وايي يو ليکوال دوه رقمه کتابونه وليکل. يو هغه چې خلکو به په مکتبونو يا مدرسو کې لوستل، زدهکول او خلکو مهم ګڼل. بل هغه چې ليکوال د ليکوال د رشخند کولو، وژلو يا له بلې وېرې د هغه وخت ټولنې ته وړاندې نه کړل. ليکوال خپل ژوندليک وليک او يوازې يې د هغو کتابونو نومونه ياد کړل چې د خلکو په نظر مهم نه وو او خپل ليکلي تدريسي کتابونه يې تر دې حده بېګټې کړل چې حتی د نوم اخيستل يې بېارزښته کار ورښکاره شو.
نني نسل ته د هغوی آثار مهم او نومونه محترم دي چې يو وخت ټولنې له ځانه شړلي او لېونيان يا ناروغان يې بللي.
زموږ د تدريس مېتود داسې دئ چې بايد ښوونکی ځان او هغه علم چې تدريسوي يې، مهم وګڼي او وېرېږي که داسې ونه کړي نو زدهکوونکی به يې زده نه کړي او علم به هسې ټوکې ورښکاره شي.
په يوه ټولنه کې مختلفې عقيدې او فکرونه حاکم دي چې هره عقيده او فکر غواړي د ټولنې په مهماتو (ښوونځي، پوهنتون او...) کې ځان وويني او که نه منل کېږي پلويان يې جنګونه جوړوي او خلک تنګوي. په داسې ټولنو کې زده کوونکی مجبورېږي چې هغه څه چې نه يې غواړي، هم واوري او هم يې زده کړي.
تاريخ وايي هغه څه چې د شوق پر بنسټ شوي دي، په هغه زمانه کې يې شوقي (فاعل) ته نه شهرت ورکړی او نه يې ډوډۍ ترې خوړلې حتی پرې ځورول شوی، وېرول شوی يا وژل شوی خو نن د دوی د شوقونو له کارولو پرته ساينس کار نشي کولای.
که ووايو چې هر علم او پرمختګ شوق او علاقې رامنځته کړی دئ، مبالغه به نه وي چې البته مجبوريت ترې نشو ايستلای خو هغه هڅه چې د مجبوريت له وجې کېږي، د مجبوريت له ختمېدو سره ختمېږي يا بېګټې کېږي او حتی زيان اړوي.
موږ ډېر داسې اشخاص لرو چې د خپلو شوقونو پاللو مهم کړي، بډای کړي او د دوی په ژوند يې درد ته دوا شوي دي. مشران فکر کوي چې موږ سم يو، سم وايو او واړۀ يې بايد له موږ زده کړي او زموږ ومني، خو ډېری فيلسوفانو د انسانانو نوی نسل نوی جېنرېشن بللی لکه د ټليفونونو، ټلويزونونو، موټرو او ... نوي ماډلونه چې له پخوانيو هغو بهتره وي.
په دې طمعه چې يو وخت زدهکړه د ډوډۍ پيدا کولو او رقابت په موخه نه، بلکې د شوق له مخې وشي. د دې طمعې لږ لږ څرکونه راته ښکاري چې پوره ملاتړ يې پکار دئ.