مدني ټولنه یعنې څه؟

د مدني ټولني لنډه تاریخچه
که څه هم مدني ټولنه تاريخي سلسله لري او د اسلامي مدني  ټولنو رامنځته کوونکی او بنسټ ګر د دې نړۍ ستر انسان لارښود او دوو جهانو سردار حضرت محمد مصطفی(ص) دی، خو زموږ په ټولنه کې له بده مرغه په تیرو شلو کلونو کې مدني ټولنې يا سمې تعريف شوي نه وي او يا يې د همدغه سپېڅلي نوم په وسيله خلکو ناسم کارونه وکړل چې اوس ورڅخه زموږ د ټولنې خلک نفرت او کرکه کوي.
 
ځينو تاریخ لیکونکو او لیکوالانو ویلي چې د مدني ټولني شتون پنځه زره کلن ده چې اول ځل د بین النهرین اوسني (عراق) د سومیر په تمدن کې د شورايې اداري په جوړیدو سره د میسو پوتامیا ټولنه رامنځ ته شوه.  ویل کیږي چې افلاطون د څلورمي میلادي پيړي مخکي لومړني کس ده چې مدني ټولنه يې یاده کړي ده خو لاعام نظر دا دي چې د مدني ټولني مفهوم په اول ځل ارسطو استعمال کړ.او د ارسطو منظور ورڅخه د کورنۍ په مقابل کې دولت وه.
 
 د سیاسي فلسفي د یوي معقولي په حيث د مدني ټولني مفهوم  یونان او بیا د اتن په ښارـ دولت کې رامنځ ته شوه.
په افغانستان کې د مدني ټولني او مدني فعلانو اصطلاح د پخوانې افغان ولسمشر حامد کرزي د واکمني سره سم له بهره هیواده را وارده شوه چې تر ۱۴۰۰ کال پوري  د عدلي وزارت سره ټولي (۲۵۱۱) ټولني راجستر شوي وي. خو د جمهوریت وخت کې د مدني ټولنې جوړولو پخاطر د افغانستان اساسي قانون دوهم فصل پنځه ديشتمي مادي او د جمعتیونو د قانون حکمونو پر بنسټ او د عدلي وزارت د قوانینو سره سم باید هره ټولنه خپلو اصولو پر بنآ اساسنامه جوړه او د انسجام ریاست ته به یې سپارله.
 
راځي چې مدني ټولنه در وپیژنو.
د مدني ټولني تعریفونه که څه هم ډیر دي خو دلته يې د مثال په ډول څو لنډ تعریفونه را اخیستي.
په پښتو کې ورته مدني ټولنه ، په دری کې ورته جامعه مدنی
   Civil په انګلیسي کې ورته   
Civil society په لاتین کې ورته
Civil society  په فرانسوي کې ورته
او په لرغوني دوره کې ورته د ښاریانو د ټولني په نوم يادیده.
چې مدني ټولنه له دوو کليمو څخه جوړه شوي ده.

  • مدني مدیني ته منسوب ښاري معنا ورکوي.
  • ټولنه یا جامعه د افرادو هغي مجموعي ته وايې چې ګډي موخي او ګډي ګټي ولري.
  •  
    ۱: مدني ټولنه د حکومت او خلکو تر منځ یو منځګړي بنسټ ده چې له ظلم  زور او زیاتي پرته ګډي موخي او د خلکو ګډ حقونه خوندي کوي.
    او هم مدني ټولنه د انساني ټولني حقوقي شکل ده.
    ۲: مدني ټولنه د ټولنيزو اړيکو او نظرونو حوزه يا ډګر ده. چې د دولت او کورنيو تر منځ قرار لري او د هغو فعاليتونو استازیتوب کوي چې له زور او زیاتي پرته تر سره شي او په سوله ایزو ګډو موخو راڅرخي.
     
    ۳: مدني ټولنه د افرادو هغه مجموعي ته وايې چې ګډي موخي او ګډي ګټي ولري.
    خو په افغانستان کې زیاتي مدني ټولني او مدني فعالان په دي لا نه ول خبر چې څه کوي او څه باید د وطن، ملت او عامه خلکو لپاره وکړي نو له همدي امله ویل کیږي چې مدني ټولني او مدني فعلان د نورو بهرنیو هیوادونو سفارتونو اوځینو استغباراتي کړيو یا ادارو په مرسته فعالیتونه کول. نو ځکه په افغانستان کې مدني ټولني د پیسو په واسطه  لوبیدلي نو یادي ټولني د افغانستان د دولت او د افغانانو د کلتور پر ضد (خلاف) فعالیتونه هم کول نو بد بختانه زمونږ په هیواد کې داسي ټولني جوړي شوي وي چې په هغه حالت کې ورته داسې اړتیا نه لیدل کیده.
     
    چې مخکي وختونو کې هره ورځ په  کابل اونورو ټولو ولايتونو کې ورځ تر بلې مدني ټولنې ډیریدلي چې اکثره يې پروژه يې بڼې درلودي او د شخصي موخو په غرض جوړيدي.
     
    مدني فعالان چاته وایې.
    هغه وګړي چې د ټولني د خیر او ښيګڼي په موخه راټول شي او د ټولني معنوي او مادي خدمت ته ملآ وتړي هغوي ته مدني فعالان وايې.
     
    زمونږ لپاره به د مدني ټولني نوم سره نوي اشنا شوې خو کارونه او کړني يې نوي ندي  ځکه زمونږ په ټولنه کې د اشر(حشر) دود د مدني ټولني مثالونه دي. ځکه اشر نه د چا شخصي کار وي او نه په خلکو په زوره تر سره کیږي او نه د خلکو مقصد تري شخصي ګټه وي.
     
    مدني ټولنه زمونږ په ګران افغانستان او نورو هیوادونو کې پخواني ريښۍ لري او د وخت په تیریدو سره د هغي فعالیتونه پراخه شوي هم ول.
    نو ځکه د ټولني خلک مدني حرکتونو ته ضرورت درلود او لري.
     
    مدني ټولنه باید څه وکړي.
    ۱: ټولنه باید له هغه وسایلو ګټه وانخلي چې د اسلام مبین دین،اساسي قانون او د هیواد له نورو نافذه قوانینو سره اړخ نه لګوي.
    ۲: باید د خلکو غږ په وړيا ډول دولت ته ورسوي، اوهغه ستونزي چې ولسونه ورسره لاس اوګریوان دي.
    ۳: هغه نیمګړتیاوي چې دولت يې لري هغه ورپه ګوته کړي.
    ۴: بغیر له تعصب څخه د خپلو خلکو د هوسايني او د خپل هیواد دهوسایني لپاره کار وکړي.
    ۵: په ټولنه کې د اسلامي فرهنګي او ملي ارزښتونو خپرولو لپاره کارکول.
    ۶: د اخلاقي او اداري فساد پر وړاندي مبارزه او په دي برخه کې د ځوانانو ملاتړ تر لاسه کول.
    ۷: مدني ټولنه بايد د ټولني لپاره د خير ښيګڼي کارونه وکړي چې د ټولني لپاره درد او دوا شي.
    ۸: د افغاني کلتور، د ژوندي ساتلو او ناوړه دودونو له منځه وړلو لپاره هڅې کول.
    ۹: مدني فعال باید له زور او وسلې څخه کار وانخلی. او د مدنی ټولنې کار د زور له استعمال سره تعلق نلری.
     
    دلته به د مدني ټولني مثال واضح کړو.
    دلته د قلم خاوندانو د مدني ټولونو داسي مثالونه وړاندي کړي دي.
     ۱: که یو څوک کورس جوړوی او د فیس په مقابل کې شاګردان پکې روزی، دا د مدنی ټولنې فعالیت نه دى. ځکه چې مدنی ټولنه د اجتماع د فعالیت هغې برخې ته وایی چې د یوه فرد، افرادو یا یوې ادارې د مادی ګټو په غرض نه بلکې د ټولنې د خیر لپاره تر سره کېږی او دا کار د فشار له لارې نه بلکې په رضا کارانه ډول وی.
     
    ۲: یا که څوک خپل کور رنګوي ، یا خپل اولاد په کورس کې شاملوي دا د هغه کس شخصي کورنۍ ژوند چاري دي،ځکه دا دمدني ټولنو له چارو سره تعلق نه لري د مدني ټولنو فعالیت باید خاماخا اجتماعي وي.
     
    د افغانستان د خلکو مختلفو قومونو په تیره بیا ځوانانو ته پکاره چې د مدني ټولني په اهميت باندي ځان پوه او خبر کړي او پدي برخه کې کارکولو ته زړونه لا خه کړي.
     
    نو زه په ټولو مدني ټولنو او مدني فعالانو غږ کوم چې د خپل کار ځاي وپيژني او هغه کارونه دي تر سره کړي چې ټولنه ورته اړتيا لري او د مدني ټولني فعالیت يې باید خاماخا اجتماعي وي.
    ـــــــــــــــــ
    د ليکوال په اړه: 
    نصیب الله رحیمزی، د په جلال آباد ښار کې د روښانه سباوون ټولنې بنسټګر