بغلان د هېواد په شمال ختيځ کې له مهمو صنعتي ولايتونو څخه دويمه درجه ولايت دى چې د کابل په ٢٣٠ کيلومترۍ کې دکابل –مزارشريف لويې لارې په اوږدو کې پروت دى. يوه غوره ځانګړتيا يې دا ده، چې د کابل او شمال- ختيځو ولايتونو لپاره زيات مهم دى او اوه شمالي ولايتونه له مرکز (کابل) سره نښلوي.
بغلان ولايت له شمال- ختیځ خوا پنجشير، تخار او کندوز سره، په لوېديځ کې له سمنګان او باميانو ولايتونو سره او د سوېل له خوا له پروان ولايت سره ګډه پوله لري. شمالي سالنګ د بغلان او سوېلي سالنګ په پروان ولايت کې موقعيت لري، چې دواړه ولايتونه يې سره بېل کړي دي.
د دغه ولايت مساحت ١٨٢٥٢ کيلومتره مربع اټکل شوى او د وګړو شمېريې د ١٣٨٧ لمريز کال د شوې سرشمېرنې پر بنسټ، ۹۰٠ زره تنه اټکل شوى.
بغلان ولايت ښه اقليم لري، په اوړي کې يې هوا ګرمه، خو په ژمي او مني کې يخه وي. په ژمي کې د دغه ولايت د حرارت درجه له ٢٢ تر ٣٢ رسېږي. خنجان يې تر ټولو يخه ولسوالي ده او په اوړي کې يې د حرارت درجه ١٨ سانتي ګرېډ وي. د باران منځنۍ کچه په کې ٢٦٩٨ ملي متره اټکل شوې ده.
بغلان ولايت د خپل اداري جوړښت له مخې، ١۵ ولسوالۍ لري او مرکز يې د پلخمري ښار دى. د دغه ولايت ولسوالۍ له مرکزي بغلان، خنجان، دوشي، بنو، ده صلاح، پل حصار، جلګه، خوست، فرنګ، ګذرګاه نور، نهرين، بورکه، دهنه غوري، ډنډغوري او تاله وبرفک څخه عبارت دي.
په يادو ولسواليو کې بېلابېل قومونه لکه تاجک، پښتانه، هزاره، ازبک، ګجر، قزاق، مغل او پشهيان ژوند کوي.
بغلان ولايت دوه ستر بندونه لري چې دواړه په پلخمري ښار کې دي او د اول او دويم بند په نامه يادېږي .
لومړى بند ٣ توربينه لري چې هر يو يې يو نيم ميګاواټ برېښنا توليدوي او د اوبو زېرمتون يې د دوو ميليونو مترمکعب اوبو ظرفيت لري.
دويم بند د اول بند په پاى کې موقعيت لري، چې د لومړي بند له اوبو څخه کار اخلي. دويم بند ٣ توربينه لري، خو هر يو توربين يې ٣ ميګاواټه برېښنا توليدوي.
خو سره له دې چې دغه بندونه د بغلان د خلکو د اړتيا وړ برېښنا توليدوي، په زرګونو جريبه ځمکه يې هم خړوبه کړې ده.
په بغلان ولايت کې فرهنګي فعاليتونه په ١٣٠٠ لمريز کال کې د کندوز ولايت له خان آباد ښار څخه پيل شول. خان آباد هغه مهال د بغلان يوه ولسوالي وه، چې د لومړي ځل لپاره ترې د اتحاد په نامه پنځلس ورځنۍ خپرونه خپره شوه.
دغې خپرونې د اطلاعات او فرهنګ په چوکاټ کې خپرونې کولې، چې مرکز يې په ١٣٣٦ لمريز کال کې د بغلان د مرکز نوي ښار ته ولېږدول شو او په اونيزه بدله شوه. تر ١٣٦٧ لمريز کال پورې په مرکزي بغلان کې فعاله وه او له دې کال وروسته بيا پلخمري ښار ته ولېږدېده.
دغه ولایت کې تر ټولو فعال ادبي بهیر چې د لسګونه شاعرانو او لیکوالانو کتابونه یې چاپ کړي او ۱۴ کاله کیږي فعالیت کوي « بغلان ادبي » بهیر دی.
د دې تر څنګ، په بغلان ولايت کې ښه ليکوال هم شته چې اثار يې خپاره شوي دي.
د دغه ولايت تاريخي ابدات په ۱٢۵ ځايونو کې دي، چې ترې د تپه زارو، تپه صفاري،چمقلا، کوټه ستاره، امام قطیبه، شور تپه شمرق، تپه رستم، شوربابا، طلاتپه، زردکمر، مسجدسفيد، لالاقدق، قندرايونه او سرخ کتل يادونه کولاى شو. ياد تاريخي اثار له پلخمري ښار پرته په خوست، دوشي، مرکزي بغلان دهنه غوري او ګڼو نورو ولسواليو کې موقعيت لري.
د بغلان له رباتک او سرخ کوتل ساحو څخه لاسته راغلي اثار داسې ښکاري، چې د کنشکاکبير او کوچنيو کوشانيانو دور ته رسېږي.
دغه اثار څرګندوي چې بغلان له اسلام نه وړاندې دوه زره کلن تاريخ لري، چې هغه مهال کوتل رباتک او سرخ کوتل د اورنمانځو عبادت ځايونه وو.
په دغه ولايت کې ډېر پياوړي عالمان، ليکوال او نور خلک روزل شوي، چې کولاى شو په مشرانو لیکوالانو او شاعرانو کې د جمعه خان توخی، محمدګل فقیري، عبدالرحيم خنجاني، احسان الله درویش، حاجي ذکرالله ملنګ، طاهرقلمدوست، بورجان غایب کاظم فاضل، مزمل، او وشيرآقا شايان فريور او په ځوانو لیکوالانو کې یې د ذبیح الله نوري سلېمانخېل، نورګل اندړوال، بسم الله شریفي، عبدالمبین صافي، عبدالوهاب مومند، ذبیح الله نوري سلیمانخېل، ولي الله غرور، محمدالله درد، وسیم مومند، غفران سیال، کشمیر کامل، ضیاضمیر او ګڼ نورو يادونه وکړو، چې چاپ او ناچاپ اثار يې خلکو ته رسېدلي او په بغلان کې خپل مينه وال لري.
په بغلان کې ولايت کې د ملي اراډيو- ټلوېزيون امريت په لومړي ځل په ١٣٦٧ لمريز کال کې رامنځته شو، چې ټولې خپرونې يې له کابل نه اخيستې او خپلې خپرونې يې ايله دوه ساعته وې، چې ډېرى سيمه ييز راپورونه، محفلونه او دولتي غونډې وې.
په تېر کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته په دغه ولايت کې فرهنګي فعاليتونه زيات شول او اوسمهال د ملي ټلوېزيون تر څنګ پکې نور خصوصي ټلویزیونونه او راډیوګانې هم نشرات لري.
اوسمهال په بغلان ولايت کې ټولټال ۵۷۰ ښوونځي شته دي، بغلان د هېواد يو تر ټولو مهم صنعتي ولايت دى، چې د غوري سیمنټو، افغان نساجۍ، بورې، لبنیاتو او د برېښنا د ستنو جوړولو فابريکې په کې شته.
همدارنګه د سيلو، سپين زر شرکت، کاماز تصدۍ،د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ او کرنيزه مکانيزه د دغه ولايت له مهمو توليدي تاسيساتو څخه دي، چې په وروستيو دېرش کلنو جګړو او د دولت د نه پاملرنې له امله له منځه ولاړل؛ خو د افغان نساجي، لبنیاتو، بورې، ستنو جوړولو او سیمنټو فابريکې لا هم فعاليت لري.
د افغان پلخمري نساجۍ فابريکه په پلخمري کې موقعيت لري، چې په ١٣١٥ لمريز کال کې تاسيس شوې او په ١٣٢١ لمريز کال کې يې خپل فعاليت پيل کړى.
دې فابريکې د کار په پيل کې له ٣٥٠٠ څخه تر ٣٧٠٠ پورې کارګر درلودل، د کار په پيل کې يې د اوبدنې ٥٥٠ انګليسې ماشينونه او په ١٣٣١ لمريز کال کې يې د ماشينونو شمېره ٣٠٣ المانيو او په ١٣٤٠ کال کې دغه شمېره ١٨٤ روسيو ماشينونو ته راښکته شوه، چې په دې حساب سره يې د اوبدنې د ماشينونو شمېر له زرو څخه زيات و.
افغان پلخمري نساجي فابريکې کال په کال پراختيا کوله او په ١٣٤٢ لمريز کال کې يې توليد ٢١ ميليون متره سان تيکې ته رسېده.
د غوري سیمنټو فابريکه هم په دغه ولايت کې ده، چې د لومړي پړاو تړون يې د افغانستان او چک سلواکيا ترمنځ و، چې د ١٣٤٠ لمريز کال د وري په ٢٧مه لاسليک شو. په دغه پړاو کې يې د ٢٤ ساعتونو توليدي ظرفيت ٢٠٠ ټنه سیمنټ و او په دويم پړاو کې يې دويمه کره فعاله شوه او توليدي ظرفيت يې هم ورسره دوه چند شو.
د سیمنټو دويمه فابريکه په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د زر ټنو ورځني ظرفيت او ٧٠٠ کارکوونکو په درلودو سره پيل شو. اوسمهال دغه فابريکه ٧٥٠ تنه کارګر لري، چې د زړې فابريکې توليد ٢٠٠ او د نوې فابريکې توليد ٨٠٠ ټنه دى، چې ټول په هېواد کې دننه مصرفېږي.
په بغلان کې د ډبرو سکارو اته کانونه شته، چې د کرکر، دودکش، شورابک، اهن دره ( پلخمري ښار) د تاله برفک دوه کانونه، د ده صلاح ولسوالۍ کان او د نهرين چنارک کان پکې شامل دي.
د بغلان د بورې فابريکې په ١٣١٩ لمريز کال کې د بغلان د صنعتي فابريکو په ښارګوټي کې په فعاليت پيل کړی. دغې فابريکې د کال په اوږدو کې د لبلبو د حاصلاتو پر مهال له دریو تر څلورو مياشتو فعاليت کاوه او په ٢٤ ساعتونو کې يې له ١١١٠٠٠ څخه تر ١٢٠٠ پورې ٩٠ کيلويي بورۍ توليد درلود.
ياده فابريکه د غويي د اومې کودتا او د ١٣٧٠مې لسيزې په جګړو کې په ټپه ودرېده، خو په ١٣٨٧ لمريز کال د المان په مرسته يو ځل بيا فعاله شوه، خو دا ځل يې په هر کال کې له يوې مياشتې د زيات فعاليت وړتيا نه درلوده او ورځنى توليد يې له ١٠٠ څخه تر ٢٠٠ بوريو پورې و، چې هره بورۍ ٩٠ کيلو وه .
بغلان ولايت د يوه کرنيز ولايت په توګه له ٩٨١٠١ هکټاره اوبيزې ځمکې څخه جوړ شوى، چې ١٦٠٥٥٣ هکټاره ځمکه يې للمي ده. وريجې د دې ولايت له مهمو او مشهورو کرنيزو محصولاتو څخه دي. بغلانۍ وريجې بېل خوند لري او دټول هېواد په کچه مشهورې دي.
له دې پرته کچالو، پياز، جوار او نخود د دې ولايت په نورو کرنيزو حاصلاتو کې راځي .همدرانګه په مرکزي بغلان، دهنه غوري او دوشي ولسواليو کې خربوزې او هندواڼې کرل کېږي. مڼې، ناک، الو، ګيلاس او زردالو يې هم مشهور دي.
د دې ولايت کرنيز محصولات له بغلان پرته په کابل، بلخ او نورو ولايتونو کې پلورل کېږي .ورزش له ډېر پخوا نه په دغه ولايت کې دود و او بغلاني ځوانان له چپنکي پهلوانۍ، وزلوبې او ډبرې اچونې سره مينه لري . ياد ورزشونه تر اوسه په دې ولايت کې دود دي او دې وروستیو کې د کرکټ لوبې هم پکې وده کړې.
خو د دې تر څنګ معاصر ورزشونه لکه فوټبال، واليبال، تيکواندو او نور هم په کې فعال او ٥٥ ورزشي کلپونه لري، چې نږدې زر ځوانان په بېلابېلاو وختونو کې په کې لوبېږي.
پای
وروستي