د بريکس سازمان لپاره نوې ننګونې!

بريکس چې انګرېزي نوم یې په لنډ ډول BRICS دی د نړۍ هغو هېوادونو ګډ اقتصادي سازمان دی چې د بنسټ اېښودونکو هېوادونو د نومونو له لومړنيو حرفونو څخه يې جوړ شوی دی. موسس هېوادونه یې (برازيل، روسيه، هند، چين او سويلي افريقا) دي او په ترتيب سره (BRICS) بلل کېږي، په لومړيو کې دا سازمان بريک نومېده خو د سويلي افريقا په ورګډېدلو سره يې بريکس ته تغيير وکړ. د بریکس هېوادونو اقتصادي اغېز پر خپل شاوخوا هېوادونو او د نړۍ په کچه په هېوادونو ډېر زيات دی، د نړۍ د نفوسو عمده برخه همدا بريکس هېوادونه تشکيلوي او د نړۍ او سيمې په اقتصاد باندې بارز نفوذ لري ، د بريکس په هېوادونو کې د نړۍ له نيمايي څخه زيات نفوس پروت دی او د نړۍ تر ۳۰ فيصده زيات اقتصاد هم د دوی په لاس کې دی نن ورځ د BRICS جغرافیې د ځمکې د کرې دریمه برخه خاوره احاطه کړې ده.

ددې اقتصادي چوکاټ لومړنۍ رسمي ناسته په ۲۰۰۹ زيږدي کال کې د روسيې په يکترينبورګ کې د برازيل، روسيې، هند او چين د مشرانو په ګډون ترسره شوه او زياتره فوکس یې د نړيوالې او منطقوي افتصادي ستونزو په هواري، د نړۍ د مالي نظام په اصلاح ،او دهېوادونو تر منځ د خپلمنځي ښو او غوره سوداګريزو اړيکو او د تجارت لپاره د ښه اعتباري پولي سیستم په رامنځته کولو باندې متمرکزې وې.

ددې هېوادونو مشران په پام کې لري چې د يورو او ډالرو د ورځ تر بلې خرابېدلو له امله او هم له دې امله چې د دوی سيال (متحده ايالاتو) د سياسي حربې په توګه ډالر کاروي له يو له بل سره په سوداګريزو اړيکو کې د روبل، يوان، او هندي روپۍ پر استعمال باندې تمرکز وکړي او يا داسې نوې کرنسۍ راوباسي چې په خپل منځ کې یې د چلښت وړ وي  او په خپل منځ او له نورو سره په سوداګري کې پر ډالرو او يورو باندې راکړې ورکړې ته په تدريج سره د پای ټکی کېږدي.

اوس مهال بريکس سازمان د ډېرو هېوادونو توجه ور اوښتې ده او زیاتره مخ پر وده هېوادونه غواړي چې ددې سازمان غړي شي او ان ترکيه چې د ناټو سازمان غړی هېواد دی او په منځني ختيځ کې د ښه اقتصاد درلودونکی دی غواړي د بريکس اقتصادي غړی شي،ايران چمتو دی چې په نږدې راتلونکي کې له دوی سره یوځای شي ، سعودي ، مصر، ارجنټاين، متحده عربي امارات، فیلیپین، مالیزیا او ویتنام یې هم د غړيتوب لپاره شېبې شماري د احتمالي کاندیدانو په منځ کې مکسیکو، وینزویلا او الجزایر هېوادونه هم هغه هېوادونه دي چې د غړيتوب هيله لري.نو ددې ټولو په نظر کې نيولو سره نشو کولای د نړۍ په اقتصادي او سياسي حالاتو او راتلونکي باندې ددې سازمان په ژورو اغېزو او نفوذ باندې سترګې پټې کړو.

ښکاره خبره ده چې د بريکس سازمان د اسیا او منځني ختیځ هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره یو نوی تحرک دی . او د همدې اقتصادي چارچوب په دننه کې په مجموع کې (نړۍ په ختیځ) او په ځانګړي ډول د اسیا په لور په لويه پیمانه اقتصادي تغييرات د راڅرګندېدو په حال کې دي. دا سازمان د افغانستان په ګډون د مختلفو هېوادونو لپاره اقتصادي فرصتونو او پرمختګونو ته لاره پرانيزي خو چې ددې هېوادونو دولتونه او سوداګر په ښه او اغېزمن ډول ترې هوښيارانه استفاده وکړي. بريکس د اقتصادي پراختيا او پرمختيا لپاره ډيزاین شوی دی د پرمختللو او مخ پر وده هیوادونو لپاره ډیزاین شوی چې د دوه اړخیزو ګټو او برابرۍ شرایطو په رڼا کې کار کولو ته چمتو دي.

خو اوس نړيوال قوانين او اصول تر بل هر وخت د زبرځواکونو تر تهديد لاندې دي او په ځانګړي ډول متحده ايالات او ملګري یې هڅه کوي چې دا قوانين د خپلو ګټو په چوکاټ کې راوڅرخوي او نړيوال عدالت وننګوي. يو تر ټولو ښه اوسني  مثال يې د بریکس سازمان د ویشلو هڅه ده، کوم چې د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا اقتصادونه متحد کوي. د روان کال د اګست په پای کې به د دغو هېوادونو مشران د دې سازمان د سرمشریزې لپاره چې په جنوبي افریقا کې ترسره کېږي سره راټول شي.

د بریکس سرمشریزې سږنۍ غونډې بڼه بدله ده. د ولادیمیر پوتین پر ځای به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف استازیتوب وکړي. پوتين به د ویډیو لینک له لارې د ښه راغلاست وینا وکړي. جنوبي افریقا ته د ولادیمیر پوتین سفر دده د  نیول کیدو د گواښ له امله ونشو. د پوتين د نيولو او توقیف حکم د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا صادر شوی دی او دا چې سويلي افريقا هم د جرمونو د نړيوالې محکمې اصول او قوانين لاسليک کړي دي نو په عملي کولو یې متعهده او پابنده ده.

په پوتين باندې د تورونو لامل د اوکراین - روسيې شخړه او هلته د بشري سرغړونو او په ځانګړي ډول له جنګي سيمود ماشومانو د ورک کېدلو په فعاليتونو باندې متمرکزه ده.  که څه هم په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازې نیبنزیا په وار وار دې ته اشاره کړې چې د ماشومانو ژغورل د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون په چوکاټ کې ترسره کیږي او په بشپړه توګه د نړیوالو قوانینو سره سمون لري خو د امريکا متحده ايالات ، اروپايي ټولنه او اوکراين یې نه مني.

 د جزا نړيواله محکمه يا (ICC) د ماشومانو ژغورنه یو اخراج بولي، او د BRICS غونډه د پوتین د  نيولو  لپاره یو ښه فرصت ګڼي.

که څه هم  BRICS  یو خپلواک نړیوال سازمان دی، مګر غړي یې لاهم د نورو نړیوالو بنسټونو تر اغیز لاندې دي. که روسیه، هند او چین د جزا د نړيوالې محکمې قضاوت په رسمیت ونه پیژني، نو په برازیل او سویلي افریقا کې د هاګ پریکړې قانوني ځواک لري. د سویلي افریقا کې د روسیې د ولسمشر نیول کیدل د بریکس په دننه کې د یوې لویې شخړې او د دې سازمان د سقوط لامل کیدی هم شي.

اړیکو له سره غور وکړي.  ځکه نړيوالې محکمې دوه ګوني معیارونه وضع کړي د متحده ايالاتو او ناټو لپاره يو ډول معيارونه او اصول دي او د نورې نړۍ لپاره بيا بل ډول اصول دي.
 

سویلي افریقا او روسیې له اوږدو او خپل منځي پیچلو خبرو اترو وروسته تصميم ونيول شو چې د پوتين سفر لغوه شي.
د بریکس هیوادونه کېدای شي د جرمونو نړیوالې محکمې په څیر سازمانونو سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي.  ځکه نړيوالې محکمې دوه ګوني معیارونه وضع کړي د متحده ايالاتو او ناټو لپاره يو ډول معيارونه او اصول دي او د نورې نړۍ لپاره بيا بل ډول اصول دي.
 
د امریکا متحده ایالاتو د روم د قانون له تصویبولو ډډه کړې، خو د روسیې او د هغې د متحدینو په اړه  د جزا د نړيوالې محکمې د پرېکړو ملاتړ کوي.  يانې هغه امریکايي پوځیان ، افسران  او سياسيون چې جنګي جرمونه یې کړي دي بايد د جزا د نړيوالې محکمې له لورې محکوم نشي ان تر دې سپینې ماڼۍ ګواښ کړی چې که هاګ د جزا محکمه د امریکا جنګي مجرمین محاکمه کړي په هالنډ به برید وکړي.  نو له دې معلومېږي چې په نړۍ کې زياتره نړيوال قوانين او اصول د هغه چا لپاره په اسانه د تغيير وړ دي چې زور لري او په نورو هېوادونو او سازمانونو نفوذ لري.
 
د بريکس د راتلونکې غونډې اصلي موضوع، چې د اګست په 22-24 کې به په جوهانسبرګ کې ترسره شي، "بریکس او افریقا: د ګډې ودې، دوامداره پراختیا او ټول شموله څو اړخیزې همکاري د ګړندی کولو لپاره ملګرتیا" نومېږي. ګډونوال به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، پرمختللو هیوادونو ته د خوراکي توکو رسولو، د اوکراین د شخړې پای ته رسولو لپاره د سولې نوښتونو او د بريکس سازمان د لا پراختیا په اړه خبرې وکړي.
 
د افریقا، لاتینې امریکا او اسیا ډېری هېوادونه په بريکس کې د ګډون لېوالتیا ښودلې ده.او دې سازمان د برکس په حاشيه کې، د "ملګرو هېوادونوباثباته حلقه" په نامه يو بل ګروپ د رامنځ ته کولو په حال کې دی، چې د "بريکس+" په نوم یادیږي. او تر ۱۹ مخ پر وده هیوادونه لا له وړاندې چمتو دي چې د سازمان په کار کې برخه واخلي.
 
  په بريکس سازمان به سږکال د روسيې لخوا دا فشار هم وي چې د ICC په څیر د داسې محکمو او سازمانونو ملاتړ په تدريج سره پرېښودل شي او بريکس  هېوادونه بايړ په خپل چوکاټ کې خپل قانوني بنسټونه رامینځته کړي. د سازمان غړي باید د غړو هیوادونو په وړاندې د نړیوالو بندیزونو ملاتړ ونه کړي او ټول غړي هېوادونه بايد نورې نړۍ ته په يوه خوله ځواب ورکړي.
 
د نوو غړو هېوادونو په راتګ سره به برکس د G7 لپاره یو جدي او ستر سیال شي چې د لویدیځ پرمختللو هیوادونو استازیتوب کوي
سربېره پر دې چين او روسيه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او د ويټو حق لرونکي هغه هېوادونه دي چې ددې سازمان درنښت او اعتبار یې ډېر کړی دی او سره له دې چې ددې سازمان ټول فوکس په اقتصاد او سوداګريزې پراختيا او همکاري باندې دی خو بيا هم د تاريخ په اوږدو کې هغه سازمانونه چې له سياسي اړخه غښتلي هېوادونه پکې عضويت ولري بريالي کېدلای شي. دا هېوادونه غواړي چې د امريکا او لويديځ له اقتصادي او سياسي سلطې اخوا ځانته خپل سوداګريزه همکاري ولري او د خپل منځي اقتصادي پراختيا لپاره د ډالر او يورو پرځای د خپلو هېوادنو کرنسيو (پولي واحدونو) څخه کار واخلي.
 
ددې سازمان د غړو تر منځ د همکاري د روسيې او اوکراين تر شخړې وروسته لا ډېر زياته شوه، روسيه چې د غرب له تحريم سره مخ شوه، نو مخ یې چين، هند او د منځني ختيځ هېوادونو ته ور اړولی او له دغو هېوادونو سره یې په اقتصادي برخه کې اړيکې پياوړې کړې دي لا هم لګيا ده په لاتينې امريکا، د اسيا په لرې ختيځ ، افريقا کې د نورو تجاري شريکانو په لټه کې ده او تر ډېره په دې کار کې بريالۍ ده او د تمې خلاف يې د غرب او ناټو اقتصادي بنديزونه تر اوسه پورې په بريا سره په شا تمبولي دي.
 
د بريکس اقتصادي چوکاټ د پرمختګ يو غټ علت دا هم دی چې چين د نړۍ په ستر اقتصاد ځواک له بدلېدلو څخه يوازې په څو قدمه لرې دی، روسيه د ګازو او تېلو پراخلې زېرمې لري چې د ډبروسکرو دويم او د نفتو اتم غني هېواد ګڼل کېږي او هم په اقتصادي لحاظ له ښه مقام څخه برخمن دی، برازيل بيا د کرنيزو محصولاتو په برخه کې ډېر متنوع او پراخ توليدات لري او پريمانه معدني شتمني لري.