ملت جوړونه یوه داسې مسله ده، چې ټول ورسره دلچسپي لري، خو په مفاهیمو او پوهېدو کې یې توپیرونه شته دي . ملت یوې داسې ټولنې ته ویل کېږي چې اوسېدونکي یې د یوې ځانګړې جغرافیې دننه د یو واحد دولت تر کنټرول لاندې په یوه داسې سیاسي ټولنه کې ژوند کوي، چې په ګټو او زیان کې ګډ وي؛ او شریک ارزښتونه ولري او ویې وپالي. په ملت جوړونه کې ولسونه او خلک سره یو ځای کېږي او په داسې ډول ترې یو ملت جوړيږي، چې په اوږده موده کې ددغه هیواد د ثبات سبب شي. په ملت جوړونه کې ټولنیزه هماهنګي او اقتصادي وده ډېره مهمه ګڼل کېږي.
پخوا د ملت متشکله عناصرو قومي او نژادي منشاء، شریک مذهب، ګډه ژبه، شریک کلتور، واحده جغرافیه او شریک تاریخ ګڼل کېدو، چې دا ټول په يو وخت کې نه پخوا او نه اوس د نړۍ په ملتونو کې پیدا کېدای شي، خو هر یو یې تر یوه حده رول لري.
که دا ټول عناصر حتمي وي، نو ممکن په نړۍ کې ډېر کم ملتونه موجود وي چې متجانس به اوسي. د نړۍ له نژدې ۲۰۰هیوادونو په یو کې هم یوازې یو قوم ژوند نه کوي، همدا راز په دغو ۲۰۰ هیوادونو کې یوازې ۱۳ هیوادونه دي، چې یوازې یوه ژبه پکې ویل کېږي او یوازې په یوه کوچني هیواد کې چې یوه جزیره ده یوازې یو مذهب لري او په نورو ټولو هیوادونو کې تر یوه د زیاتو قومونو او ژبو خلک او د بېلابېلو مذهبونو پیروان ژوند کوي. کلتور، تاریخ او جغرافیه هم د تاریخ په اوږدو کې بدل شوي او حتمي نه ده چې یو څوک پخوا په کومه جغرافیه کې اوسېدلي، نو اوس دې هم ضرور یو ځای شي، تاریخي پیښې هم بدلېدونکي دي، ځینې وختونه یوه تاریخي پېښه یوه ملت ته حماسه؛ خو عین پېښه ورته بل وخت عار/شرم ښکاري. له بلې خوا زیاتره هیوادونه د بېلابېلو کلتورونو له مجموعې نه جوړ شوي دي او کلتوري رنګارنګي د ملت جوړونې په وړاندې نه، بلکې په ګټه یې ده. له دې نه مالومېږي، چې د ملت جوړونې جوړونکي عناصر ثابت نه و او نه دي او د هر هېواد د ځانګړو شرایطو، جوړښتونو او مقتضیاتو سره سم ټاکل کېږي.
ترټولو مهم عنصر چې افغانستان او زموږ ټولنه کې ولسونه د یو واحد ملت په شان راټولوي، هغه د اسلام سپیڅلی دین دی، چې کابو ټول افغانان مسلمان دي. ګډ کلتوري ارزښتونه هم د افغانانو تر منځ مشترک دي، ټول افغانان باناموسه، میلمه پال، د بیوزلو ملګري، زړور او قانع خلک دي. د ژبو رنګارنګي د بشري کلتورونو په باغ کې د ښکلو ګلانو شتوالى دی. مهاجرتونو او په نوو فرصتونو پسې د انسانانو د منډو ترړو په نتیجه کې دا ناممکنه شوې ده چې په یوه خاوره کې دې.
اوسیدونکي ټول د یوه قوم غړي او یا یوې ژبې ویونکي واوسېږي. دا نه ضرور ده او نه ګټوره، چې قومي عنصر ته د تقدس په سترګه وکتل شي او د ځان د شریف او دبل د ناشریف ثابتولو ببولالې تودې شي. انسانان د پیدایښت له مخې ټول یوه منشاء لري او زموږ په دین کې، خو موږ ټول له بابا آدم نه او بابا آدم له خاورو پیدا شوی دی. انسان ته کرامت ورکړل شوی او په دې کرامت کې کوم محدودیت نه دی ښودل شوی. هغه بېله خبره ده چې د خدای په وړاندې غوره والی په تقوا کې دی. ددې خبرې ژور مفهوم هم دا راوځي چې د خدای له وېرې د هغه له بنده ګانو سره مینه او د هغوی خدمت وشي. د انساني کرامت عمومیت ته نور بشریت په شلمه پیړې کې ورسېد او ایله په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو دبشر د حقوقو اعلامیې په لومړۍ ماده کې راغلل چې انسانان په شرافت او کرامت کې مساوي دي. زموږ معنوي ملت جوړونه د ملي هویت او ملي ایډیالوژۍ مسله ده. موږ باید د ملي هویت ټینګولو ته پام وکړو او د اسلام لوړ ارزښتونه، عالي میراثونه له خپلو تاریخي ویاړونو سره یوځای او خپل ملي هویت ژوندی وساتو او پیاوړی یې کړو. موږ ته ضرور ده چې د افغانستان او افغان په نوم ټینګ او راټول شو او اسلام خپل معنوي هویت وګڼو. ځینې کسان د افغان هویت یوازې په پښتون پورې منحصروي، خو دا کسان یا د ناپوهۍ او یا د غرض له مخې دا کار کوي. د نړۍ په مخ ټول هیوادونه له یوه شي نه خپل نوم اخلي. د امریکا په باب یو نظر دادی چې د یو شخص له نوم نه اخيستل شوی دی او په دغومره ګڼ نفوسه او ټولنیز ډول مغلق هیواد کې پرې توافق راغلی چې ملي هویت یې امریکايي شي.
ملي ارزښتونو ته پاملرنه د ملي اجماع د رامنځ ته کېدو استازیتوب کوي، چې د ملي- خلکو په نظام کې د رامنځته کېدو لامل کېږي؛
مخکې له دې چې نظام جوړ شي، زموږ پام ملت جوړونې ته بايد اوسي، چې په حقیقت کې له مهمو ننګونو څخه د خلاصون لومړنۍ لار په ګوته کوي.
ملت جوړونه د هویت د جوړولو پروسه ده، چې د هغه د دوامدار پرمختګ پر بنسټ ولاړه ده - د زیربناوو د پراخې پراختیا، ټولنیزې همغږۍ او اقتصادي ودې له لارې خلک په یو باثباته سیسټم کې سره نږدې کوي.
ملت جوړونه د ملي هویت د جوړولو هغه پروسه ده، چې معمولاً له ننګونو سره مخ وي لکه: په حاکم نظام کې د ملي ستراتیژۍ نشتوالی او یا هم له پورته څخه د یوه دولت جوړولو ته لېوالتیا، د اتباعو په لیکو کې تبعیض او توکم پالنه، د سیاسي ثبات او ښه اقتصاد نشتوالی.
ملي هويت يا احساس د فرد له نظام سره تړاو لري، چې خپله بڼه يې په دودونو، کلتور او د سياست په ژبه څرګندېږي.
په ملت جوړونه او د ملي هويت پېژندنه کې ژبه، تاریخ، ملي پوهاوی او لرغوني اثار شامل دي. د ملي هويت بڼه له ټولنيزو اړيکو څخه څرګندېږي. د ملي هویت مفهوم په یوه ملت کې دی.
ملي هویت له توکمیز هویت سره په ټکر کې دی، (اصلي ټکی یې دا دی چې له مهاجرت څخه سرچینه اخلي). ملي حکومت په عصري نړۍ کې د دولت ډول دی چې فورمول دی:
ملت دولت، ملت هیواد، لکه څنګه چې مشهوره سياست پوهان وایي، دولت د یوې اوږدمهالې، ورو او پرله پسې ودې پایله ده، خو په دې وده كې يورنگي نه لیدل کېږي. د ځمکې په بېلابېلو برخو کې د مېشتو وگړو د فطري چا پېریال او طبيعي اختلافونو له كبله په مختلفو ځایونو او وختونو کې د دولت پیل په مختلفو حالاتو کې وشو؛ د دغو مخالفتونو په نتیجه کې د دولت بڼې هم مختلفې پاتې شوې دي.
ملي هويت د خلکو، قومونو او حتی مذهب له دوديزو هويتونو څخه بهر ځي او تابعيت ته رسيږي.
ملي هویت د یو ملت تاریخي، ژبني، مذهبي او ځمکني مشترکات، مشترک نظریات او په پای کې د یو ملت د دین سره د تړاو احساس دی.
ملي هويت د ملي، ديني، کلتوري، ټولنيزو، انساني ارزښتونو او همدارنګه کلتوري، ټولنيز، تاريخي، جغرافيايي او سياسي اړخونه لري.
انفرادي پیژندنه: د یو شخص د شخصیت ځانګړتیاوې.
د جمعې هویت: د ارزښتونو، بنسټونو، یادونو، خرافاتو او دودونو بیا تولید او دوامداره بدلون چې د ملتونو ځانګړی میراث تشکیلوي.
*د نن ورځ د ملت جوړونې او نظام جوړونې بنسټ د مسوولو مخکښانو او ژمنو سیاسي- اکاډمیکو کارپوهانو په اوږو ولاړ دی... د ملت د ارزښتونو درک، ساتنه، پالنه او دفاع ده، چې د ملت او د خلکو د نظام اجماع رامنځته کوي.
د مشهورو کلمو تکرار ته پام کول، مګر د معنی او کلیمو څخه ډک - کله ناکله له لاسه ورکړي او د ملت ارزښتونه یو طرفه کړي، حتی که موږ د وخت د مخنیوي په موخه تعریف نه کړو، لږ تر لږه د کلیمې موندلو لپاره د یو بل د انحصار له لارې د ملي نظام په بڼه د نظام د رامنځته کولو د حل لاره - د ملي اجماع.
* د ملت وياړونه: ملي يووالی، ملي احساس، ملي پيوستون دی.
* خپلواکي: اقتصادي خپلواکي، د هویت خپلواکي، کلتوري خپلواکي، سیاسي او نظامي خپلواکي،
* ملي دودونه: ملي دودونه، ملي کلتور او دودونه، ملي جشنونه او ورځې، ملي ژبه،
* ملي سرچینې: طبیعي منرالونه، د ځمکې لاندې کانونه، ملي اقتصاد او مالیات.
*ملي شخصيتونه: ملي اتلان، قومي شخصيتونه، پوهان، ملي مشران، د هېوادوالو عزت او ابرو،
د ملت نښې؛ ملي بيرغ، ملي نښان او نښان، ملي سرود.
* اساسي قانون، عقیدې او انګیرنې – دین او مذهب، اخلاقي فضایل او باورونه، ځمکنۍ بشپړتیا، ټولنیز عدالت، انسان دوستي، د احساساتو درک، د حقوقو درناوی – احکام او ملکیتونه.
* ملي سمبولونه؛ ملي شعور، لرغونتوب او وطن پالنه.
* د ملي ارزښتونو درناوی، ساتل او درک کول د ملت د اړیکو، ملي پخلاینې، تلپاتې سولې او ملي یووالي لامل کېږي.
په ملي ارزښتونو کې د عدالت او ټولنیز نظم تامین شامل دي او مادي او معنوي وده ورکوي.
* د ولس مجمع د ولس ملي نظام ته د رسیدو ټاکنه او لاره ده، چې په هغه کې د ملت هویت، د ملت ارزښتونه او د ولس عامه خدمتونه... او په پای کې، وياړلي ملت به د سيال هيواد د خوښۍ او پرمختګ سبب وګرځي.
لنډه دا چې؛ ملت جوړونه یو معیاري مفهوم دی؛ ښايي د مختلفو خلکو لپاره مختلفې ماناوې لري. په اصل کې له ملت جوړونې موخه هغه پروګرامونه دي، چې په کې غیر فعال یا بې ثباته یا "ناکام دولتونه" پراختیا مومي، مدني ټولنې په کې رامنځته کېږي او د شخړو د حل میکانیزمونه شتون پيدا کوي. دې پروګرامونو سره د يو ملت ثبات رامنځته کېږي. د ملت جوړونې برخه کې مختلفې تيورۍ او طرحې شتون لري. د ملت جوړونې برخه کې يو منل شوی اصل دا دی، چې ملت جوړونه پاڅوني/انقلابي او د ګړندي تغير بهير نه دی؛ ملت جوړونه يو تدريجي او ګام پرګام پروسه ده. ملت جوړونه د کودتاوو په څېر نه کېږي؛ وخت نېونکې ده او تګ يې سست او ارام دی. ملت جوړونه د سياسي بهير پر ځای يو ټولنيز بهير دی.