محمد صلی الله علیه و سلم په قرآن کې

قرآن کریم د مسلمانانو لپاره تر ټولو باارزښته او انسانانو ته د خالق د پیغام رسولو یوازنی او تر ټولو باوري سرچینه او له شک او شبهې پاک یوازنی کتاب دی چې د الله تعالی له لوري پر محمد رسول الله نازل شوی دی. دا مبین کتاب له بدلون او تحریف څخه خوندي پاتې شوی دی.

د وروستي پبیغبر او رحمت العالمین محمد صلی الله علیه و سلم په باره کې تر ټولو باوري معلومات هم په قرآن کریم کې راغلي او محفوظ دي. هغه څه چې ما په لنډ وخت کې وکړای شول، له مجید قرآن څخه د رسول الله په باره کې راټول کړم، ستاسو سره شریکوم.

نومونه:
په قرآن کې رسول الله څلور ځل د محمد او یو ځل د احمد په نوم یاد شوی دی، چې د ستایل شوي او غوره شوي معنی لري. قرآن وایي چې د محمد رسول الله زیری په تېرو کتابونو (تورات او انجیل) کې ورکړل شوی وو.

صفتونه:
په قرآن کریم کې محمد رسول الله په لاندې صفتونو یاد شوی دی:
رحمة للعالمین، رووف، رحیم، رسول، رسول الله، رسول مبین، رسول کریم، النبی، النبی الامی، نبیّ مرسل، سراج منیر، اول المسلمین، اول المؤمنین، اول العابدین، برهان، بشیر، نذیر، نذیر مبین، ولی، خاتم النبین، داعی الی الله، شاهد، شهید، صاحب، طه، عبدالله، مبشر، مدثر، مذکر، مزمل، منذر، ناصح امین، ناصح.

همدا راز قرآن کریم وایي چې رسول الله د ژور زړه سوي خاوند او د انسانانو د هدایت شدید غوښتونکی دی (حریص علیکم)، رسول الله او ملګري یې(د جګړې پر مهال) د کافرانو په وړاندې قاطع او پخپلو کې مهربان وو.

رسول الله د ځان هلاکولو تر حده د انسانانو (مسلمان او غیرمسلمان) لپاره هدایت غوښته. شخصیتي او ټولنیزه ارتقاء قرآن مشخصه کړې ده چې رسول الله امی وو، په لاس یې لیکل نه دی کړي، په کتاب او ایمان نه و خبر، خو خدای ورته هغه رڼا وښوده چې خپلو ځانګړو بنده ګانو ته یې د هدایت لپاره ورښايي. اصلي دنده (د ایمان او ښو عملونو په بدل کې انسانانو ته د نعمتونو، عفوې او جنت) زیری ورکول، (د شرک او بدو عملونو په بدل کې - له راتلونکو خطرونو) خبرداری ورکول، انسانانو ته د قرآن تلاوت کول یا لوستل، د کتاب او حکمت تعلیم ورکول، د انسانانو (نفسونه) پاکول، د دین ابلاغ (چې دا یې تر ټولو مهمه دنده ګڼل شوې ده.)، پخپل عمل او سنت سره د کتاب (قران) تبیین او روښانول، د خلکو په منځ کې انصاف او عدالت (قسط) کول.

کوم کارونه نه کوي او یا یې نه شي کولی.
د غیبو علم نه لري، ملک نه دی، انسان دی. د قیامت د راتګ وخت ورته نه دی معلوم. دایمي ژوندی نه پاتې کیږي، د مرګ یا وژل کېدو امکان یې یاد شوی دی. رسول الله ته بیا بیا ویل شوي دي چې دین ته د انسانانو په رابللو او پرې ایمان راوړلو کې یې دنده یوازې د ابلاغ، زیري او خبرداري ورکوونکي ده او د نورو انسانانو پر ایمان حفیظ، وکیل، جبار، مصیطر، متکلف، ملزم او (ړندو ته د سمې لارې) هادی نه دی او که څوک ورته ګران هم وي او الله نه وي غوښتي، رسول الله ورته هدایت نه شې کولای. هدایت د الله تعالی کار دی، چې چاته یې غواړي هدایت ورته کوي، او چې چاته یې نه غواړي، هدایت ورته نه کوي. رسول الله له الله متعال پرته د بل چا څخه اجر نه غواړي. له قرآن پرته (چې پخپله تر ټولو سرته معجزه ده) د رسول الله د کومې معجزې ذکر قرآن نه دی کړی. 

امتیازونه
رسول الله په پریکړو کې د الله تعالی له لوري په مناسب وخت کې د وحی ملاتړ درلود. د نبیانو خاتم دی، په هدایت او حق دین لیږل شوی رسول دی چې په ټولو دینونو به بریالی کیږي، امت او (انسانانو ته) اسوة حسنه (بهترینه نمونه) ده. د فتح مبین زیری ورکړل شوی دی، لومړي او وروستي ذنوب (د کړنو عواقب) یې پاک شوي دي، کوثر (د رحمت دایمي چینه او حوض) ورکړل شوی دی. همدا راز شرح صدر، له شدید تکلیف خلاصول، نوم یې لوړول، د فتح قریب زیری ورکول، په خلق عظیم (تر ټولو سترو اخلاقو لرونکی) متصفول، رسالت یې پر مومنانو د الله تعالی یو منت ګڼل کېدل، علم لدني ورکول، په زړه یې د روح الامین نازلیدل، د عصمت خاوند کول، رحمة للعالمین (د ټولو کایناتو لپاره رحمت) کیدل، د الله تعالی او ملایکو له خوا پرې درود ویل او مومنانو ته امر چې درود پرې ووایي، د مقام محمود وعده ورکول، د امانت (قران او دین) د حمل وړتیا چې په مثال کې یې غرونه هم د هغه له وړلو عاجز ښودل شوي دي هغه مهم امتیازونه دي چې دا ستر انسان پرې نازول شوی دی. قرآن بیا بیا ډاډ ورکړی دی چې په کومه لاره چې روان یې او په کوم ډول چې ایمان لرې، سم دي. له
مسجد الحرام مسجد الاقصی او بیا سدرة المنتهی او نورو لوړو مقامونو ته بیول شوی دی او د الله د عظمت لویې نښې یې لېدلي دي. خاتم النبین ته نړیوال رسالت او ټولو خلکو ته د حق د ابلاغ رسولو مسؤولیت ورکړل شوی دی. د محمّد رسول الله ذکر. د (ای رسوله)، (ای نبی)، (ورته ووایه)، (کله چې له تا پوښتي) توري ښيي چې همدغه محمد د الله تعالی رسول دی او الله تعالی ورته مستقیم خطاب کوي.
له دې سره سره ورته (یا محمده) خطاب نه کوي او د رسالت او نبوت د لوړ مقام په ادرس یې مخاطبوي.

مسؤولیت ته متوجه کول
الله تعالی رسول الله ته د رسالت د سر ته رسولو په برخه کې کلک پیغامونه هم وکړي دي. له یوې خوا دې پیغامونو رسول الله خپل کار ته لا زیات متوجه کړی دی، او له بلې خوا یې نورو ته پیغام ورکړی دی چې رسول الله ته الله تعالی خپل حدود ټاکلي دي او ځکه له هیچا سره د حق او توحید په برخه کې هیڅ ډول انعطاف نه کوي او نه یې شي کولای.

ورته ویل شوي دي چې د رسالت په ابلاغ به کمی نه کوي، شرک ته به په هیڅ صورت تمایل نه کوي، د شرک په صورت کې یې د اعمالو د ضیاع خبرداری، له الله سر د بل معبود په صورت کې عذاب او د دنیایي او اخروي سزا خبرداری، پر خدای دروغ تړلو او یا ترې عصیان کولو، د اهل کتابو له تمایلاتو له پیروۍ، منافقینو ته د جهاد له مسؤولیت څخه د سرپیچۍ د اجازې، د حلالو حرامولو، له خاینانو د دفاع، د یهودو او نصاراو له اراوو له پیروۍ څخه منع شوی دی. رسول الله ته ویل شوي چې یوازې هغسې ټینګ ودریږي چې امر ورته شوی دی، الله ورته کافي دي، او باید له هغه ذات پرته له هیڅ شي ونه ویریږي. د یوه داسې مومن سره د سلوک په باب یې متوجه کړی دی چې په سترګو معذور و، او ورته فرمایلي یې دي چې دغه شخص د هغو متنفذو خلکو څخه چې ته یې د ایمان راوړلو هیله کوې، بهتر دی. الله تعالی رسول الله ته د نکاح کولو په زیاتره مواردو کې اجازه ورکړې، خو یو وخت ورته ویل شوي دي چې نور دې بله نکاح نه کوي، حتی که د کومې ښځې ښایست یې خوښ هم شي. قرآن دا تایید کړې ده چې رسول الله قرآن یوازې موږ ته ابلاغ کړی دی، نه یې په کې څه شی زیات کړي او نه یې ترې کم کړي، او دغسې کار ته الله هم نه پریښوده. الله تعالی ویلي چې که رسول الله له ځانه په قرآن کې څه زیات کړی وای، الله تعالی به د هغه مخنیوی کړی وای او حتی د مرۍ رګ به یې ورپرې کړی وای. دا د دې ضمانت کوي چې د الله پیغام یې پوره او سوچه نورو ته رسولی دی.

دفاع
قرآن کریم د محمد رسول الله دفاع کړې ده او د ده د وینا، ادعا او ماموریت تایید یې کړی دی، مخالفینو او کافرانو ته یې د هغوی د تورونو په بدل کې ویلي دي چې رسول الله کاهن، ساحر، شاعر، پیرانو نیولی او مجنون نه دی بلکې د الله تعالی رسول او وروستنی نبي دی. له استهزاء کوونکو څخه د رسول الله د ساتنې لپاره هم الله کافي ګنل شوی دی.

د نورو پیغمبرانو په منځ کې یې مقام
قرآن د محمد رسول الله ډېر زیات تجلیل او ستاینه کړې ده. خو قرآن موږ ته امر کړی دی چې د پیغمبرانو تر منځ فرق ونه کړو. دا یې هم ویلي چې ځینو پیغبرانو ته الله تعالی پر ځینو فضیلت ورکړی دی، خو جزیات یې ندي ورکړي. همدا راز محمد رسول الله ته یې ویلي دي چې د اولواالعزم پیغمبرانو (نوح، ابراهیم، موسی او عیسی) په شان دی. د قرآن د حکم له مخې موږ رسول الله ته د وروستي پیغبر په توګه چې کتاب یې کامل او د نورو کتابونو مکملونکی، تاییدونکی، اصلاح کوونکی او ساتونکی دی، ګورو او پیروی یې کوو، چې دا په عین وخت کې پر ټولو تېرو شوو پیغبرانو د ایمان او د هغوی د تایید او منلو معنی لري.

د رسول الله په وړاندې زموږ مکلفیت او دنده
د محمد رسول الله په وړاندې زموږ دنده قرآن کریم داسې ټاکلې ده چې: پر رسالت یې ایمان ولرو، وینا یې ومنو، د اوامرو اطاعت یې وکړو، مینه ورسره ولرو، له ځانه به راته لومړی وي، په عالي او محترمانه ډول یې یاد کړو، په عزت او وقار ورته قایل اوسو، شخصیت یې ځانونو ته تر ټولو ښه نمونه او بېلګه کړو او ماموریت ته یې په داسې ډول دوام ورکړو چې لومړی له ځانه عالي، مصلح او خیرغوښتونکي شخصیتونه جوړ کړو، بیا د نورو انسانانو په جوړولو کې صالحې هڅې وکړو او وروسته د (ټولې یا یوې برخې) انساني ټولنې او نظام په جوړښت او سمون کې کار، زیار او هڅې وکړو، چې په ښو کارونو کې تعاون رواج شي او د هر انسان وجود بل انسان او ټولنې ته رحمت شي. همدا رانګه عصیان ترې ونه کړو، خیانت ورسره ونه کړو، فیصله ورته راجع کړو، مینه ورسره وکړو چې الله تعالی زموږ سره مینه وکړي، فیصله یې ومنو، او درود پرې ووایو.

دا له قرآن کریم څخه په یو نظر د رسول الله په باب معلومات دي. که ژوره څېړنه وکړو، موضوع زیات وخت، دقت او ځیرتیا غواړي، ځکه محمد رسول الله د قرآن لومړی مخاطب دی او ټولو انسانانو ته د الله تعالی پر هدایاتو سربېره په دې روښانه کتاب کې ډیر زیات هدایات په ځانګړي ډول رسول الله ته شوي