د ژوند په هسکو ټیټو کې د خلکو څخه د خپل اولاد روزنه(تربیت) هیر شوی دی

په یو کلي کې څلور میندې یو ځای د لولې(نالۍ) په غاړه سره راټولې وې، یوې وویل چې زما زوی ښار کې د طب پوهنتون وایي، بلې وویل زما زوی په بر مکتب کې معلم دی، دریېمې وویل زما زوی ډیر پوه هلک دی اوس خپل تجارت کوي څلورمه غلې ناسته وه هیڅ یې هم و نه ویل، دغه نورو ځیني وپوښتل چې ستا زوی څه کار کوي، هغې ورته وویل چې زما زوی سبق نه دی لوستی، سواد نه لري د خپل پلار سره بزګري کوي.
دوي ټولې را روانې شوې، ګوري چې د هغه یوې زوی مخې ته ورغی صرف خپلې مور سره یې ستړي مشي وکړل په خپله لار لاړ همدا شانته د هغه دوو نورو زامن هم تیر شول، خو کله چې نا لوستی هلک مخې ته ورغی سلام یې په ټولو وکړ او د خپلې مور منګي یې ترې واخستل او کور ته یې ورسول.
 
روزنه یا تربیت په هیڅ ښوونځۍ یا پوهنتون کې نه زده کیږي بلکې دا د یوې کورنۍ خپل مسؤليت او زمه داري ده چې خپل اولاد ته څرنګه چې لازمه ده روزنه ورکړي، په روزنه یا تربیت سره اولاد د پرمختګ څخه نه پاتې کیږي، بلکې هغه نور هم قوي کیږي او د ژوند هسکو څوکو ته خیژي.