ځينې قومي مشران او په نوم ملايان د ولس غوښې خوري

 پيوند افغان
زموږ تېر تاريخ او زموږ پخوانيو مشرانو او مخورو شخصيتونو ته په کتو سره ، چې نن سبا د ځينو مشرانو ، چې تش په نوم مشران دي په کړو وړو يې سړی نه يوازې شرميږي ، بلکې نوم يې هم نه شي اخيستی ، خو موږ مجبور يو ، چې هغه مسؤوليت ، چې د ټولنې پر وړاندې يې لرو ، تر سره کړو ، ځکه چې هوښياران وايې :(( تاسو د هر څه پر وړاندې چوپ مه پاتې کيږئ او کله ، کله چوپ پاتې کېدل د مارانو ځالې جوړوي )) نو ما هم پورتنيو څرګندونو ته په پام سره خپل قلم رواخيست او غواړم ، چې په هغو مشرانو باندې يو څه وليکم او خلک پرې خبر کړم ، چې د معتبرو شملو تر چتر لاندې د يې د خلکو ريښې وويستې .
دوی هغه مشران دي ، چې د څو حرامو پيسو د پيداکولو لپاره يې نه يوازې خپل عزت او آبرو تر پښو لاندې کړي ، بلکې زموږ غيرتي قومونه او زموږ هغه مخور مشران ، چې تاريخ ورباندې وياړي،د هغو نوم ته سپکاوی کړی او د خاورو سره يې خاورې کړي دي.
نوموړي مشران داسې نه دي ، چې يو چانه د خير په کار کې پيسې اخلي ، بلکې دوی هڅه کوي ، چې په کلي او قوم کې هغه کسان ، چې په خپلو منځو کې د پولې او پټي پر سر جنجال لري اومعامله يې ډېره وړه وي ، په لوی لاس غټوي او بيا وروسته په کې د حرامو پيسو د پيدا کولو لپاره لار برابروي .
دغو يو شمېر مشرانو لکه ما يې، چې پاس يادونه وکړه ، د يادو معاملو لپاره يې په دې نوم چې موږ د خلکو په منځ کې روغې ، جوړې او د دوی معاملې ورخلاصوو ، چې په حقيقت کې يې غوښې خوري ، د خوست ښار په زړه کې هغه هوټلونه ، چې سپوږمۍ نوميږي او د بل نوم اسيا دی ، ټېکه کړي دي ، هر سهار چې دوی له کوره راوځي او يادو هوټلونو ته راځي نو غټې لونګۍ او سپينې جامې ، چې خدای ج خبر چېرې يې ساتي ، ددې لپاره اغوندي ، چې د خلکو په منځ کې خپل باور زيات کړي ، خو په حقيقت کې د ولس او خلکو پر وړاندې هېڅ اعتبار نه لري ، آن تر دې پورې ، چې خپل اولادونه يې هم په لار نه ځي ، خو کله چې بازار ته راورسيږي نو دعوه د قوم د مشرتوب کوي .
د يادو مشرانو سره په څنګ کې يو شمېر هغه ديني علمااکرام چې تش په نوم عالمان دي ، په دې مرض اخته شوي ، چې د خلکو لپاره يې ډېرې ستونزې په داسې حال کې رامخې ته کړي دي ، چې لوی خدای ج په خپل کتاب قرآن کريم کې فرمايلي دي: ( د ښکېلو کسانو تر منځ فيصله په پوره عدل سره وکړئ ) خو دوی هم د مشرانو په څېر د څو پيسو په مقابل کې د چا حق ته نه ګوري او د هغو ناحقو انسانو لپاره ، چې پيسې ورسره ډېرې وي ، هغه قسم ته، چې خدای ج ته پرې دوکه نه شي ورکولای ، لار برابروي او خپل اسلامي ، افغاني او پښتني وجدان په ډېره سپين سترګۍ سره تر پښو لاندې کوي .
اخر به داسې ورځ هم راشي چې دوی دواړه ډلې به د ولس پر وړاندې شرمېدلي وي او داسې وخت به هم راشي ، چې په مرګ به يې څوک مخونه ونه ګوري او زه په  هغو خلکو باندې ، چې په خپلو منځو کې معاملې لري ، غږ کوم ، چې نور دې سړي خورو ته خپل ځانونه په منګولو کې ورنه کړئ او پر ځای دولت ته مخه کړئ ، چې هم عدل شته ، هم نظام وجود لري او هم په محکمو کې د اساسي قانون پر بنسټ فيصلې کيږي .