دېکتاتوره ګېدړه له ډاره مړه شوه! (لنډه کیسه)

په تېرو وختونو کې د هېواد پر شنو ځنګلونو وچکالي راغله او د وچکالۍ له وجې په لومړیو کې د ځنګل واښه، کبلې او مختلف بوټې وچول شول، کمه موده بعد کمزوري نیالګي او وروسته د ځنګل زیاتې ونې وچې شوې، د ځنګل د ونو په وچېدو سره وخت پر وخت به ځناورو له هغه ځایه نورو ځایونو ته پناه وړله.

 وخت په تېرېدو و او ځنګل له حیواناتو د خالي کېدو پر لوري خپل ګړندي قدمونه اخیستل، خو د وچو ونو په شاوخوا کې بیا هم ځینې حېوانات لېدل کېدل او ویل به یې، که پر موږ هر ډول حالت راځي، دا د ابا او انا میراثي باغ نشو پرېښودلی، اوس که وچه ډوډۍ هم نلرو، خو خدای مهربان دی او دا باغ به بیا را زرغون شي؛ نو په همدې خبرو به یې یو بل ته تسلۍ ورکولې او وخت یې تېرولو.

د ځنګل حیواناتو سره چې د خپل سر خوندیتوب غم و، یوه ورځ خبر شول، چې ځنګل کوم ځانګړی مشر نه درلود او ګیدړې له موکې څخه په استفادې ځان د ځنګل پاچا کړی دی، په څنګل کې موجود حیوانات د دې خبر په اورېدو سخت خواشیني شول او په غمجنه لهجه یې وویل: ای خدایه دا دې کومې ورځې ته پرېښودو! موږ به اوس د کېدړو تر چتر لاندې ژوند کوووووو؟!

دوی لا په همدې خبرو او ګیلو بوخت وو، چې د شاهي درباره یو حیوان د دوی په لوري راغلو او د کېدړې فرمان یې ور واورولو، په یاد فرمان کې راغلي وو، چې د دې ځنګل حیوانات به د نورو ځنګلونو حیواناتو سره اړیکه نه نیسي او نه به د هغوی تقلید کوي، که له لوږې مړه کېږئ، بیا به هم نورو ته حال نه وایاست او نه به موږ ته شکایت کوئ، خپله خواري وباسئ ځان ته خواړه پیداکړئ! او په اخیره کې یې ورته ویلي و، چې ګېدړان هره شپه د خوشحالۍ چغې وهي، نور به تاسې هم زموږ پشان ځان جوړوئ او هره شپه به چغې وهئ، که داسې کړنه مو ونه کړله، لومړی به بندي، شکنجه او رټل کېږئ او بیا به له ځنګل څخه وشړل شئ!

د ځنګل حیواناتو چې دا نوي - نوي فرمانونه واورېدل، په ژړاګانو سر شول، د ځنګل پخواني داړونکي او وینه زبېښونکي مشران یې ښه وبلل او د خیر دعاوې یې ورته وکړې.

د ګېدړې سره د نورو قومونو څو تکړه مشاورین وو، ګېدړې هغوی په دې له ځان لیرې کړل او له ځنګل څخه يې وشړل، چې د شپې به یې د ګېدړانو پشان چغې نه وهلې او نه یې ځان د هغوی په شکل ښکاره کولو.

 همداسې یو- یو حیوان به دوی خفه کولو او بالاخره مشره ګېدړه تنها پاتې شوه، داچې ګېدړان ذاتاً ډارن وي؛ نو ګېدړه چې تنها پاتې شوه، بیا به په یاد ځنګل کې له ډېرې تنهايۍ ژړېده او دېکتاتوره ګېدړه له ډاره مړه شوه.