بغلان کې؛  لیکوال، شاعر او ژباړن ګل رحمن رحماني وستايل شو 

بغلان کې د نوښتګر لیکوال، شاعر او ژباړن ګل رحمن رحماني د ادبي هڅو  ستاینغونډه ترسره شوه.
 
د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې له لوري د نوښتګر لیکوال، ژباړن، شاعر، کره کتونکي او استاد پوهنمل ګل رحمن رحماني ستاینغونډه ترسره کړه چې پکې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور د رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي سربیره د پوهنتون ګڼو استادانو، محصلینو، لیکوالانو او شاعرانو پکې برخه اخیستې وه.

رحماني د بغلان پوهنتون د پښتو څانګې استاد دی چې د ژباړې، کره کتنې، څېړنې، نظم او نثر په برخه کې یې تر پنځوسو زیات کتابونه لیکلي دي او نن یې ددې خدمتونو ستاینه وشوه.

د غونډې د پیل وینا د بغلان پوهنتون استاد پوهنمل عبدالجلیل هاشمي وړاندې کړه او په خپلو خبرو کې یې ټينګار وکړ چې رحماني د خپل عمر یوه زیاته برخه د پښتو ادبیاتو ودې، د کتابونو  او په ټوله کې منظومو او منثورو اثارو پنځونې ته ځانګړې کړې او تل یې هڅه کړې چې په بیلابیلو ژانرونو کې دې اثار ولیکي.

هاشمي زیاته کړه چې ښاغلي رحماني تر پنځوسو زیات کتابونه په بیلابیلو برخو کې لیکلي، په ۴۵ علمي او ادبي کتابونو یې سریزې لیکلي او  د رحماني په فرهنګي شخصیت ۱۵ پایلیکونه هم لیکل شوي چې دا د ده او په ټوله کې د پښتو ادبیاتو د لارویانو لپاره د ویاړ ځای دی.

ورپسې د بغلان پوهنتون مشر پوهنیار ګل رحمن رحماني د پوهنمل ګل رحمن رحماني ادبي او فرهنګي هڅې وستایلې او ټينګار یې وکړ چې ټول فرهنګیان باید د رحماني له وړتیاوو څخه ښه ګټه پورته کړي او له هغه سره اړیکې وپالي.

د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو مشر پوهندوی سیدمجتبی نایل د رحماني په ژباړو، د ادبیاتو مشر عبدالحفیظ تانش د رحماني په ادبي شخصیت، د پوهنتون استاد رحیم الله ګهیځ د رحماني په داستاني ادبیاتو، د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هُنر او ادبیاتو عمومي مشر نورګل اندړوال د رحماني د تورو ترانو پر ټولګه، محصل عبدالوهاب مومند او شاعر ولي الله غرور دواړو د رحماني صاحب په شعري ټولګه« تر غبار لاندې چینې» مقالې او تفصیلې خبرې وکړې.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوې اسدالله مصطفی هاشمي د پوهنمل ګل رحمن رحماني هڅې د منظومو او منثورو اثارو د پنځونې په برخه کې وستایلې او ټینګار یې وکړچې ژمن لیکوالان د رحماني په څېر د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه تشو ته په کتو کتابونه لیکي او د مثبت بدلون هڅه کوي.

هاشمي له لیکوالانو وغوښتل څو د ټولنې اړتیاوو ته په کتو اثارو وپنځوي او خپل رسالت د خلکو او ټولنې پر وړاندې سم ادا کړي.

پوهنمل ګل رحمن رحماني د مننې ترڅنګ د غونډې له برخه والو وغوښتل چې په افغاني ټولنه کې د مثبت بدلون یوازنۍ لار د کتابونو چاپ او د کتابونو لوست دی او دې اړتیا ته په کتو باید ټول لیکوالان د ټولنې اړتیاوو ته په کتو ښه لیکوالي ترسره او ټولنیز عیني واقعیتونه خوندي کړي.

رحماني زیاته کړه چې افغانستان سوژه خیزه هیواد دی او په ډېرې اسانۍ سره لیکوالو ته سوژې په لاس پکې ورځي خو ټینګار یې وکړ چې لیکوالان او شاعران دې له دې سوژو ګټه پورته کړي او په ورځني ډول دې خپلو پنځونو ته  دوام ورکړي.