د کولمو سرطان د څلورو لومړنيو نښو موندل او د ژوندي پاتې کېدو شونتيا 

نېږدې د سرطان ټول ډولونه څلور پړاونه لري او که چېرې په لومړيو دوه پړاونو کې د ناروغۍ تشخيص وشي، نو درملنه يې هم شونې کېږي، خو ستونزه دا ده چې د سرطانونو نښې په درېيم او څلور پړاو کې راڅرګنديږي. 
 
د  Washington University School of Medicine څېړنيز او روغتيايي مرکز ډاکټرانو د کولمو سرطان ځينې لومړنۍ نښې چې په لومړي او دويم پړاو کې وي، پېژندلې او دا شونتيا پيدا کوي، چې سرطان په همدې پړاونو کې وپېژندل شي او درملنه يې وشي. 
 
شديد او هر وخت اسهال، له مقعد څخه وينې بهېدل (د مقعد خونریزي)، د نس سخت او ډېر درد او وجود کې د اوسپنې کمښت د کولمو سرطان څلور لومړنۍ نښې پېژندل شوې دي. 
 
په دې اړه  Journal of the National Cancer Institute کې خپاره شوې څيړنه وړانديز کوي، چې د همدې نښو شتون د کولمو سرطان شتون دی او پر وخت ډاکټر ته تګ مرسته کوي چې د ناروغ ژوند وژغورل شي او سرطان په لومړيو پړاونو کې له منځه لاړ شي.