د کم اصلو ياري...

وايي، په ځنګله کې به يوه هوسۍ او زمری ګډ سره ګرځېدل، زمري به هېڅ نه ورته ويل. په ځنګله کې د هوسۍ هماغسې باچايي وه، لکه د زمري. يوه ورځ کارغه له زمري پوښتنه وکړه: باچا سلامت! تيار ښکار درسره ګرځي او ته هېڅ نه ورته وايې؟ راز څه دی؟ کيسه څه ده...؟!

زمري ځواب ورکړ: کارغه! دې کيسو کې ګوتې مه وهه، زما خوله د هوسۍ احسان را تړلې... زه له موره وړوکی پاتې شوی وم، که دا هوسۍ نه وای، له لوږې به مړ وم، همدا وه چې ماته يې د خپل بچي غوندې مينه راکړه، شيدې يې راکړې او زه يې را ستر کړم... بس له هماغه وړوکوالي راهيسې يې زه درنښت کوم، د هر چا له زياتي يې ساتم او د ځنګله په باچايۍ کې راسره سمه شريکه ده...

کارغه چې دا خبرې واورېدې ترې اغېزمن شو، له ځان سره يې وويل، زه هم بايد له نورو ژويو سره مرسته وکړم.  څه ګوري، چې يو ځای د موږک بچي له سخت یخه رېږدي او بې سېکه پراته دي. کارغه ورغی، وزرې يې پرې وغوړولې او له بڼو ډکې پستې سينې يې لاندې کړل، چې ګرم شي...

همدلته کارغه خوب وړی و... د موږک بچي ترې لاندې ګرم شوي ول، سېک پکې پيدا شوی و، د کارغه د وزرو په خوړلو يې پيل کړی و... يو وخت چې کارغه له خوبه را بيدار شوی و، ګوري چې د مږې بچيو يې وزرونه پاک خوړلي او له الوت يې غورځولی...

کارغه د افسوس چيغې ووهلې، په چيغو چيغو هوسۍ او زمري ته ورغی، ورته ويې ويل: ای هوسۍ! زه خو احسان غرق کړم، له الوته يې وغورځولم، ژوند يې را تباه کړ، زه به اوس ځانته خواړه څنګه پيدا کوم؟!!

هوسۍ وپوښته: پېښه څه ده؟ څه در شوي چې داسې چيغې وهې؟!

کارغه ځواب ورکړ: زمري راته ويل، چې تا ښه ورسره کړي او د ښو بدله يې دادی تاته در رسي، چې د زمري مخې ته يوازې ته درېدلی شې، هېڅ هم نه درته وايي، د ځنګله په باچايۍ کې له زمري سره سمه شريکه يې...

زمري او هوسۍ چې د کارغه خبرې واورېدې په کړس کړس يې وخندل او ويې ويل: کارغه! هوسۍ له زمري سره مرسته کړې، له زمري سره! او تا د موږک له بچيو سره ښه کړي، لومړی د زمري او موږک فرق او ارزښت زده کړه بيا احسانونه کوه...
اوس ګرځه بې وزرو مزې کوه