نړیوال نظام کوم خواته روان دی؟

کله چې لومړی نړیواله جګړه پای ته ورسیده نو نړیوال نظام څو قطبي وو. روسیه ،فرنسه، انګلستان او امریکا متحده ایالات به يې سر مې وو. کله چې دویمه نړیواله جګړه رامنځ ته شوه نړۍ بیا د لویو بدلونو شاهده شوه چې ځیني نوي  هېوادونه ایجاد شول او همدا رنګه د ملګرو ملتونو سازمان چې د نړی هېوادونو سره په دې موافقه وکړه، تر څو په نړیواله سطحه د سولې لپاره زمینه مساعده کړو. نړیوال تاوتریخوالی له منځه یوسو او همدارنګه د نړۍ هیوادنو لپاره په بیلابیلو برخو لکه اقتصادي، سیاسي، فرهنګي اړیکې وساتي او یو له بل سره همکاري وکړي نو د ملګرو ملتونو سازمان یې رامنځ ته کړ.

ــ کله چې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده نړی په دوه قطبو ویشل شوي وه چې دوی د دویمې نړیوالې جګړې فاتحین وه، یو خواته یې امریکا بل خواته یې روسیې (شوروي اتحاد ) شتون در لود چې دوی د خپلمنځی اختلاف له امله ساړه جګړه رمنځ ته شوه ، چې امریکا خپلو متحدینو لپاره د ناټو تړون رمنځ ته کړ چې په لومړیو کې ۱۳ هېوادونو پکې ګډون درلو او اوس یې شمېر تر ۳۲-۳۳ پورې راسیدلی او مارشال پلان د اروپایي هېوادونو د جلب لپاره یوه بهترینه طرحه وه، چې پر اساس یې د اروپایي هېوادونو سره دمرستې له امله د دوی توجو ځان ته وړوله او بل خواته شوروي اتحاد د خپلو متحدینو لپاره ورسا پاکټ رمنځ ته کړ دواړو هېوادونو یو د بل متولو لپاره مټې را بډ وهلې چې بالاخره شوروي اتحاد په افغانستان یر غل وکړ او امریکا ته زمینه مساعده شوه چې د افغان مجاهدینو سره مرستې وکړي نو شوروي اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړه او په ۱۹۹۱ م کې یې د بطن څخه ۱۵ هېوادونه بېل شول په یو کوچنی روسیې بدل شو.

ــ نو د شوروي اتحاد ورسته نړی یو قطبیت شکل غوره کړ چې په سر کې یې امریکا متحده ایالات وه نو بناً امریکا د بشري حقوقو د ساتنې او همدارنګه د ډیموکرسی او هېوادونو د اساسي حقوقو د ساتنې لپاره شعارونه پیل کړ چې پر اساس یې د ډېرو هېوادونو او همدارنګه د نړی په ستراتیژیکو موقعیتونو کې قدم ځای کړی چې یو مهم ځای یې منځنی ختیځ ګڼلی شو.

ــ نو اوس یو خواته روسیې، چین، هند او جاپان په بیلابیلو برخو لکه اقتصادي سیاسي او نظامي برخو کې په رراخه پیمانه پرمختګ کړی نړی یو څو قطبي شکل غوره کړی چې ډېر زر به امریکا خپل ځای نورو ابر قدرته هېوادونو ته پریږدي چې زیات اټکل یې د چین کیږي.

نو چین اوس د منځنی اسیا هېوادونو تر منځ کړکېچ په هوارولو کې همدارنګه د روسیې سره نیږدې اړیکې دا معنا لري چې چین د نړی د قطبیت راس ته ځان راسوي.
بل خواته د پاکستان سره ګوادر بندر په سر تړون چې اوس وخت کې  د امریکا مخ د پاکستان څخه ووښتی او توجو نه ورته کوي نو چین غواړي چې د نړۍ یو قطبیت په راس کې ځان و ځلوي.

ــ د چین ځان ابرقدرت اعلانول او په سیمه او نړی یې اغیزې.
۱ دا چې چین د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ سره تل د سولیز تعامل ته لار هواره کړي او غواړي چې د اقتصاد غوړیدو لپاره یوه سولیزه پازه رمنځ نو د نړی هېوادونه به په اقتصادي لخاظ یو بل ته نیږدې شي ا قتصاد به پرمختګ وکړي او د جګړې ډار به یو څه ورک شي.

۲ چین تل غواړي چې نړی د سولې شاهده وي نو اوس یې د منځنی ختیځ د کړکېچ د هواري لپاره نیکې هڅې پیل کړي دا ستونزه به حل شي.

۳: د افغانستان اوسني حکومت سره غواړي چې په بیلابیلو برخو کې خپل قراردادونه وکړي او د افغانستان د پراخه طبیعي منابعو د پروسیس تبیه لري او دا به د افغانستان لپاره یو ښه چناس وي چې ګټه ترې واخلي.

۴: د منځنی اسیا نفت او ګاز چې لار یې پر افغانستان ده جنوبي اسیا ته په لېږد کې به افغانستان له زیاتې ګټې برخمن شي او امنیت د تامین او همدارنګه په افغانستان کې د کار پیدا کولو لپاره یو ښه فرست وي.