چې له واوروجوړشي غرونه،سالنګونه راپه يادشول
چې دمرګ ژوبلې لامل شی،برفکوچونه راپه يادشول
دکابل واورې رايادشوې،راپه ياد ورانې کوڅې شوې
چې نه در،نه يې کړکي وې،وران کورونه راپه يادشول
چې پرې سپينه واوره اوري،سر پناه يې په سرنه وي
داپخپل کور کې بيکوره،فاميلونه را په يادشول
نه بړستن ،نه يې شړئ وه،نه منقل نه بخارئ وه
په تن لوڅ ،په خيټه وږي،ولسونه راپه يادشول
يتيمان سترګوتـــــــه راغلل،لـــــــوڅ لغړ ببرسرونه
چې لادوی یی انتظارکړي،ورک پلرونه راپه يادشول
دوطن مشران راياد شول،چې اوس هريو ميليونردئ
زړه کی کرکه راپيداشوه،مات قولونه راپه يادشول
دقيام له سترګو اوښکې،دخفګانه راجاري شوې
بهيدلې يې ګريوان ته،تيريادونه راپه يادشول
الحاج الهام الدين قيام
والدورف،جرمني
وروستي