لولۍ دنيا

 

بيا يې خواږه خواږه يادونه په ما لوبې کوي
بيا يې خندا ده چې زما په ژړا لوبې کوي
بيا مې ریښې ریښې لمنه له اغزو ډکه ده
بيا د خزان سیلۍ د ګل په خندا لوبې کوي
بيا مې ځلېږي د بڼو په سر لړزانده ستوري
بيا مې د تورې شپې قسمت، په رڼا لوبې کوي
مغل کاته يې هیروي رانه انګریز وختونه
خوشحال غیرت مې د شملې په رپا لوبې کوي
خمونه تش، ساقي خمار، زه دعمرونو تږی
بدل محال دی صراحي په صهبا لوبې کوي
کله دما،  کله دتا، کله د بل غیږه کې
لولۍ دنيا ده، هم په ما هم په تا لوبې کوي
د زړه ټوټې ټوټې ښیښه مې د آشنا په لاس کې
لکه ماشوم يې د شغلو په ځلا لوبې کوي
هغه چې وژني مې په مړي مې هم هغه ژاړي
شهیده ساه مې د قاتل په ژړا لوبې کوي
ګلبویه زلفې يې خورې ورې د باد په اوږو
لکه قصې د مینتوب چې په چا لوبې کوي
نه مې ماضي په شغلو پټ نه مستقبل په ستورو
پرون ایرې، نن مې لوګی په صبا لوبې کوي
 
آلمان ۶ مارچ ۱۹۹۴
شاعر: صديق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود