کتاب

د خندا وړ ده د افسوس خبره ده
څومره ژر ژر دې لومړۍ او دویمه پاڼه راواړوله
لا دې دوې کرښې تر نېمایې ونه لوستې د پای صفحی ته واوښتی
د تمسخر خندا دې په وښکیو خوره وره شوه
تندی د تریو کړه بیخی هغه څوک شوی چې ته نه یې …
خو ته پوهیږی ؟
چې ما دا هر توری څومره د فکر په دښته کې ځغلولی دی
په هره کرښه مې څومره لوږه تنده او څومره ویښې شپې تېرې کړیدی
نن ته بې له کوم  قضاوته ولې  فېصله کوی چې دا هسې چټیات دي او لرې یې غورځوی؟!
 
۲۰۰۴-۷-۱۳
    ځلمی حبیبزی ــ اکراین ادیسه