړي په لوی لاس محروم کړل اوس زموږ داټکل له مخې څخه ټولټال دشلومیليونو مستحقو وګړو له جملې څخه صرف ۴ څلورو میليونووګړو ته هغه هم د دوی په خوله کارتونه وېشل شوي بيا دا ۴ څلور میليونه وګړي په ۴۱ يوڅلوېښتو بې هوشه کاندیدانو پسې کله دا خوا کله اخوا منډې وهي اوس نو تاسو پخپله ۴ څلور میليونه وګړي له نږدې ۱۶شپاړسومیليو نو وګړو سره پرتله کړﺉ دا هم باید زياته کړو چې نن ورځ زموږ دوګړو شمېر د۳۰ دېرشومیليونو په شا اوخواکې اټکل شوی دی ځکه خوڅرګنده خبره ده چې دا راروانې ټولټاکنې نه بلکې ټول وژنې بللی شو، لنډه داچې دا له فرېب څخه ډکه لوبه دافغــان ولس په درد نه خوري دا به ډېرې ناوړه پایلې ولري ، جګړه به لا نوره هم پسې وغځوي ځکه خو باید ټولټاکنې تحريم شي .
۴ ــ دټولټاکنو هغه ددوی په اصطلاح ( خپلواک کمېسيون)لا وار دمخه افغان ولس ته محکوم دی د کمیســيون غړو په داتېرو پینځوکلونوکې په کافي اندازه په فساد کې لاسونه لرلي دي ځکه خو يې پرېکړې نه شو منلای .
۵ ــ موږ لا څو مياشتې مخکې هم ديوې اعلامې په ترځ کې له کرزي څخه جدي غوښتنه کړې وه چې دملی ګټو دخونديتوب لپاره ژر تر ژره دبهرنيو چارو غير قانوني وزير سپنتا او د مزار والي عطا له دنـدو څخه ګوښه کړي خو کرزي خپله بې کیفایتي او بې صلاحيتي وښوده ځکه خو نن ورځ دپرديو لخوا په کرزي منل شوي وزيران او واليان نه تنهاله چوکۍڅخه کرزی نه شي لرې کولای بلکې دنوروله وېرې يې لا پسې نازوي ، موږ د افغانستان په تاریخ کې دومره محکوم، ډارن او هېواد دښمنه مشر نه دی لیدلی ځکه خو له افغـــان ولس څخه جدي هیله کوو چې دا ناروا ټولټاکنې تحريم او نړيواله ټولنه دې ته
وهځوي چې دزور په ځای دســـولې لار خپله کړي که نړېواله ټولنه په خپل لاس دا د راوړو لمبو غم نه خوري نو کرزی بيا هم د خپل ځان او افغـانستان د نجات لپاره يوښه چانس لري هغه داچې اضطراري حالت اعلان اودودیزه لويه جرګه راوبولې، دجنګي جنايتکارانو په ځای د ولـس اړخ ونیسي ترڅو افغانان په خپلو کې سره جوړ او د پرديو له ناز څخه خلاص شي خو له بده مرغه چې دومره همت په کرزي کې نه لیدل کیږي ځکه خو موږ دنړيوالې ټولنې ،افغان ولس او مقاومت توجع غواړو .
۶ ــ له افغان مقاومت څخه هیله کوو چې که په رښتيا هم دکړېدلي افغانستان غم وي ورسره نو د ژر تر ژره خپلې ټولې جګړیزې لاس ته راوړنې په يو سياسي چوکاټ کې ځای پرځای کړي تر څو نړيواله ټولنه يې ديو سيال په حیث ومني .
۷ ــ له افغان مقاومت څخه موبله جدي غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره ديوې رسمي اعلامې په صادرولو سره دسولې په اړوند خپل رښتینی دریځ اعلان کړي .
۸ ــ داچې دهېوادله درۍ په څلورو کې زياته برخه نا امني نيولې او دولتي چارواکې کليو او بانډو ته ورتلای نه شي ځکه موږ په کلکه داحصايې د مرکزي ادارې دابې وخته تصميم غندو چې غواړي د كورونو د شمېرنې او د كليو د تثبيتولو لړۍ پيل كړي دوی به نه تنها د حقیقت له مخې دا کار ترسره نه کړي بلکې د۳۰ دېرشـــــو میليونو ډالرو په شا او خوا کې پیسې به په بډه ووهي .
۹ــ موږ له ټولو سياسي، ټولنیزو،کولتــوري ټولنواو په ځانګړي ډول له خپلو قلموالو ملګرو څخه جدي هیله کوو چې له موږ سره خپله همغږي اعلان او ددې تش په نامه ټولټاکنومخه ونیسي ، په عین وخت کې موږ ته دا
ډاډ هم راکړي چې د کړېدلو پښـتنو د غږ اوچتولو لپاره د کوم تلویزيوني پروګرام په اړونـــد موږ ته لاس را کولای شي او که نه؟
يادونــــــه :
پاس يادې شوې ټولنې کولای شي چې دخپلو ځانګړواعلاميوپه خپرولوسره موږ او افغان ولس ته ډاډ راکړي .
په جرمني کې دبايرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنــــه
د افغانستان د سولې د ملي جرګې د نننۍ غونډې پرېکړه ليک
۱۸ـ۰۶ـ۲۰۰۹
د افغانستان د سولې ملي جرګې مشرتابه هيت د رب العزت شکر ادا کوي او د ټولو ګډون والو څخه د زړه له کومې مننه کوي چې په راتلو مو نوموړې پرتمینه غونډه جوړه او برکتي کړه ترڅو ددې هيواد اصیل بچيان او علما ددې سپیڅلې ليارې سرکښان شي .
الحمدالله خوشحاله يو چې د هيواد په دې نازکو او حساسو شیبو او جنګي بحران کې ستاسې ونډه د تل پاتې سولې د راتګ د لارو چارو د پیدا کولو په برخه کې ګورو .
دايو څرګندحقیقت دی او ددې هيواد يتيم بچيان پرمونږ حق لري چې د وخت اوزمانې مطابق دجنګ جګړې لاره د تل پاتې سولې ته پریښودل شي تر څو زمونږ د هيواد د ټولو وګړو، يتيمانو او کونډو هغه ارمان چې سوله ده په حقیقي اوعملي بڼه منځ ته راشي دا ځکه چې مونږ د يو ژوندي بشر په صفت د سوله ایز ژوند حق لرو .
نوددې په خاطر چې پورته سپیڅلو اهدافوته ورسیږو د لاندې ټکو د عملی کیدلو لپاره دخدای تعالی پوره مرسته او ستاسې ملاتړ غواړو او په ښکیلو اړخونو غږ کوو او په مسولینو د وعدو تاکید کوو چې په واقعي ډول او ژبه دې د سولې سپیځلې کلمه په ځان قبوله کړي او هیڅ ډول جنګ جګړې ، باروتو او بمونو ته که د ځمکې او يا د هوا د لياري وي په هیڅ نوم اجازه ورنکړي چې د مظلومو افغانانو وینه توېي کړي.
۱ - مونږ د افغانستان په علمای کرامو او مشرانو غږ کوو چې دوی په خپلو ولايتونو ، کليو، بانډو اومساجدو کې د سولې د راتلو لپاره د اسلام په رڼا کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي ځکه سوله د علمای کرامو په ګډون او کوشش تکمیل کیدای شي .
۲ – مونږ د افغانستان د دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې سوله دشعار په شکل پاتې نشي بلکې په عملي شکل قدم واخلي ترڅو د ملت وګړي باور پیدا کړي .
۳ – مونږ په نړيواله ټولنه غږ کوو چې جنګ د حل لياره نده او په جنګ کښې بی ګناه انسانان وژل کیږي باید په عاجل ډول د جنګ په ځای د سولې ملاتړ اعلان کړي .
۴ – د افغانستان د سولې ملي جرګه د طالبانو په تحريک او حزب اسلامی غږ کوي چې د ملت د غوښتنې په اساس باید دوی د سولې مذاکراتو ته غاړه کیږدي .
۵ - جرګه په ملګرو ملتو، نړيوالی ټولني، دولت ، طالبانو او حزب اسلامی غږ کوي چې ددې جرګې منځګړيتوب ته په درنه سترګه وګوري او باور پرې وکړي ترځو د باور د فضا وروسته جرګه د خپلې وړاندې شوې طرحې د عملي کیدلو او تل پاته سولې د راتګ اصلي جوګه شي.
وروستي