طبي لاس ته راوړنه؛ د (نيم سري) ناروغۍ درملنه 

د نيم سري په نوم ناروغي چې انګلېسي کې ورته migraine وايي، هغه ناروغي ده چې د سر يوه برخه په کې شديد درد لري او د درد له امله ناروغ کانګې کوي. نيم سری له سردردۍ يا د (سر درد) سره توپير لري؛ نيم سری يوه اوږده مهاله ناروغي ده. 

د انګلستان Health and Care Excellence په نوم د يو ملي انسټېټيوټ ساينس پوهانو وکول شول چې ددغه ځورونکې او اوږدمهاله ناروغۍ لپاره غوره درمل جوړ کړي، چې په کم وخت او د تل لپاره دغه ناروغي رغولی شي. 

دغه درمل Vydura نوميږي او د نيم سري ناروغۍ لپاره يې ښه پايله ورکړې ده. دغه انسټېټيوټ د Rimegepant  په نوم يو بل درمل هم جوړ کړي، چې له Vydura سره يوځای د نيم سري درملنه کې اغېزمن دي.