پښتو فعل (لومړۍ برخه)

فعل (کړ) د وینا د یوه عمده جز په توګه په یوه زمانه کې د یو کار په کولو یا د یوې پېښې پر پېښېدو دلالت کوي، یا په بل عبارت فعل هغه خپلواک مورفیم  ته ویل کیږي چې د یو زمانې په چوکاټ کې د یو څه پېښېدنه څرګندوي؛ لکه: ګورم، ومې لیدل، و به ګورم، احمد خط لیکي، احمد به کور ته لاړ شي... 

فعل پراخ مفهوم لري او بېلابېل موضوعات په بر کې نیسي. څرنګه چې یو  فعل په یوه زمانه کې د یو کار په کولو دلالت کوي، په ټاکلي شخص او زمان پورې اړه لري ، فعل ځانګړي رېښې لري ، څرنګه چې فعل بې له زمانې څخه نه شي څرګندېدای نو د ډاکټر مجاور احمد زیار په اند ورته زماني لغت هم ویل شوی دی. همدارنګه فعل د وینا مهم او عمده جز تشکیلوي چې له فعل څخه پرته جمله نیمګړې بلل کیږي، او کله هم فعل په یوازې توګه یوه جمله جوړوي.

په عمومي توګه فعل په پښتو کې د دریو اړخونو له مخې ګردانیږي چې په لاندې ډول دي.
۱ـ د شخص له مخې: په پښتو ژبه کې فعل اشخاص څرګندوي، دغه څرګندونې د تصریفې روستاړو په واسطه کیږي چې په رېښې پورې نښلي او لومړی ، دویم او درېيم شخص چط متکلم ، مخاطب او غایب هم ورته ویل کیږي، څرګندوي؛ لکه: زه خورم، ته خورې، دوی خوري...

۲- د عدد له مخې: چې شخص د مفرد او جمعې په لحاظ ټاکي، د مفرد او جمعې لپاره هماغه تصریفي روستاړي دي چې مونږ پرې د جمعې تفکیک کولی شو؛ لکه: زه کتاب لولم ، مونږ کتاب لولو ...

۳- د جنس له مخې : چې شخص نرینه وي یا ښځينه څرګندوي يې ، جنس په پښتو ژبه کې یوازې د دویمې رېښې په ګردان کې څرګندېدای شي یعنې جنس په تېره زمانه کې هغه هم د درېيم شخص په مورد کې څرګندېږي نه د لومړي او دویم شخص په مورد کې؛ لکه:

                                                        مفرد                           جمع
درېم شخص  تېره زمانه :        دی پاڅېده                     دوی پاڅېدل
                                                دا پاڅېدله                      دوی پاڅېدلې
د فعل صیغه:
په پښتو ژبه کې فعل د دوو صیغو لرونکی دی ، معلوم او مجهول . د فعل صیغه هغه وخت معلومه بلل کیږي چې د جملې فاعل معلوم وي ؛ لکه : احمد راغی ، محمود خط ولیکه . مجهول فعل چې فاعل يې څرکند او معلوم نه وي ؛ لکه : ډوډۍ وخوړل شوه ، خط ولیکل شو.

د فعل وجه:
فعل د استعمال او معنویت له مخې ځانګړې شکلونه لري ، په دې لحاظ فعل د بیان طرز او بڼې له پلوه په لاندې ډولونو وېشل کېږي:
۱: خبري وجه: چې د یو فعل د اجرا خبر مونږ ته را کوي ؛ لکه: احمد خط لیکي ، ازموینه را نږدې شوه ، احمد راغی او نور .....

۲: شرطي وجه: چې یو کار د شرط  په حالت کې بیانوي ؛ لکه : که زیار وباسې پایله به یې ښه وي.

۳: امکاني وجه:  چې د یو کار د کېدو یا نه کېدو امکان څرګندوي او د شول او کېدل  مرستیال فعلونو په مرسته تر سره کېږي؛ لکه: ما ولوستلی شو ، تا وویلی شو ... او داسې نور

۴: احتمالي وجه: احتمالي وجه یا صورت د یو کار اجرا د شک او احتمال په حالت کې څرګندوي؛ لکه: ما به ډوډۍ خوړلې وي ، ګوندې راغلی وي ، تا به احمد وهلی وي.
۵: امري وجه: چې د یو کار اجرا د امر او حکم په صورت کې څرګندوي؛ لکه : ما ته ووایه!، زما قلم راکړه!، راشه! ، ولاړ شه! ، وخوره! او نور..

۶: مصدري وجه: چې د یو کار کېدل بې له زماني چوکاټ څخه څرګندوي په دې وجه کې فعل د مصدر په توګه راځي؛ لکه : لمونځ کول فرض دي، لیدل کتل يې سره وشول.

۷: تمنايي وجه: د یو کار اجرا د غوښتنې او هیلي په صورت کې څرکندوي او د (کاشکې) ادات یې په سر کې راځي: لکه: کاشکې ته راغلی وای، کاشکې مې درس لوستلای وای ...