یو مسئول او بااحساسه پلار خپلې لور ته د هغې د واده د شپو څخه، څو ورځې وړاندي داسي نصیحت وکړ، تر څو هغه متوجه کړي، چې څه باید وکړي او څه باید و نه کړي! نو یې خپلې لور ته د واده څخه څو ساعته مخکې داسې لارښوونې وکړې.
۱- لورې! دلته چې دې څه خوړلي او څکلي، هیڅکله یې د خاوند کور کې یادونه مۀ کوه! چې پلار کور کې مې ښۀ خوراک درلود او دلته خراب. هر څه چې وخورې وروسته دې هیریږي، نو په خوړو بحث مۀ کوه او څه چې مخې ته درتلل خوره یې، شکر پرې وباسه!
۲- لورې! لکه څنګه چې دې دا خپل کور ګڼلو او صفت دې کولو همدغسې هغه خپل کور وګڼه او صفت یې کوه، بد یې مۀ وایه، بې له شکه چې اوس هغه هم ستا خپل کور دی.
۳- لورې! تا زده کړې کړي دي، مګر خپل تعلیم د خسر په کورنۍ مۀ خرڅوه! هیڅکله هغوی ته داسې څه مه وایه، چې زه تر تاسو زیاته پوهیږمه، بې شکه چې هر څوک د خپل کور په کارونو تر نورو ښۀ پوهیږي، ځکه چې هره کورنۍ خپل ځانګړي اصول، رسوم، رواجونه او عادات لري.
۴- لورې! د خپل خاوند نه هیڅکله مه خفه کیږه، ځکه الله تعالی پر دې کار سخت ناراضه کیږي، که کله خفه هم شوې، نو په لومړي ځل پخلا کولو یې بیرته پخلا کیږه او که خاوند دې درنه خفه شو، نو بیرته یې ته حتما پخلا کوه.
۵- لورې! د خاوند نه دې هیڅکله داسې غوښتنه مۀ کوه ،چې د هغۀ د حیثیت، اقتصاد او وس نه لوړه وي، د هغۀ د مجبوریو احساس ولره او تر څو چې د خسر د کورنۍ په ټولو اصولو پوهه شوې نه اوسې، د هر کار د مخه ترې پوښتنه کوه او ځان پوه کوه، بیا عمل کوه!
۶- د هغه کور د خلکو همداسې خیال ساته، لکه د دې کور د خلکو خیال دې چې ساتلو؛ ځکه هغه دې هم اوس خپل کور دی او د هغه کور ټول غړي دې خپلوان او خواخوږي دي.
۷- لورې، اخېري خبره داده، چې دا زما نصیحتونه خپل ټیکري پورې کلک وتړه! او بیا دا یاد وساته، چې هیڅکله دې نه دې ټیکری د سر څخه لرې کړې او نه هم دا نصیحتونه!