
اتل پکتين
پکتیا هغه مظلوم ولایت دی چې نه پکې قومي مشر د ولس د ستونزو د حل لپاره په اخلاص منډه کړې ده ، نه ژورنالیست د خپل اخلاقي مسوولیت له مخې او یا د خپل مسلک د تقدس د حق پرځای کولو لپاره ترینه په واقعیت او ریښتیا ولاړ راپور خپور کړی دی او نه هم ولایتي شورا او په ملي شورا کې د پکتیا ولایت استازو د خپلو خلکو د ستونزو د راکمولو او د مفسدو چارواکو د ګوښه کولو په موخه کوم اړين ګام پورته کړی دی ، زه ډاډه یم چې د اداري فساد ستونزه په ټولو ادارو کې شتون لري؛ خو زه غواړم چې یوازې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا د ریاست په اړه ځو پټ رازونه را برسیره کړم ، کیدی شي تر یو حده مې د خپلو خلکو هغه حق ادا کړی وي د کومو په مرسته او مالیه باندې چې زه ددغو کرښو د تورولو جوګه شوم . دا چې موږ زده کړه کوو ښوونځي او پوهنتون لولو ددې فقیر ولس له وینو څخه جوړې پیسې دي چې بیرته په موږ مصرفیږي او بایده دي چې حق یې ادا کړو. په هر حال رابه شو خپلې خبرې ته لکه څنګه چې مخکې مو اشاره ورته وکړه په ملي شورا کې د پکتیا د ولس استازو هم خپل مسوولیت په ښه توګه ندی تر سره کړی ؛ ددې خبرې ښه ثبوت د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ښاغلی نادر نوري دی چې په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي پاچاخان ځدراڼ د لاس نیالګی دی او د هغه په هڅو د پکتیا د عامې روغتیا د ریاست په ګدۍ ناست ناست ډاکو دی . نادر نوري چې په خټه تاجک او د پکتیا د مرکز ګردیز اوسیدونکی دی په پکتیا ولایت کې یوه تر ټولو بدنام ترینه څیره ده ، ښاغلی نوري نه یوازې داچې په بډو، غلا او داري فساد کې تر ستوني غرق دی بلکه له اخلاقي پلوه هم حتی ددې وړ ندی چې په پښتني ټولنه کې ژوند وکړي پاتې لا داچې دی دې د عامې روغتیا رئیس وي،د دې ښاغلي په اړه به د اداري او اخلاقي فساد څو نمونې په لاندې ډول د بیلګې په توګه ذکر کړو .
اداري فساد:
لومړی : ښاغلی نادر نوري د پکتیا ولایت په هره ولسوالۍ کې پنځه یا لس تنه جاسوسان یا دلالان لري ، کله چې دی کومې ولسوالي ته سفر وکړي؛ نو درې یا څلور ورځې هلته تیروي، په ولسوالۍ کې په درملتونونو او هوټلونو ګرځي ، هرې دواخانې او هوتل ته چې ورځي له مخې سره یې په یوه او بله بهانه بندوي هوټلونو ته د خوړو د کیفیت د ناسموالي خبره کوي او درملتونونو ته هم د دوا د ناسم کیفیت. د شپې لخوا نه په ټولو درملتونونو او هوټلونو پسې خپل دلالان ور ولیږي او څومره چې یې په وس کې وي هغومره پیسې ترینه اخلي ، که دده د خوښې پیسې چا ورنه کړې نو درملتون یې په میاشتو میاشتو بند وي ، چې څه موده وړاندې د څمکنیو ولسوالۍ ته تللی وو او هلته دده له برکته پنځه ورځې درملتونونه او هوټلونه بند ول ، څو چې دده ددلالانو او درملتونو د مالکینو تر منځ بولۍ نهايي شوه او دده حق الفساد یې ورته وسپاره . دا کار څوڅو ځله په نورو ولسوالیو لکه زرمت ، سید کرم اواحمدابا ولسوالیو کې هم دده لخوا شوی دی .
دوهم : د عامې روغتیا لپاره هره بهرنۍ موسسه چې غواړي کارکونکی استخدام کړي دده لخوا ورپیژندل کیږي او دی ترینه ډالري رشوت اخلي . دعامې روغتیا په لوړو پوستونو کې چې هر څوک استخداموي له زرو ډالرو نه نیولې تر دوه نیمو او دریو زرو ډالرو پورې دی ترینه پیسې اخلي او دا دده کلنګ دی چې په ښکاره یې ترینه غواړي او که څوک داپیسې ورنه کړي د پکتیا ولایت دعامې روغتیا په بهرنیو او دولتي ادارو کې کار نشي کولی .
اخلاقي فساد : نیک سیرت او اخلاق د هر انسان د شخصیت په جوړولو کې حیاتی رول لري او د یوه ډاکټر لپاره خو نیک سیرت او اخلاق داسې زیور دی چې نورې ټولې مسلکي نیمګړتیاوې او کمۍ یې پټولی شي؛ خو له بده مرغه د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ښاغلی رئیس ددې لوی نعمت څخه محروم دی ، ښايي څه موده وړاندې ځینو لوستونکو د پکتیا دوالي ښاغلي همدرد لخوا دده د ډبولو خبر په ویبپاڼو کې لوستی وي ، چې یوازینی لامل یې دده بد اخلاقي او په رسمي غونډه کې دده سپک برخورد وو، له بله پلوه د پکتیا ولایت د احمدخیلو د کلینک یوه میډوایفه چې په کابل کې اوسیږي او یوه کونډه ښځه ده د ښاغلي نوري سره یې نامشروع اړیکې له هیچا څخه پټې نه دي ، د پکتیا د عامې روغتیا هیڅ کار کونکی به نه وي چې ددوی په اړه له تبصرو څخه نه وي خبر، ځکه چې ښاغلی رئیس دغه میډوایفه هره پنج شنبه د عامې روغتیا د ریاست د کارکونکو په وړاندې په خپل شخصي موټر کې کابل ته راوړي او تر شنبې پورې ورسره هلته په کور کې وي ، د شنبې په ورځ دواړه لاس په لاس بیرته خپلو دندو ته را ستنیږي . دا په داسې حال کې ده چې د حامد نوري کور په پکتیا کې دی؛ نو د سوال او شک خبره داده چې هره پنج شنبه په کابل کې دی کوم داسې ضروري کار لري چې حتما یې باید په غیر رسمي ورځ او رخصتۍ کې تر سره کړي ؟ که دی کوم رسمي کار لري نو ولې په رسمي ورځو کې نه ورپسې ګرځي؟ بله خبره داده چې یوه پردۍ ښځه دایم په خپل موټر کې ګرځول حتی که د کوم مشروع کار لپاره هم وي له عیبه ډکه خبره ده چې اقلا د عامې روغتیا رئیس خو باید داسې کار ونه کړي ، نو دا پدې دلالت کوي چې د خلکو او د عامې روغتیا د ریاست د کارکونکو او ډاکټرانو تبصرې دده په اړه سل په سله ریښتیا او واقعي بڼه لري. زه په ولسی او مشرانو جرګو کې د پکتیا ولایت له درنو استازو څخه په درنښت هیله کووم چې د عامې روغتیا له وزارت څخه ددې کرکجن او کرغیړن انسان د ګوښه کولو په کلکه غوښتنه وکړي ، زه خبر یم چې څو ځله د پکتیا والي ښاغلي همدرد دده د ګوښه کولو هڅه کړیده خو د عامې روغتیا په وزارت کې د سرایا دلیل سره دده رواط او پیژندګلوي د والي همدرد ددغو هڅو په مخ کې خنډ واقع شوېدي