
رفيع الله زيار
مطبوعات په يوه هېواد او يا هم په يوه ټولنه کې هغه وسيله ده ، چې نن سبا خلک ډېر ضرورت ورته لري او هره شيبه غواړي چې له نړۍ څخه په هره برخه کې ځان خبر وساتي ، مطبوعات د يوې ټولنې لپاره د ملا تير حيثت لري که چېرته د ملا تير يې ښه وي نو د هر ډول پرمختګ لپاره هلې ځلې يې په توان کې وي او کولای شي چې هغه کارونه په لنډ وخت کې تر سره کړي ، کوم چې ډېر وخت ته اړتيا لري .
په هغه هېواد کې چې رسنۍ ډېرې او ښه فعاليت تر سره کوي د جنګ ، خشونت ، د يوه او بل پر وړاندې د ناوړو دسيسو جوړول ، همدارنګه نورې ډېرې بدبختۍ له منځه وړي او پر ځای يې خلک پرمختګ ، زده کړې او نورو هغو ګټورو کارونو ته، چې ولس او دولت ته يې ګټه رسيږي مخه کوي .
زموږ په هېواد کې هم له نوي دورې له پيلېدو نه راپه دې خوا مطبوعاتو د خلکو په عامه پوهونه او نورو ګټورو مسايلو کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي دي ، چې ډېرې ښې پايلې يې لرلي دي خو له بده مرغه چې زموږ د هېواد او خلکو دښمنان دې ته تيار نه دي ، چې زموږ ټولنه پر مختګ وکړي او يا زموږ هېواد د نورو پر مختلليو هېوادونو سره سيالۍ ته لار پيدا کړي ، دوی له هر ډول امکاتو څخه کار اخلي او هر ډول تاوان پر ځان مني خو د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی . له دغو دښمنانو نه يو هم هغه کمپيوټر پوه ايرانی وګړی دی ، چې څو ځله يې د خوست ولايت په انټرنېټ پاڼه باندې کمپيوټري بريد تر سره کړ او په بشپړه توګه يې له منځه يوړه .دوی نه يوازې موږ تر بمي بريدونو لاندې نيسي بلکې زموږ په ژبه او همدارنګه په فرهنګ باندې هم يرغل کوي او نه غواړي ، چې زموږ مطبوعات زموږ ولس په خپل وخت له پرمختګونو څخه خبر کړي ، ځکه چې ددوی موخه داده چې افغانان همداسې په تيارو کې وساتي او په راتلونکي کې پرې خپلو شومو موخو ته په آسانۍ سره ځان ورسوي .
موږ د دغې ناوړه کار چې ايراني وګړي تر سره کړی دی په کلکه غندو او نه غواړو چې نور زموږ په خلکو ، زموږ په ملي شتمنيو ، زموږ په کلتور باندې څوک يرغل وکړي او پر ځای يې هغه څه راباندې ومني چې د دوی زړه يې غواړي او يا د دوی رضا په کې نغښتي وي .
دغه ايرانی وګړی دې دا فکر سر له نن نه له خپلو مازغو څخه وباسي، چې افغانان به له خپل مسووليت ، د خپل هېواد له جوړولو ، له زدوه کړو او نورو پرمختګونو څخه راوګرځوي ، ځکه چې افغانانو ستاسو له لاسه داسې دردونه او کړاوونه ليدلي چې په ټول عمر به يې له ياده درته ونه وځي او نه به ستاسو د دې شومو پلانونو په مقابل کې
خپله هغه لار چې د خپل روښانه راتلونکي لپاره يې نيولي ده بدله کړي .