روبوټ چې د کور له غړو د کور کارونه زده او بيا يې کوي 

د Carnegie Mellon په نوم د يو پوهنتون ساينس پوهان په دې اخته دي چې داسې يو روبوټ جوړ کړي، چې د کور ټول کارونه- پاکاري، د دروازو خلاصول/بندول، پر ماشومانو څار، تيلفون ته ځواب ويل، برېښنا/تلويزون لګول او بندول او نورې چارې ۲۴ ساعته په منظم ډول تر سره کړي. 
 
دوی روبوټونه داسې برابر کړي دي چې د کورنۍ د غړو چارې او کارونه ګوري او خپلې حافظې ته يې سپاري او وروسته بيا دا وړتيا پيدا کوي چې هغه کارونه په خپله خو چټک تر سره کړي. 
 
د ياد پوهنتون ساينس پوهانو دغه روبوټ ته داسې پروګرامونه هم نصب کړي دي، چې د کور کارونو په اړه د وېډيو له کتلو وروسته روبوټ چارې زده او بيا يې تر سره کولی شي.