د مني ټکهار

 لیک : صابرین الصباغ یادښت : دغې کیسې په 2007 ز کې دمصر دلیکوالو ټولنې لخوا جایزه ګټلې  .    نیمه شپه ده ،  ټکهار مې تر غوږه کيږي  ته وا لکه زما د خونې پر ښېښه د باران څاڅکي   ، موږ په ژمي کې نه اوسو دا خوداګسټ میاشت ده . غوږ مې ښه ونیوه خوټکهار هماغسې و لکه پخوا . له ځان سره مې وویل : « دابه دشپې هغه ګړۍ وي ، چې ټوله ورځ چوپه  وي او کله ، چې شپه شي په چغار شي » له بسترې مې پاڅیدم ، بیټري مې ترې وویسته او د  ارام ساه مې واخیسته ؛ اوس کولای شم ، چې له شور پرته خوب وکړم ؛ سترګې پټوم  بیا هماغه اواز اورم  : ټک ټک !! ګړۍ ته مې ولیدل ستنې خویې ماتې دي . بالښت مې پرسر کېښود خواواز بیاهم راته  او دغوږ پرده یې راته څیرله  ، څادر مې له سینې اخوا ته کړ پورته شوم ، چې داواز درک ولګوم . پخلنځي ته مې سر ورښکاره کړ  د بمبۍ پر خوله مې لاس راښکه  له ځان سره مې وویل : کیدای شي له تیارې به ډاریږي  او داوبو څاڅکي  به له ډیره ډاره ورڅخه څڅیږي خو، چې ومې لیدل خوله یې وچه کرخه وه نه خوله وه اونه یې له خولې لاړې  بهیدلې . .... د اواز لور ته ورروانه شوم . کله ، چې زه هغه زړې څوکۍ ته ، چې زما همزولی وه ورنږدې کیدم دغه ټکهار نور هم زیاتیده  د څوکۍ پر شامې لاس راتیر کړ خبرې مې ورسره پیل کړې : هغه ورځ دې په یادده ،چې له بازاره مې راونیولې  ، ځواني دې وه ، ځلا دې درلوده ، د کور داسبابو تر منځ څومره له کبره او غروره ډکه ولاړه وې ! اوس دې چينجی په هډوکیو کې خوځیږي راخوځیږي ، ریژېږې او دمرګ لور ته ورروانه یې . ملګریه ! بښنه غواړم ، په کار ده ، چې له تا ځان خلاص کړم  ځکه  ډاریږم هسې نه ، چې ستا پر ناروغۍ د کور نور سامان اخته نه شي . .... د خپل عمر ملګرې مې له کړکۍ اخوا ته وغورځوله ، پرې ومې ژړل  ، انتظار مې وویست  دده له ورکیدو سره سم  اواز هم ورک شو . برق مې مړ کړ .... خپل کټ ته ولاړم ، څو شیبې لا نه وې تیرې ، چې تر غوږه مې بیا هماغه  ( ټک ، ټک ) شو.