که فکر کوئ چې نالوستي یاست او ښه ژوند دې ولرئ، تېروتي یاست، باید له سره غور وکړئ. نالوستی مه جوږئ، ځکه د ناپوهۍ ژوند تورې تیارې دي، ورکه لاره او د تباهۍ کنده ده.
ډېری مهال د کورنیو مشران دا فکر کوي چې د اولادونو لیک او لوست ګټه نکوي. دوی آن له ماشومتوبه پر خپلو اولادونو درانه فزیکي کارونه ترسره کوي او راتلونکی خوږ ژوند یې په لوی لاس ور بدرنګوي.
د کورنیو مشرانو ته پکار ده، څو د خپلو اولادونو یو مهم حق ادا کړي، هغه دا ده چې کله هم اووه کلنۍ ته ورسي، بیا یې باید په ښوونځي او مدرسه کې شامل کړي. د تعلیم حق یې ور اداء کړي او همدارنګه په کور دننه ور سره ماښام مهال او بل هر هغه وخت چې لري، له خپلو کمکیانو سره په درسونو کې کوښښ وکړي، څو ژبه یې روانه شي، لیک او لوست وکولای شي او بالاخره د زده کړو په ګاڼه سنبال شي.
ښوونځیو ته د اولادنو نه تګ، هغه څه دي، چې د ماشوم راتلونکی ژوند بربادوي، له کور وروسته ښوونځی هغه ځای دی، چې ماشومان پکې د ډېر وخت لپاره حضور لري، پر دې اساس ښوونکي او همزولي یې په ژوند کې ډېر مهم رول لري، په پایله کې تاسې نباید خپل اولادونه له ښوونځي په واټن کې وساتئ.
ستاسې حضور هم ډېر مهم او اړین دی، باید د ټيلفون له لارې او یا هم مخامخ د خپلو اولادونو له ښوونکو سره په اړیکه کې و اوسئ، دا د دې ښکارندويي کوي، چې د خپلو اولادونو په روزنه کې ډېر حساس یاست او ښوونکی دې ته اړ کوئ، چې ستاسو د اولادونو په روزنه کې له ډېرې هوښیارۍ او ځیرکتیا څخه کار واخلي. (۶)
هره کورنۍ په دې مسووله ده، چې د خپلې کورنۍ د غړو ملاتړ وکړي، حق او حقوق یې ور پر ځای کړي او راتلونکي ژوند ته یې روښانه ډيوه ډالۍ کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۶ - میاخیل، عطا محمد. ( ۱۳۹۷ ل.) ماشوم پالنه، کابل، سروش کتاب پلورنځی. مخ: ۱۳۶.
وروستي