ښځه په زهرو خپل خاوند وژنې

یوه واده شوې انجلۍ خپلې مور کره راغله، او خپلې مور ته يې وویل: چې نور زه د خپل خاوند ظلم او زیاتی نه شم برداشت کولی د ورځنیو جنګونو څخه تنګه شوی یم، زړه مې غواړي هغه مړ کړم، خو ستونزه داده چې د قانون له منګلو ویریږم او زما ژوند به خراب شي، مور یې ورته وویل: دا خو کومه لویه مسله نه ده، زه تاته زهر درکوم چې ورو ورو کار کوي، لږ لږ په خوړو کې ورکوه، خو خواړه مزده دار پخوه ترڅو په تا څوک شک ونه کړي.
 
جینې خوشاله شوه، مور یې ورته وویل: ستاسو هر ورځ خپل منځ کې جنګونه وي او ټوله کورنۍ خبره ده چې ستاسو یو بل سره اړیکې خرابې دي، خوشاله نه یاست، نو ټول شک په تا کیږي، تر هغه وخته چې زهر کار کوي ته د خپلې کورنۍ حالت بدل کړه؛ په مینه او محبت سره اوسئ، په کور کې د خوشالۍ ماحول جوړ کړه، ټولو سره ښه سلوک کوه، خاوند دې د څو ورځو میلمه دی، شک پرې مه کوه، بې ځایه غوښتنیې مه کوه، د بیهوده خبرو څخه ځان وساته او په خوږه لهجه ورسره خبرې کوه ترڅو ستا خاوند او د هغه کورنۍ ته دا شک پیدا نه شي چې ته کوم پلان لرې یا د ده د مرګ الزام په تا راشي.
 
جینۍ وویل: چې د څه مودې لپاره دا کار کولی شم، زهر یې ورسره کړل او لاړه، میاشت تیره شوه جینۍ بیا مور کره راغله مور ته یې وویل: چې مورې! د هغه زهرو کوم داسې درمل شته چې د هغه اثر له منځه یوسي، مور یې وپوښتل ولی؟
 
جینۍ ځواب ورکړ ما خو په ښه طریقه زهر ورکړل، اما په دغه دوران کې هغه بلکل بدل شوی دی، هغه ماسره بې انتها مینه کوي او زما ډیر خیال ساتي، نو زه دیره خجالته او شرمنده یم چې زه د هغه سره څه کوم، مورجانې! ما هغه ته دغه څو ورځې زهر ورکړي دي اوس به څه کیږي؟  مور یې ورته وخندل ورته ته یې وویل هیڅ به هم نه کیږي هغه د معدې دارو و د هغه په ژوند کې اصلي زهر ته وې.
 
د کورنیو مشران د کور بنسټ وي ښه او بد په دوي پورې اړه لري البته د اولاد تربیه، نو په ژوند کې خاوند او ښځه دواړه مکلف دي تر څه د یو بل احترام وکړي او کوښښ وکړي چې دا نیمګړی ژوند په خوشالی او مینې سره تیر کړي.