نړۍ او ټکنالوژي 

په يوويشتمه پيړۍ کې د تکنالوژۍ لمن ډېره پراخه  شوي ده هغه هېوادونه چې په نړۍ کې لومړۍ خبره کوي د تکنالوژي په مټ ډېر پرمختګ کړي دی دوی ډېری کارونه د تکنالوژۍ  په استفاده سره تر سره کوي د نړۍ ټول پیشرفت او پرمختګ د تکنالوژۍ له برکت ده ټول کارونه چې انسانان يې په خپلو مټو باندې په ساعتونو ترسره کوي اوس مهال تکنالوژي  يې په لنډ وخت او په خورا دقت سره ترسره کوي د بيلګې په توګه هوټلونو کې د ګارسون پر ځاي له روبات څخه کار اخستل کيږي نورې برخې هم د بشري ځواک څخه اخستل کيدونکي ده هغوی دا ځواک د تکنالوژۍ پر ځواک بدله وي تر څو نړۍ غښتلي شي.
 
په اوسنې ژوند کې پرته له تکنالوژۍ هر څه نیمګړې وي که مونږه د خپل ژوند څو ساعته پرته له دې چې له تکنالوژۍ کار واخلو تير کړو، نو هغه نابينا وګړي ته ورته کيږو چې سترګې هيچ څه نه وينې هر څه ورته تياره ښکارې، نو اوس  مهال زياتره چارې د ژوند د تکنالوژي په وسیله ترسره کيږي چې ورځ تر بله نړۍ د پرمختګ په حالته کې ده. هغه هېوادونه چې  له تکنالوژي ډېره ګټه اخلي، کوم چې پياوړي اقتصاد لري د بېلګې په توګه امريکا، چين، جاپان دا  هغه هېوادونه دی په ډېرو کاروباري برخو کې له تکنالوژۍ څخه ګټه اخلي، دا پرمختګ ټول د کالونو، کالونو په کوښښ او زيار سره رامنځته شوي دی چې له نړۍ کلي جوړ کړئ دی.
 
که مونږه تعليم ونه کړو خپل هېواد ته پرمختګ نه شو ورکولی ځکه پرته له علم څخه د هېواد پرمختګ لا پريږده خپل ځان ته هم بدلون نه شي ورکولی يعني خپل پرمختګ، د هېواد پرمختګ دی تکنالوژي په ټوله کې د علم سره نيږدې اړيکه لري يو د بل سره لازم او ملزوم دی زمونږ په هېواد کې تکنالوژي په کم پرمختګ سره بیا هم هيلې را ژوندي کړئ دی ترڅو د نوي نسل لپاره مثبت پيغام وي.