سروې: د زړه تر ټولو ډېرې حملې د دوشنبې په ورځ وي 

ايرلڼد هېواد کې د ۲۰۱۳ تر ۲۰۲۰ کالونو کې د زړه حملې ناروغانو ۱۱۰۰۰ دوسيې کتل شوې  او موندل شوې ده، چې ترټولو ډېرې دغه حملې د اوونۍ دننه درېيم يا دوشنبې په ورځ  رامنځ ته شوې. 
 
دغه سروې ښيي چې په ځينو نورو او په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو کې چې اوونيزه رسمي رخصتي د جمعې ورځ وي، نو شونې ده، چې د زړه ډېرې حملې به د نۍ يا شنبې په ورځ پېښيږي.
 
دا چې ولې د زړه حملې د دوشبې يا شنبې په ورځ پېښيږي، لامل يې له دغه ورځو وړاندې رخصتي او د استراحت موده ښوودل شوې. په دې مانا چې د شنبې او دوشنبې په ورځ ډېری خلک رسمي دندو ته ځي، چې د کار ډېروالی د اندېښنو سبب کېږي او د زړه حملې ته لار پيدا کوي.