پا رلما نی جنا يتکا ران :

محترمو ورونو او خویندو:
له هغه ځا یه چی د افغا نستان مظلوم او شریف ولس ته معلومه ده ، د افغا نستا ن  دغه ورستینی پا رلما نی ټا کنی د سيمی او نړی په سطحه یو له هغو  پا رلما نی ټا کنو څخه شمیرل کیږی چی دبد نا می – شر مند ګی – تقلب – دوګه با زی – اختلا س – غلا -     لو ټما ری او  رشوتخوری  بیرغ یی په ټوله نړی کی و رپیده . د دغو بد معا شا نو – لو ټما رانو – تقلبکارانو د بدو ا عما لو له سببه د افغانستان مظلوم او کړیدلای ولس یو ځل بیا نا هیلی شول اویوه  تیا ره را تلونکی ته انتظار با سی .
په دغه پا رلما نی ټا کنو کی نه یوازی دغه د ملت په وینو تا جران په دغه شرمنده جرم کی شریکان ول بلکه د ټولټا کنو کمیسون مشران هم له دغو غلو سره یو ځا ی د جرم او مجرم شریکا ن شول . نن همدغه د مجرمینو ډله ټپله کمپا نونه کوی چی هغه قانونی محکمه چی و لسمشر حا مد کرزی یی  د جرم او مجر م د ثا بتولو لپا ره تعینه کړیده له کوا ښونو سره مخ کړی .
نن دغه د مجرمینو ډله لکه د  هغه لویو  ټوپکسا لارانو په شا ن ځا نونه د عدلی – قضا یی ا و د بشری حقوقود سر غړونو د تعقیب څخه ځا نونه مبرا کڼی او غوا ړی چه  محکمه د دوی دغه نا وړی او  کر غیړنی  کړنی او څیری د افغا نستان مظلوم ولس ته افشآ نه کړی  او د پا رلما نی مصو نیت په نا مه غواړی په خپلو پلیتو کړنو خا وره  و ا چوی او د ملت په سر نوشت حا کما ن شی.
دغه پا رلما ن د یو څو تنو پا کو او شریفو خلکو پرته هغه لوټما ران دی چی د مقا م او منصب لپاره څه کم یو ه میا شت کیږی چی خپل مشر نشی ټا کلی او په قومی – سمتی – تنظیمی – ژبنی منفورو او پلیتو  مفکرو سره سره بیا همدغه کسان غواړی  حا کما ن شی او دغه پا رلما نی جنا یتکاران د یو هندی ډرا می د ممثلینو په شا ن  حر کتونه کوی .
د غه د هندی ډرامو ممثلین او د ننی پا رلمان غړی په مختلفو رولونو کی کله ځا نونه د پا رلمان د ریا ست – کله د کمیټو د مشرتا به او کله د مشخصو قوا نیونو د پلی کولو لپا ره ناوړه تړونونه او هڅی  کوی . دوی غواړی چی خپل جنا یتکارانه کړنی – نظرونه او اعما ل د   پا رلمان له لیاری پلی او خپلو با دارانو ته ځانونه و فادار ټا لیڅټی معر فی کړی .
ا یا کله هم د اسی یو قا نون د نړی په کوټ که شته دی چی د مجرم جرم پکښی نه وی خلا صه شوی ؟ ولی نن بد بختانه د غه د     پا رلما نی ټا کنو جنا یتکا ران غواړی چی له یوه عدلی – قضا یی – جرمی و جنا یتی دوسیه نه ځا نونه په یوه او بلی نها نی  خلاص کړی چی بد بختانه د د غو پا رلمانی جنا یتکا رانو د ملا ټړ لپاره د ټا کنو خپلواک کمیسیون هم خپلی نا روا هڅی و نه سپمولی و دهغو مجرمینو ملا ټړ یی و کړ چی په رشوت – تقلب -   جعلکا ریو که مخونه تکتور شوی دی.
د پا رلما نی جعلکا رانو تور مخونه بیا   هغه وخت لا پسی تور او شر منده شول چی محترمو محا کمو بیا هغه جنا یتکاره تجاره ډله چی په سرای شهزاده کی یی د راشی او مرتشی تر مینځ و سا تط کړای وه او په لکونو ډالر یی د ټا کنو د خپلواکه کمیسیون او       پا رلمانی جنا یتکارانو تر مینځ معا مله کړا ی وه . له دغو پلیتو معا ملو څخه دا را څرکنده کیړی چی دغه پا رلما نی ټا کنی  له سره   نا مشروع ټا کنی دی او زیا تره غړی یی د ملت نما ینده ګا ن نه بلکه  جنا یتکا ران دی چی تر سپینو جا مو لاندی تور  تور داغونه لری او ملت ته د منلو وړ نه دی.
په اخیر کی زه له ټولو ملی او بین ا لمللی اورګا نونو – محا کمو – عدلی او قضا یی مرا جعو ا و له ټول ملت څخه دا غو ښتنه لرم چی د دی پا رلما نی مجرمینو د مها ر لپا ره یوه ستره مبا زره پیل کړی چی و شو کولای دغه د جنا یتکارانو ډله  محا کمه کړو چی پا تی را تلونکو نسلونو ته خپل مکلفیت ادا کړی وی او ټولو را تلونکو پا رلما نی کا ندیدانو ته یو ښه درس او عبرت شوی وی . وسلام