دا مه وایئ چې هغه پلانکی خو هم ښه سړی نه دی، دروغ خو پلانکی هم وايي، ناحقه دعوې خو پلانکی هم کوي، بد رد خو پلانکی هم وايي، بیت المال خو پلانکی هم خوري.
دا بده ده، وژونکی عمل دی او د تباهۍ ډک راتلونکی لري. موږ ته هېڅ پکار نه ده چې بد له بدو سره جمعه او یا هم پرتله کړو. بد که لږ وي او که ډېر، باید هېڅ ترسره نه شی، که څوک یې ترسره کړي، باید وغندل شي، ورټل شي او د تکرار مخه یې ونیول شي. انسان ته پکار ده چې ښه له ښو سره جمعه او پرتله کړي، دا چاره ګټه او اجر هم لري. بد پرېږدئ، ښه وکړئ او ویې پالئ، څو مو ژوند له خوښيو برخمن شي.
د کورنۍ مشران او په ځانګړي ډول د هر اولاد پلار په دې پړ دی، څو ښه روزنه یې وکړي او نیکې لارې ته یې رهبري کړي. د دې لپاره چې د بریالیتوبونو او نېکمرغېو په لور یې روان کړي، والدین اړ دي، چې پر خپل ځان سختې او ربړې وګالي، خو د ټولنې ځوان کهول او راتلونکی نوی ټوکېدلی ګل/نسل په ښه توګه وروزي او بیا یې د خدمت په موخه ټولنې ته ثمره وړاندې کړي.
هغوی چې اولادونه لري، نېکمرغه دي، خو اولادونه ډېر خلک اوس هم نلري، دا یې ارمان وي، څو نېک صالحه او دینداره اولاد دې ولري، د ځینو خلکو له خولو بیا نه د دینداره لفظ را وځي او نه یې نېک صالحه، بس فقط اولاد غواړي، بیا یې چې کله را ستر شي او تولنې ته د خدمت پر ځای بد ورسوي، د ناپوهۍ ورخ را خوشې او په تولنه کې بدبیني خپره کړي، بیا یې پلار دا متل هم کوي: (په بد زوی پلار یادېږي.) بیا داسې نه وايي، چې زوی یې نا اهله ولې جوړ شو؟
ښاغلو پلرونو! مور او پلار ته د الله تعالی له لوري یوه بله ستره او عظیمه ډالۍ د نېک او ښه اولاد ورکول دي، متقي او پر نېغه لاره روان اولاد په درلودلو سره د انسان مور او پلار دنیا او اخرت دواړه نېکمرغه کېږي.
د الله تعالی د دغه ډالۍ د اصلاح کېدو دوې لارې شته، لومړۍ لاره: د متعال رب د پرېکړې او د هغې په سمې لارښوونې او هدایت سره.
دوهمه لاره: د اولاد په سمه روزنه کې په خپله د انسان، مور او پلارهڅه او هاند. (۵)
له همدې کبله خو د مور او پلار دنده پېچلې او ستونزمنه ده، چې هغه د اولاد په سمه توګه روزل دي. د تعلیم حق او حقوق یې دي چې باید پر وخت ورکول شي او په ښه توګه وروزل شي.
که نن تاسې خپل کوچني اولادونه سمې لارې ته ونه هڅول، د ښو او بدو تفکیک مو ورته ونه کړ، لیرې نه ده چې سبا همدا کمکیان د سترېدو په صورت کې ورو – ورو بیا پر خپلې ناپوهۍ، کاذب غرور او بې ګټې فکر پښېمانه کېږي، بیا به ځان لومړی نه ملامتوي، بلکې خپله خوږه او ګرانقدره کورنۍ به ورته ملامتوي او د سور اور تاو به یې غوښۍ ویلي کوي، چې دا چاره به تاسې هم پرته له اوره او انګاره سوزوي، هډونه به مو در ماتوي او پرته له پښېمانۍ به نور هېڅ ګټه نه ونه لرئ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۵ – القرني، دوکتور عائض بن عبدالله. هاند، جعفر، ژباړه. ( ۱۴۰۱ . ل) پر تقوا ولاړه کورنۍ، جلال اباد، ختیځ خپرندویه ټولنه. مخ: ۷۱.
وروستي