روبوټيک جاکټ چې روبوټ ته وراغوستل کېږي 

پورته انځور کې سور رنګه جاکټ (RobotSweater) نوميږي، د پوستکي په څېر احساس لري. دغه جاکټ روبوټونو ته وراغوستل کېږي، ترڅو انساني لمس او د چاپيريال اغېز حس کړي. 
دغه جاکټ سره روبوټ فشار، ځواک، تودوخی، نږدې والی، سخت/نرم جوړښت، رطوبت، او نور حس کولی شي او پر وړاندې غبرګون ته ځان چمتو او غبرګون ښيي. 
ددغه روبوټيک جاکټ جوړونکي چې د Carnegie Mellon  پوهنتون ساينس پوهان دي، وايي، دې سره به د روبوټونو په کارونو کې لا ډېر دقت او حساسيت پيدا شي.