د زړه حملې له پېښېدو وړاندې ۹۹ سلنه دقيقه وړاندوينه 

 اسټراليا هېواد کې (ادینبر) پوهنتون چې د پرمختللې ټېکنالوژي او طب برخه کې ژورې څېړنې او تحقيق کوي، د زړه حملې د وخت وړاندې، پر وړاندوينې او خبرداري بريالي شوي دي. 
 
د ياد پوهنتون ساينس پوهان توانېدلي دي، چې د CoDE-ACS  په نوم داسې سېستم د مصنوعي ځيرکتيا او الګورېتم په درلودو جوړ کړي، چې د زړه حملې پېښېدو وړاندې ۹۹،۶ سلنه دقيقه وړاندوينه کوي. 
 
دې سره به د زړه ناروغ پر وخت ډاکټر ته رسيږي او ډاکټران به تيار وي، چې د زړه حملې له پېښېدو مخکې ورته بشپړ تياری ولري او اړوند درمل ناروغ ته ورکړای شي.