
د روان کال د دلوې پر اتمه نېټه لغمان يو ځل بيا د يوې لويې فرهنګي غونډې او درنې مشاعرې کور به و،
د دانش خپرندويه ټولنې او لغمان فرهنګي بهير له خوا پښتو ژبې د دوو نومياليو استادانو شاعرانو او فرهنګي شخصيتوو هڅې ولمانځل شوې- د غه ښاغلي هر يو استاد لال پاچا ازمون، او غفو ر ليوال دغې فرهنګي غونډې ته لر او بر مشهور ادبي، سياسي او ټولنيز شخصيتونه راغلي و. د غونډې په لومړى برخه کې راغليو ميلمنو د استاد ازمون او ښاغلي ليوال د ژوند او شخصيت پر بيلا بيلو اړخونو خبرې وکړې- د غونډې په پيل کې د لغمان د فرهنګي بهير مشر ښاغلي عبد المعيد هاشمي خپله وينا واوروله. ده راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او بيا يې د دې غونډې د جوړېدو اړتيا وې څرګندې کړې. ورپسې د لغمان والي ښاغلي اقبال عزيزي مېلمنو ته دښه راغلاست وينا واوروله. او بيا د غونډې رسمي برخه پرانستل شوه. د غونډې لومړى ويناوال استاد حبيب الله رفيع وو. استاد په افغانستان کې له جنګونو وروسته حالت وڅېړل او څرګنده يې کړه. چې څنګه په دې جنګي شرايطو کې ادبي هڅې وغوړېدې: استاد رفيع د استاد ازمون او لېوال همځولى نسل د فقنوس نسل و باله او څرګنده يې کړه. چې دې نسل په ډېرو سختو شېبو کې ژبې او وطن ته خدمت وکړ. د استاد رفيع په وينا ازمون او لېوال د افغانستان د اوسمهالې شاعرى دوه معياري او وتلي شاعران دي، په فرهنګي ډکر کې يې زيات خدمتونه کړيدي، د بلخ پوهنتون استاد پوهندوى دکتور عبد الغني برزين مهر ددې غونډې دويم وينا وال و: دوکتور برزين مهر دغه غونډې ډېرې ګټورې وبللې خو ويې ويل چې که له دې غونډو څخه ملي او افغان شموله ګټه مراد وي: نو بايد د افغانستان شمالي سيمو ته هم و غځيږي. ورپسې استاد محمد اصف صميم خوندوره وينا واوروله، ده هم د استاد ازمون او غفور لېوال ادبي او فرهنګي هڅې وستايلې. د غونډې بل وينا کوونکى له کندهاره څخه راغلى د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمد يار و. محمديار وويل چې د استاد ازمون او استاد غفور لېوال د شخصيتونو تر منځ ډېر مشترکات شته چې بايد وڅېړل شي. ده څرګنده کړه چې دا غونډه به د دوى د پېژندنې لپاره کافي نه وي خو د دوى د پېژندنې د پيل لپاره ګټورسرليك دى محمد يار پر دې دواړو استادانو غږ وکړ چې دوى دې له خپلو معنوي قوتونو د افغانستان د اوسنۍ وضعې په سمون کې ګټه واخلي:
وروسته مشاعره پيل شوه چې په لسګونو شاعرانو پکې شعرونه ولوستل، چې د لغمان والي اقبال عزيزي د پام وړ شاعرانو شعرونو ته يدرنې جايزې هم ورکړې:
د دانش خپرندويه ټولنې او لغمان فرهنګي بهير په ګړنديو هڅو يو ځل بيا د ادب او فرهنګ خوځښتونو شور راستون شوى وي. هيله ده، چې دغه هڅې خپل اوج ته وروسيږي او لغمان يو ځل بيا خپل فرهنګي هويت بيا مومي.