ولې د خپلو خبرو، کړنو او فعالیتونو په شریکولو کې زړه نا زړه یو؟

څه چې وایو، لیکو، خپروو یا هم تر سره کوو دا ټول زمونږ له فکره سرچینه اخلي. نو ارزښتمن دي. باید په پوره ډاډ، هیله او ځواک له نورو سره شریک شي. 

معلومه ده، چې د انسانانو وړتیاوې سره جلا او په بېلابېلو برخو کې دي. خو ځینې وخت بیا ځینې انسانان خپله تر سره شوې خبره یا کړنه ډیره عادي نیسي؛ په زغرده یې د ویلو، ترسره کولو، یا هم د لیکلو زړه نکوي، که کوي یې هم، نو په خورا کمزور الفاظو چې فکر کوي خبرې یا هم فعالیتونه یې چندان ندي. 

ډېر کله به مو اوریدلي وي؛ چې وایي - "زما یو څو ساده ګډوډې خبرې درسره واورئ".   "زما ناچیزه کار".  " زما یوه ګډه وډه لیکنه خدای دې وکړي خوښ مو شي". دا او دې ته ورته په لسګونه نورې د اثر له مخې کمزورې خبرې، چې له بده مرغه له ډیرو پوه شخصیتونو مو اورېدلي او اورو. 

زمونږ هر کار، کړنه او خبره ضرور اثر کوونکې او تغیر راوړونکې کېدای شي. نو ولې یې باید عادي ونیسو او په نه زړه یې له نورو سره شریک کړو. 

زمونږ هره ویلې یا هم لیکلې خبره د نورو په روحیه اثر لري، نو پکار ده چې مثبته او پر ځواکه ذهنیت سازي وکړو. چې د دا ډول بې اثره الفاظو پر ځای جوړونکي خبرې وکړو او ولیکو. 

ښا! که دا چاره په دې خاطر تر سره کیږي؛ چې په ټولنه کې له ده زیات لوستي اشخاص شته چې زیاته پوهه او وړتیا لري. که یې پر وړاندې څه ترسره کوي، شاید نیمګړي وي. مګر دا سم دلیل ندی، ځکه کومه خبره چې کوی ستاسو د فکر تومنه ده، هر فعالیت ستاسو فزیکي او ذهني ځواک دی او هر کړنه ستاسو د مټو قوت دی.
نو نه باید، زړه نا زړه شئ!. 

هغوی په خپلو چارو کې بریالي دي، چې خپلو فعالیتونو ته له مثبتې زاویې ګوري. او په پوره اعتماد او زړورتیا یې ترسره کوي.