
په خوست ولایت کې یو شمېر څارنوالانو اداري فساد ته داسې اوږې ورکړي وې، چې په لنډ وخت کې يې د خپل ولس سره په جفا او ددوی په وینو خپلو بچیو ته د سبا لپاره د حرامو پیسو ښې زېرمې برابرې کړې او په دې سربېره يې د یوه کور پر ځای څو لوړ پوړیزې ودانۍ د خوست په ښار او همدارنګه د پلازمېنه کابل په زړه کې جوړې کړي دي .
ددوی دغه ناوړه او فاسد کار له امله په خوست ولایت کې د غلا ، وژنو ، سړي تښتونو، او نورې د وحشت نه ډکې پېښې تر اوجه پورې ورسېدې ، چې په لنډ وخت کې يې خوست میشتي وروڼه بې سر نوشته قرباني شول او ولس یې له تباهۍ سره مخامخ کړ.
پر پورتنيو تباهیو سربېره يې نظام هم دومره بدنام او بې کفایته کړی وو، چې په دې اوسنۍ دوره کې ورباندې هېڅوک هغه باور چې لازم دی ، نه کوو .
نوموړي څارنوالان د پیسو او بډو په اخیستلو کې دومره ماهر او چلاک دي ، چې د ځانو لپاره یې د چلاکۍ او شیطانۍ له پوهنتونونو نه فارغ کمېشن کاران پیدا کړي دي او دغه کمېشن کاران هم د څارنوالانو سره په دې ښکار کې چې د ولس غوښې دي ، شریک دي.
ډېر د افسوس ځای خو لا دادی ، چې هغه څارنوالان چې دې دولت له خوا د شواهېدو سره یو ځای نیول شول دي ، همدغه کمېشن کاران یې اوس د خلاصون په لټه کې دي ، ځکه چې په خپلو منځو کې یې ګټې سره خوندي دي.
نوموړي کمېشن کاران په خپل ناوړه بخش کې دومره پر مخ تللي دي ، چې ريښې یې آن تر مرکزي دولت پورې هم غځېدلي دي او دوی اوس په کابل کې د وزراتونو ، لویې څارنوالۍ ، سترې محکمې او همداراز د ولس مشرۍ ماڼۍ دروازې ټکوي ، تر څو هغه نیول شوي څارنوالان له بنده راخلاص کړي ، چې د څو میاشتو په ترڅ کې د دولت له لوري تورن پېژندل شوي او نيولي یې دي ، چې د دوی په دې نیولو سره د خوست ولس له دولت څخه ډېر خوښ دی او هغه واټن چې د ولس او دولت تر منځ موجود و ، له منځه تللی .
نو زموږ له مرکزي حکومت او په خاص ډول له ولسمشر ، لوی څارنوال همدارنګه له سترې محکمې نه دا په کلکه غواړو چې د کمېشن کارانو په مردارو خولو دې ، د خوست مېشتو هیلې له خاورو سر ه نه خاورې کوي او هغه سزا چې د محکمې له خوا ورته اورول شوي ده ، په خپل وخت ورکړل شي .تر څو د خوست مېشتو حقونو ته په خپل وخت ځواب وویل شي .
که چېرې زموږ پاسنيو غوښتنو ته ځواب رانه کړل شي نو په راتلونکي کې به د هر ډول پېښو مسوول په خپله مرکزي دولت وي .
ددې سره په څنګ کې په خوست والي عبدالجبار نعيمي هم غږ کوم ، چې هغه کسان چې د ولس او خلکو په وینو باندې ځان ته لوړ پوړیزې ودانۍ او په خارج کې مارکېټونه اخلي ونيسي او د سختې سزا لپاره دې د قانون منګولو ته وسپاري ، موږ خوست میشتي ولسونه خوست والي ته دا ډاډ ورکوو چې تر آخره پورې به موږ په دې نيک ګام کې له تاسره اوږه په اوږه کار او همکاري کوو.
د یوې داسې ورځې په هیله ، چې ټول په فساد کاکړ کسان رسوا او سزا وویني .
لیکوال :پيوندافغان