یوې ازموینې ته څنګه چمتووالی ونېسو؟!

مخکې له دې چې ازموینې ته لاړ شئ؛ نو باید ځان پوه کړئ، چې دا د کانکور، پوهنتون ماسټرۍ، دوکتورا، پر دنده د ګمارنې او یا بلې برخې ازموینه ده او بیا د ازموینې اړوند منابع(کتابونه) مطالعه کړئ!
د مطالعې مهالوېش:
کله چې تاسې د ازموینې برخه معلومه او اړوند کتابونه مو ترلاسه کړل؛ نو د هغو کتابونو مطالعې لپاره پر یوه ځانګړي مهالوېش کار وکړئ او د ازموینې منابع داسې منظمې کړئ، چې د ورځنیو کارونو سره – سره دا هم په بشپړه توګه مطالعه شي.
 
همداراز د هرې ۳۰ دقيقه يې او ۵۰ دقيقه يې مطالعې څخه وروسته تاسو ته د ۱۰ دقيقو دمه ( تفرېـح ) ګټوره ده، که څه هم د پورتني زماني مديريت عملي کول دومره لازمي نه دي، خو بايد هڅه وشي چې د مطالعې لپاره منظم وخت په نظر کې ونيول شي.
 
 د مطالعې پر وخت چې کله دمه کوئ، بايد د ورزش او خوراک څخه ګټه واخلئ.
 
د دمې يا استراحت پر مهال له داسې کړنو جداً ډډه وکړئ، چې ستاسو د حافظې د کمزورۍ لامل ګرځي.
 
د بېلګې په ډول د داسې لوبو او ويډو ګانو کتل، چې ستاسو د انرژۍ د مصرفېدو لامل ګرځي.
 
 د تفرېح پر مهال ځينې سپک او اسانه کارونه ترسره کړئ، چې ستاسو د انرژۍ د مصرفېدو لامل ونه ګرځي.
 
د حواسو کنټرول:
د هغو موضوعاتو څخه ډډه کول چې ستاسو د حواسو د ګډوډۍ لامل ګرځي.
د درس لوستلو پر مهال داسې ځای يا چاپېريال ځان ته وټاکئ، چې ستاسو د حواسو د مصروفېدو مخنيوی وکړي او ټول فکر مو زده کړې ته واوسي.
 
 د بېلګې په ډول هغه ځايونه چې د خلکو او نورو وسايلو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي، هلته د مطالعې کولو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه ستاسو د نه تمرکز لامل ګرځي او تاسو نشئ کولی، چې هلته ګټوره مطالعه ترسره کړئ.
 
تفريحي ارامه پارکونه، کتابتونونه، شين او ښېرازه چاپېريال او… د لوستلو لپاره ترټولو غوره ځايونه بلل شوي دي.
دقیق او ارام مطالعه کول:
په چټکۍ او تېزۍ سره مطالعه کول يوه ترټولو بې ګټې او ناکامه کړنلاره ده.
 
که څه هم له دې کړنلارې سره ډېری لوستونکي عادت دي، د دې کړنلارې په ګټې اخېستلو سره د څپرکيو (فصلونو) لومړۍ او اخره برخه مو په ذهن کې پاتې کېږي، حال داچې د څپرکي د منځ موضوعات مو له ذهنه وځي او په ياد کې مو نه پاتې کېږي.
 
د مهمو ټکو یاداښت کول:
کله چې اړوند کتابونه مطالعه کوئ، کوښښ وکړئ، چې ځان سره قلم او کتابچه هم ولرئ او د کتاب مهم مسایل لومړی لنډ او بیا یاداښت کړئ، کله چې یو څه ولیکل شي، هغه د انسان په مغز کې ښه ځای نیسي.
 
پوهان وايي: « که دې ونه لیکل؛ نو له لاسه به یې ورکړېٔ!»
 
تمرین او بیا کتنه:
مسلسل تمرین د امتحان بریالیتوب لپاره خورا مهم دی، کله مو چې د ازموینې اړوند کتابونه په بشپړه توګه مطالعه او د مهمو ټکو یاداښت واخیست، تر هغې وروسته دا یاداښتونه بیا – بیا لوستل، ترڅو مهم ټکي مو مغز کې ځای پر ځای شي، دا کړنه تاسې سره د دې ازموینې سره – سره په راتلونکو نورو ازموینو کې هم پوره مرسته کولی شي.
 
همدارنګه کولی شئ، د ځان لپاره یوه جعلي ازموینه پر لاره واچوئ یعنې له ځان څخه ازموینه واخلئ او ځان ته په خپله نومرې ورکړئ، که مو نومرې کمې ترلاسه کړې وې، یاداښت شوې برخې بیا ولولئ!
 
ځان ارامه کول:
هېڅکله ازموينې ته مه وراخطا کېږئ، يو مشهور قول دی چې وايي: ازموينه خپله دومره ستونزمنه نه ده؛ بلکې يوازې نوم (ازموينه، امتحان اوExam  ) یې سخت دی.
 
کوښښ وکړئ د ازموینې پر شپه خپل خوب پوره کړئ، د خپلې خوښې نرمې او پراخې جامې واغوندئ (داسې لباس پر تن کړئ، چې تاسې ته په کې ځان ښه ښکاري)، د ازموینې په ورځ سهار مهال داسې خواړه وخورئ، چې درانه او بوج جوړونکي نه اوسي، له ازموینې څو ساعته وړاندې مطالعه بنده کړئ، ځان په روحي او رواني لحاظه ارام کړئ او په دغه ورځ له هغو عطرو او خوشبویو څخه استفاده وکړئ، چې ستاسې خوښېږي.
 
د ازموینې وخت مدیریت کړئ:
د وخت مدیریت د ازموینې پرمهال مهم رول لوبوي، کله چې د ازموینې صحنې ته داخل شوئ او د پوښتنو کتابچه مو ترلاسه کړه، هڅه وکړئ، چې ټولې پوښتنې ولولئ، اسانه پوښتنې وار لمخه حل او په ځواب پاڼه کې یې د دایرو په دقیق ډول تورولو سره ورسوئ، تر هغې وروسته بیا په نورو پوښتنو کار وکړئ او د ازموینې په وروستیو کې پر ځوابونو بیا یوه لنډه کتنه وکړئ، ترڅو ډاډه شئ، چې کومه پوښتنه بې ځوابه نه ده پاتې شوې، همېشه کوښښ وکړئ، چې پوښتنو ته ځوابونه ورکړئ.
 
که درانه لوستونکي پورته سپارښتنې عملي کړي، باوري یم، چې دوی به ګڼ شمېر پوښتنې ځواب، په ازموینه کې ښې نومرې ترلاسه او بریالیتوب ته به ورسېږي.