
ژباړه :: محيب رحمتي
ندا ډېره ښه نجلۍ وه، خو په هغې كي يو ډېر بد عادت پيدا سوى و، هغې به هر وخت تلوېزون ته كتل، اخېر دا عادت داسي شو چي هغې زده كړي ته هم پاملرنه نه كوله، د شپې به تر ناوخته پوري تلوېزون ته ناسته وه، د مور او پلار خبره يې نه منله، يوار د هغې د ښوونځي زده كونكي مري ته په چكر تلو، ندا
ته هم دكور لخوا اجازه وركړل شوه، هغه ډېره خوشحاله وه، له ښونځي نه چي كور ته راغله تر هر څه له مخكي يې پر مور دا زېرى وكړ چي موږ صبا په چكر ځو .
كالي يې بدل كړل، ډوډۍ يې وخوړه، بيا د تلوېزون مخي ته كښېناسته، تلوېزون ته په كتلو كتلو كي يې پلار هم له دفتره راغلى، شپه شوه،د ماښام د ډوډۍ له خوړلو وروسته ندا بيا تلوېزون ته كښېناسته، مور يې ډېر ورته وويل چي تلوېزون بند كړه، ډېره ناوخته شو، سهار به بيا نه شې پورته كېداى، ندا ونه منله او كارټون يې كوت، ندا د شپې ناوخته ويده شوه،
سهار يې مور او پلار ډېر كوښښ وكړ خو هغه په درانه خوب ويده وه، ناوخته راكښېناسته، له كښېناستو سره سم يې ښوونځي په ياد شو، زر زر يې كاليي واغوستل ښونځي ته ولاړه، خو د ښونځي ماشومان ټول تللي و، هغه په خپلو كړو ډېره پېښمانه شوه، له خپل مور و پلار څخه يې بخښنه وغوښته، چي هغه به نور تل د لويانو خبره مني او د ښونكي خبره به هم مني .
ګرانو ماشومانو! تل بايد د لويانو خبري ومنو، ځكه چي لويان موږ ته تل ښې
خبري راښيي، موږ په سمه لار باندي سموي .