ژبپوهنیزه عصب پوهنه

د بېلابېلو علومو او پوهنو تر منځ د اړیکې او همغږۍ راز په دې کې دی چې یو ځانګړی علم په یوازېتوب سره نه شي کولی چې ځینو پوښتنو ته ځواب ووایي، پر همدې بنسټ ځینې هغه پوښتنې چې د یوې پوهنې پر مټ د حل او ځواب ویلو نه پاتې وي د بین الرشتوي یا همغږو پوهنو پر مټ د حل وړ بلل کېږي چې دې ډول علومو ته په نړۍ واله اکاډمیکه ساحه کې لومړیتوب ورکول کېږي.
 
همدار راز ژبپوهنه هم د یوه داسې علم په توګه چې د ژبې پېچلې انساني، Epistemology او ټولنیزه پدیده ده، تر بحث او څېړنې لاندې نیسي؛ له شک پرته چې په څېړنو کې به یې له نورو اړوندو همریښه علومو څخه ګټه اخیستل کېږي.
 
په پوهنتونونو او پوهنځیو کې ټولنیزې ژبپوهنې ، روان پوهنیزې ژبپوهنې، کمپیوټري ژبپوهنې، تربیتي ژبپوهنې او قضايي ژبپوهنې څانګو ته په کتلو سره ویلی شو چې دا رشتې له یو او بل سره ژورې خپلمنځي اړیکې لري چې په اوسني عصر کې د ژبې درک او برداشت پرې مطالعه کېږي. د ژبپوهنیزې عصب پوهنې اصلي موضوع دا ده چې د «ژبې او مغز» تر منځ اړیکې تر بحث، څېړنې او سپړنې لاندې ونیسي. دا چې ژبه څنګه په مغز کې زدکړه کوي، په ځانګړې بڼه واقعیتونه څرګندوي او بیا کتنه پرې کېږي هغه اصلي پوښتنې دي چې ژبپوهنیزه عصب پوهنه یې ځواب وايي، له یوې خوا د بیولوژیکو بنسټونو په برخه کې د لومړۍ او دویمې ژبې د زده کولو په اړه د نویو څېړنو ور پرانیزي او له بل پلوه په نړۍ واله کچه په ژبني اختلال، ویناییزې ګډوډۍ او ژبني بندښت باندې په زرګونو د اخته کسانو د ستونزې په هواري کې بنسټيز رول لري.
 
په دې لیکنه کې هڅه شوې ده چې لومړی د ژبپوهنیزې عصبپوهنې پر تحول، د ژبې او مغز د اړیکو په اړه له پيله تر اوسه مطرحې نظریې تر بحث لاندې نیول شوې دي. ورپسې ژبنی اختلال (ژبنی بندښت او ویناییزه ګډوډي) او د ژبې زده کول د دوو اصلي مبحثونو په توګه د عصب پوهنې مطالعاتو په برخه کې مطرح کېږي تر څو په دې برخه کې کره، واضح او څرګنده پوهه ترلاسه شي.
 
کلیدي کلمې: بین الرشتوي (همریښه) مطالعات، ژبپوهنیزه عصبپوهنه، ژبه او مغز، ژبنی بندښت او ګډوډي، د ژبې د زیانمنتیا پېژندنه، د ژبې زده کول.
 
سریزه
د کلاین او نیوول له قوله همریښه یا بین الرشتوي مطالعات «هغه عملي جریان دی چې د هرې مسئلې، هرې ستونزې یا د ډېرو هغو پېچلو مقولو د حل او سپړنې ځواب ویلی شي چې د یوې پوهې یا مسلک پر بنسټ نه شي حل کېدلی». (جعفر توفیقي او همکاران یې ۱۳۸۷:۱۱ – ۱۰) له همدې مخې ژبپوهنه هم د بل هر علم په شان د نورو همریښه پوهنو له لاسته راوړنو څخه ګټه اخلي او خپله هم په نورو علومو کې کارول کېږي. دې علم په دې څو وروستیو لسیزو کې د نورو علومو له څانګو (روانپوهنې، ټولنپوهنې، عصب پوهنې او نورو  سره نوي تړاوونه ترلاسه کړي دي؛ همدا مطالعاتي تړاوونه د بین الرشتوي یا همریښه علمي څانګو لکه (د ژبپوهنیزې روانپوهنې(psycholinguistics)، ټولنیزې ژبپوهنې (sociolinguistics) او ژبپوهنیزې عصبپوهنې (neurolinguistics) د پيدایښت لامل شول.
 
د ژبې عصب پوهنه د ژبې او د مغز د متفاوتو جنبو د کړو وړو تر منځ د اړیکو او په مغز کې د ژبې د درک او تولید څرنګوالی تر څېړنې لاندې نیسي. دا پوهنه په واقعیت کې د نیورولوژي / نیوروسایکولوژي (د مغز د کار او جوړښت د څرنګوالي) او د (ژبې د کار او جوړښت د څرنګوالي) تیوریو ته یو تر بله تړاوو ورکوي. (آلسن، ۲۰۰۶، ۴مخ).
 
د ژبې زیان پېژندنه (Language Pathology) د ژبپوهنیزې عصب پېژندنې د مطالعاتي حوزې یوه بله څانګه ده چې د ژبني اختلال (Aphasia) یا Language Disorders له اړخه چې کومه مغزي زیانمنتیا رامنځته کېږي تر بحث او څېړنې لاندې نیسي.
 
د ژبې زیان پېژندنه (Language Pathology) کې دوه ټاکونکې موخې تعقیبېږي: لومړی د ژبې او مغز تر منځ د اړیکو سپړنه او په مغز کې د ژبې د زده کولو او بیا وړاندې کولو څرنګوالی چې د ژبنیو نظریو د رد یا تأیید په برخه کې کارېږي، او دویم د هغو کسانو له پاره د درملنې د لارو چارو موندل چې په ژبنیو اختلالاتو اخته وي. (نیلي پور، ۱۳۸۰).
 
 نن ورځ په مکرره توګه د ازمایښتونو ترسره کول، د موډلونو جوړول او کمپیوټري بڼه ورکول او له عصري تصویر اخیستلو څخه ګټه پورته کول، د مغزي امواجو ثبتول د ژبې د زیانمنتیا او مغزي فعالیتونو د اړیکې پېژندلو ډېر عام او منلي میتودونه دي. همدا راز د ژبې او مغز د اړیکو په برخه کې د ډېرو تاریخي څېړنو په ترسراوي سربېره، د ژبې عصب پوهنې اصطلاح، د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د یوې علمي اصطلاح بڼه غوره کړه. د لومړي ځل له پاره په «مطالعاتی درباره عصب شناسی زبان» کتاب کې د ژبې عصبپوهنې ته د بین الرشته یي یا همریښه پوهې په توګه چې د ژبې او مغز تر منځ اړیکې څېړي اشاره شوې ده. (ویتاکر او ویتاکر:۱۱). لوریا (Luria) په « مسایل اساسي در عصب شناسي زبان» کتاب کې د ژبې او مغز په اړه یوې حرکي ساحوي ډلبندۍ ته اشاره کوي، چې د واقعي شکلي جوړښت عملي جریان «شفاهي اړیکې او درک» او د دې عملي جریان شرایطو اجزاوې چې د هغو تر اغېزمنتیا لاندې همدې اړیکې شکلي جوړښت موندلی دی، اشاره کوي. (آلسن، ۲۰۰۶: ۴).
 
د ژبې عصبپوهنه چې اصلي موضوع یې ژبه او مغز تشکیلوي، له ډېرو علومو سره اړیکې او همغږي لري، له هغې ډلې څخه ژبپوهنه، عصب پوهنه، نیوروفیزیولوژي، نیوروآناتومي، روان پوهنه، روان درملنه، وینا درملنه او کمپیوټري علوم یادولی شو. په دې رشتو سربېره نورې څانګې هم شته لکه: (نیوروبیولوژي، انسان پېژندنه، کیمیا، ادارکي علوم او مصنوعي هوش) چې نظریې، چلند بېلګې، روشونه او د هغوی موندنې د دې علم په وده او پرمختګ کې رغنده رول او اغېز لري.
 
د ژبې او مغز د اړیکو په برخه کې له پيله تر اوسه بېلابېل اندونه موجود دي چې ټول یې د ارزښت او اهمیت له مخې یو شان نه دي. په دې څېړنه کې د ترسره شوو څېړنو د تحول په بهیر سربېره، د ژبې او مغز د حوزې په اړه څو مطرحو نظریو ته اشاره کېږي: سیمه ییز وېش  یا منطقه یي ډلبندي (Localism)، د ژبني فعالیت او د مغز د کړو وړو تر منځ په اړیکه باور لري او پر همدې بنسټ هره ژبنۍ کړنچاره د مغز په طبقه (پوړۍ) کې ځانګړی ځای لري. په دې برخه کې بله نظریه پيوندي (Connectionism) نظریه ده، چې له کلاسیکې او نیوکلاسیکې (Classical) نظریې پر بنسټ   د مغزي طبقې بېلابېل او له یو او بل سره مرتبط مرکزونه چې د ژبنیو کړنو دنده پر غاړه لري او اختلال لرونکې ژبه د هغو مرکزونو تر منځ د اړیکو پرې کولو پایله ده چې په مغز کې د ژبنۍ کړنچارې دنده ترسره کوي. د کُل پالنې (کل ګرايي، Holism) نظریه یوه بله اصلي نظریه ده چې د ژبې د بېلابېلو سطحو او د مغز د عملي جریانونو په تشکیل بندۍ ټینګار کوي. همدا راز دا نظریه په دې ټينګار کوي چې ډېری ژبنۍ کړنچارې د مغز د یوې سترې برخې په مرسته چې په ګډه توګه د کار کولو په حالت کې دي، عمل کوي. د ژبې او مغز د اړیکو په برخه کې ډېری مطرح شوې نظریې له دې نظریې څخه اغېزمنې دي. بله نظریه د سیمه ییز وېش یا د محرکې منطقه بندۍ نظریه ده چې په انګلیسي کې ورته Dynamic Localization وايي. دا نظریه په دې باور ده چې ژبه او مغز د مختلفو سطحو او عملي جریانونو درلودونکي دي.
 
د  سیمه ییز وېش (Localism)  تعبیر په دې معنا دی چې د هر فعالیت له پاره ځانګړی مرکز نشته خو له یو او بل سره د تړلیو مختلفو هممهالو پایلو کړنې د عصبي دستګاه ګڼ شمېر سیمې ګڼل کېږي.
 
د ژبې او مغز د اړیکو په برخه کې   وروستۍ نظریه، تکویني (Evolutionary) نظریه ده چې په دې اړه د یوې نوې نظریې په توګه مطرح شوې ده. د دې نظریې پر بنسټ ژبنی اختلال چې د مغزي زیان له کبله رامنځته شوی وي، لکه په مغز کې په بېلابېلو سطحو او مختلفو عمرونو کې د ژبې زده کول، توپير لري او د یو شمېر دلایلو (عمر او د زده کړې له شرایطو) ... سره تړاوو لري. نیلي پور (۱۳۸۲) د چامسکي «نحوي موډل» او د لیکاف « ادراکي موډل» نظریو ته هم اشاره کوي.
 
د ژبپوهنیزې عصب پوهنې مطالعاتي بهیر ته کتنه
که څه هم د ژبپوهنیزې عصب پوهنې د اصطلاح کارولو څو لسیزې کېږي، خو بیا هم انسان د ژوند له لومړیو  څخه په مغز کې د زیان او ورپسې په خبرو او اورېدلو کې د اختلال او ګډوډۍ له رامنځته کېدلو وروسته، د مغز او ژبې تر منځ د اړیکو پېژندلو او د ژبنیو اختلالاتو د درملنې په لټه کې دی. که څه هم په هره دوره کې د مغز او ژبې د اړیکو پر بنسټ تعریفونه وړاندې شوي دي، په دې برخه کې ترسره شوې څېړنې او ترلاسه شوې پایلې او لاسته راوړنې هم توپیر سره لري.
 
د بېلګې په توګه، کله به ژبه روحي – رواني پدیده ګڼل کېدله او کله هم د یوه غړي د فعالیت په توګه چې په خوله کې ده مسئوله ګڼل کېدله. نویو برداشتونو هم ژبه د حسي – خوځښتي فعالیتونو مجموعه ګڼلې ده چې مسئولیت یې د مغز په حسي او خوځښتي  ساحو پورې محدود و. اوسني برداشتونه هم ژبه د یوه پېچلي څو بُعدي ادارکي فعالیت په توګه پېژني چې نه یوازې د مغزي فعالیتونو له بېلابېلو سطحو سره اړیکې لري بلکې، د مغز په جوړښت او کړنچاره کې هم اغېزمن رول لري (نیلي پور، ۱۳۸۲: ۴۵). د موجودو تاریخي شواهدو پر بنسټ، د ژبې عصب پوهنې سپړنیزه موضوع (د ژبې او مغز اړیکې) او په کُلي توګه د مطالعې وړ نیوروسایکولوژي Neuropsychology (د ذهن او مغز د اړیکو عملي جریان) د موضوع لرغونتیا د بشریت تاریخ رسېږي. انسان له پخوا زمانو څخه په دې لټه کې دی، تر څو انساني چلندونه  له هغه څه سره پرتله کړي چې په مغز کې رامنځته کېږي، خو د مغز پېچلي جوړښت  او دې حقیقت ته په کتلو سره چې د ژوندي انسان د مغز څېړل او مطالعه کول ډېر کم د لاسرسي وړ دی، نو ځکه تر شلمې پېړۍ پورې څېړونکو په کره او دقیقه توګه د انسان د مغز د کړنو په اړه اطلاعات او معلومات نه وو ترلاسه کړي. له همدې امله د ژبې د عصب پوهنې او نیوروسایکولوژي د علومو د پرمختګ او دقیقې پوهې له مخې پخوانۍ څېړنې او تجربې په اجمالي توګه تر څېړنې او پلټنې لاندې نیول کېږي.
 
1. د ژبې او مغز د اړیکو په اړه د څېړنو پيل
تر ټولو پخواني شواهد چې د انسان پام یې د مغز د کړنو څرنګوالي ته واړاوه، د لرغونې دورې لیکلي راپاتې شوي آثار دي. په هند کې په یوه درسي طبي کتاب (سامهیتاSamhita / ) کې چې د تدوین لرغونتیا یې ۲۰۰۰ کاله له میلاد د مخه کالونو ته رسېږي، د وینا او خبرو د هغو اختلالاتو (ګډوډیو) په هکله چې د عصبي سیستم ضایعاتو پورې اړه لري مطالب خپاره شوي دي (نیلي پور، ۱۳۸۲ د فینګر په قول).
 
په (حمورابي) دوران پورې اړوند یوه لوحه کې راغلي دي چې مغز د انسان د بدن د کړنو اصلي مرکز دی. په یوه بله لرغونې لیکنه کې چې د (پاپيروس) پر مخ لیکل شوې او د (نیل) په څنډو کې کشف شوې ده، له میلاد څخه ۲۷ کاله مخکې مخینه لري، داسې مطالب پکې وړاندې شوي دي چې د ایمهوتب (Imhotep) په نامه ناروغۍ په اړه د لرغونو مصریانو پوهه اثباتوي. همدا ناروغي چې د همدې لوحې د لیکونکي په نوم ثبت شوې ده، اوسمهال د «آفازي» ناروغۍ چې (دغه ناروغي په طبي اصطلاح کې دوه ډوله ده: حسي آفازي (Sensory aphasia) او بله یې د روان آفازي (Fluent aphasia) په نوم یادېږي: دغه ناروغي په هغه چا اطلاقېږي چې په ټنډه او تندي کې کمی او زیان ولري، دا وړ ناروغي داسې ستونزې رامنځټه کوي چې اخته کس خبرې نه شي کولی. دا داسې بیماري ده چې موږ یې د رغولو وړتیا نه لرو (بوتون: ۱۱). د «ابرس» په نامه د پايروس یوه بله پاڼه هم ترلاسه شوې ده چې په هغې کې د انسان د رفتار او چلندونو د کنټرول مرکزیت «زړه» ګڼل شوی دی او هغه د ټولو عصبي ریښو مرکز بولي (پورتنی مأخذ).
 
د ډېرو مهمو د جسمي – رواني فعالیتونو د مرکزیت په اړه چې د لرغوني مصر د پوهانو تر منځ د نظر اختلاف تر سترګو کېږي، د یوناني پوهانو او فیلسوفانو تر منځ هم موجود دی. یوې ډلې، مغز د دې فعالیتونو مرکزیت بللی او بلې ډلې د جسمي – رواني فعالیتونو مرکز باله. د بېلګې په توګه: اپلاتون او سقراط د مغز د مرکزیت پلویان وو، خو ارسطو بیا زړه د ذهني فعالیتونو مرکزیت ګاڼه. بقراط د یونان د رنځپوه حکیم په توګه هم د ارسطو له نظر سره همغږی نه دی، هغه ویلي: «مهمه ده چې انسان پوه شي ... یوازې له مغز څخه ممکنه ده چې خوند، ښادي، غوسه، حرکتونه او دردونه سرچینه واخلي او په ځانګړې توګه د همدې غړي په توګه موږ فکر کولی شو، یو څه وینو، اورو یې او داسې نور...» د نوموړي په رساله کې راغلي دي: « مغز د علم او پوهې د ترلاسه کولو له پاره د ادراک او اسبابو پيغام راوړونکی دی» (پورتنی مأخذ).
 
د جسمي – رواني فعالیتونو د مرکزیت د ټاکلو په اړه چې د یونان او مصر د پوهانو تر منځ د نظر کوم اختلاف موجود و څو پېړۍ یې دوام درلود.
 
هېره دې نه وي چې په دې اړه مسلمانو پوهانو هم د ذهن د عملي جریانونو د کړنو د څرنګوالي په برخه کې ډېرو مهمو پرمختګونو ته لار وموندله چې دلته یې څو بېلګې وړاندې کوو:
ایرانی فیلسوف/ ملا صدرا په خپل کتاب (مبدأ او معاد) کې لیکي: « ... دماغ (مغز) د ذوق او لمس د درک کولو اختصاصي آلت نه دی؛ خو دا چې په دې کار کې هېڅ دخیل نه اوسي معلومه نه ده او څنګه ممکنه ده چې مغز دخیل نه وي، سربېره پر دې چې په مغز کې کوچنۍ ضایعه د ذوق او لمس او داسې نورو اختلالاتو لامل کېږي (کلاني، ۱۳۶۷: ۱۳ – ۱۴).
 
اسماعیل جورجاني هم چې عالم طبیب تېر شوی دی له ملا صدرا څخه د مخه یې په مغز کې د ځینو پدیدو په اړه لیکل کړي او خپل نظر یې څرګند کړی دی: «... د مغز په منځ کې درې جوفونه (تجویف) دي چې طبیبانو هغه د دماغو ګېډې (بطنونه) یاد کړي دي. هر بطن بیا په دوو لویو برخو وېشل شوی دی. او د دماغو جوهر د اوږدوالي له مخې د (نیمې کُرې)  دوه برخې دی.لومړنی تجویف د روح حساس محل دی. وروستنی تجویف کوچنی دی او د حرکتونو مبدأ ګڼل کېږي. منځنی تجویف د تفکر محل دی (براهني، ۱۳۶۷:۳۰۳ – ۳۰۴).
 
که څه هم جرجاني په پنځمه هجري پېړۍ کې حسي، حرکتي او ارتباطي درې ګونو ساحو ته اشاره کړې ده همدارنګه د نوموړي میتود پوهنه ښایي د مغز په اړه د څېړنو پر بنسټ د رامنځته شوي ضایعه مرکز په توګه ومنو. نوموړی د «ذخیره خوارزمشاهي» په کتاب کې لیکي: «... او هر کله چې د دماغ د غړي یو جزء زیانمن شي، په هغه جزء کې خلل او نیمګړتیا رامنځته شي، پر همدې توګه پوهېږو چې د هغه غړي هر جزء د کومې ځواکمنتیا محل دی (براهني، ۱۳۶۷: ۳۰۳ – ۳۰۴).
 
۲. د ژبې او مغز د اړیکو په اړه له شپاړسمې – نولسمې پېړۍ څېړنیز بهیر
تر شپاړسمې میلادي پېړۍ پورې چې د ژبې او مغز په اړه کومې څېړنې ترسره شوې دي، د ترلاسه شویو پایلو له مخې یې همدومره ویلی شو چې همدا څېړنې په خپل ځای ارزښتمنې او په دې برخه کې د نورو څېړنو له پاره ستر ګام ګڼل کېږي؛ خو د ناسم انسجام او استحکام له مخې د نورو او راتلونکو څېړنو له پاره بنسټیز کار نه شي ګڼل کېدلی.
 
د ژبني اختلال په اړه کره او دقیق څېړنیز تصویر د رنسانس له وخته وړاندې شو، جراحي میتودونو او په مغز کې مداخله کولو شونتیا د مغز په اړه د پوهانو درک او برداشت لا پياوړی کړ. په اوولسمه پېړۍ کې چې د ډېرو علمي رشتو د ودې او پرمختیا په برخه کې مشهوره پېړۍ ګڼل کېږي، پوهانو د علمي میتودونو، کره او عیني کتنو او مشاهدو پر مټ، د ژبني بندښټ، ژبني اختلال او ژبنۍ ګډوډي (ناروغتیا) د درملنې په اړه چې د مغز د یوې خاصې برخې د زیانمنېدلو له امله رامنځته کېږي ګامونه پورته کړل.
 
خو بیا هم په دې پېړۍ کې لکه څرنګه چې لازمه وه د ژبنیو زیانمنتیاوو د حل په برخه کې کار نه دی شوی. په اتلسمه پېړۍ کې «لینه سنټ» رنځپوه هم د ژبني اختلال په برخه کې څېړنې ترسره کړې دي. (نیلي پور، ۱۳۸۲، له فینګر څخه نقل قول). همدا راز د اتلسمې پېړۍ په پيل کې د ژبې د اختلال د ډلبندۍ بڼې په نښه شوې. هېره دې نه وي چې د دې پېړۍ په بهیر کې «مورګاني» Morgagni او «ګسنر»  Gesnerد کلینیکي ژبپوهنې د ودې په برخه کې ستر رول لوبولی دی.
 
۳. د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د ژبنۍ عصب پوهنې د نظریو بنسټ اېښودنه
په تېرو پرله پسې کالونو کې چې د عصب پېژندنې په برخه کې ځینې غیر منظمې څېړنې ترسره کېدلې، د نولسمې میلادي پېړۍ په دویمه نیمايي کې یې علمي صبغه ترلاسه کړه او نوي ګامونه یې اوچت کړل چې په ترڅ کې یې د ژبپوهنیزې عصبپوهنې علم رامنځته کړ. په دې پېړۍ کې چې د ژبې اړوند ناروغیو د علل په اړه کوم تحقیقات ترسره شوي وو، څېړونکي یې د دې پوښتنې د ځواب په لټه کې شول چې د ځینو ناروغانو په مغز کې د یوې ضایعې په رامنځته کېدلو سره څرنګه  ژبه اختلالي حالت غوره کوي او ناروغ ژبه هېروي او یا ژبنی بندښت پيدا کوي، سره له دې چې په ځینو نورو ناروغانو کې دا ډول ژبنی زیان او اختلال نه رامنځته کېږي. «بویو» Jean Baptiste Bouillaud (1796–1881) په ۱۸۲۵ کال او مارک ډاکس Marc Dax په ۱۸۳۶ کال لومړني پوهان وو چې د انسان د مغز په دوه، نیمه کُرو تر منځ د کړنو به توپیرونو یې بحث کړی دی. ډاکس له څلوېښتو ډېرو ناروغانو باندې چې ژبنۍ ستونزې یې لرلې څېړنه ترسره کړه او د همدې څېړنې پر بنسټ یې اعلان وکړ چې ژبه د سر د چپ لوري نیمې کُرې په مرسته کنټرولېږي؛ خو دا چې نوم یې نه و مشخص شوی د نوموړي دا ادعا په علمي ډګر کې و نه ځلېدله. د همدې پېړۍ په بهیر کې فلورانس فرانسوي عصبپوه لا هم په دې باور و چې مغز د یوه بشپړ سیستم په توګه عمل کوي.
 
پياوړی کالبد پوه ګال Gall)) لومړنی شخص و چې د مغز د ایره رنګې او سپینې مادې تر منځ توپيرونه یې تشریح کړل او په ډاډ سره یې وویل: « د انسان ذهني ځواک د مغز په یوه ډېره خاصه او ځانګړې برخه کې ځای پر ځای شوی دی.» نوموړي د فرنولوژي  Phrenologyیا کوپړۍ پېژندنې فرضیه مطرح کړه، چې د مغز د کړنو پر بنسټ ولاړه ده. ګال پر همدې بنسټ هڅه وکړه چې د کوپړۍ پېژندنې د ګراف په وسیله د ذهني پدیدو لکه: هوش او نورې فردي ځانګړنې لکه اسراف، صمیمیت، مېړانه او داسې نورو ... ځای د انسان په مغز کې څرګند کړي (لوریا، ۱۳۷۶: ۱۹).
 
که څه هم د ګال نظریې د ډېر افراط له کبله د جدي پاملرنې وړ و نه ګرځېدلې، خو بیا هم هغه وتوانېد چې د خپلې فرضیې پر بنسټ چې د (منطقه بندۍ) مسئلې په نامه مشهوره ده یوه نوې فرضیه رامنځته کړي. د دې فرضیې د وړاندې کولو موخه د دې پوښتنې حل و چې د انسان د مغز هره ساحه د څه ډول ذهني چلندونو او فعالیتونو مسئوله ده؟ په دې سره پوهانو وپتیله چې د مغزي زیانونو پر مهال د بدلونونو مشاهده وکړي او د انسان د ذهني چلندونو او فعالیتونو له مخې د دماغو د طبقې عمل او کړنې تشخیص کړي.
 
په دې څېړنو سربېره، د فرانسې نامتو کالبد پوه پل بروکا (Paul Broca) په ۱۸۶۴ کال څرګنده کړه چې د وګړو ژبنی توان او وړتیا د مغز په کیڼه نیمه کُره کې موقعیت لري او کله چې څوک له دې برخې څخه زیانمن شي د ټنډې په دریمه برخه کې د پېچلي ځای ناستي په توګه د مغز په چپ لوري کې له جدي ستونزو سره مخ کېږي او د خبرو او وینا په تولید کې یې نیمګړتیاوې پېښېږي. له دې وروسته نوموړي وپتیله چې یو څه کره څېړنې ترلاسه کړي او څرګنده کړي چې ویناییز اختلال چې نوموړي لومړی «آفامي» او بیا یې «آفازي» نومولی دی، یوازې د را پېښې شوې ضایعې له مخې همدې ناحیې (د دماغ د چپ اړخ نیمه کُره) له ګواښ سره مخ کوي او همدا څرګندونې د دې لامل شوې چې همدا ناحیه د بروکا په نامه ونومول شي. (لوریا، ۱۳۷۶:۲۰).
 
الکساندر لوریا د بروکا د همدې موندنې په اړه لیکي: « د بروکا موندنې د دوه دلیلونو له مخې د ارزښت او اهمیت وړ دي.د همدې موندنو پر بنسټ له یوې خوا د مغز په ځانګړې طبقه کې د ذهن پېچلې کړنې وټاکل شوې او د «ګال» د کوپړۍ پېژندنې خیالي ګراف پر وړاندې داسې موندنې دي چې کلینیکي حیثیت لري، له بلې خوا د بروکا په دې موندنو سره د لومړي ځل له پاره د مغز د ښي او کیڼ اړخ د کړنو توپيرونه بنسټیز شول او روښانه شوه چې کیڼ نیمه کُره لرونکي وګړي د ښي لوري نیمې کُرې لرونکو وګړو په نسبت ډېر مسلط دي او د عمل کولو له مخې یې وینا او خبرې کول عالي وي. لوریا، ۱۳۷۶: ۲۰ – ۲۲).
 
د بروکا د نویو نظریو او دې مفکورې په خپراوي سره چې د ټولو ذهني فعالیتونو له پاره یې د مغز ځانګړې ساحې وټاکلې؛ نور عصب پوهان او عصب پېژندونکي یې په خپل وار سره په دې لټه کې کړل چې د ذهني کړنچارو د سیستم ځای او محل وټاکي. دې څېړونکو د هغو ناروغانو وضعیت تر څېړنې لاندې ونیو چې په مغز پورې تړلي او مشخص ضایعات تشریح او د هغوی په کړنو او فعالیتونو کې چې کوم رواني اختلالات ښکاره کېدل تر څېړنې لاندې ونیسي.