خپلسری روبوټ؛ له هوټلونو خواړه اخلي او پر خلکو يې ويشي 

د Brigham Young University په نوم پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي مصحلينو د خپلو دوکتورا زده کړو څېړنيزه برخه کې داسې روبوټ جوړ کړی دی، چې لارښوونې اخلي او بيا يې بشپړې پلې کوي. 

دغه روبوټ د هوټلونو څخه خواړه د غوښتونکو تر کورونو او لېږد ځايونو پورې رسوي، له مشتريانو پيسې اخلي او بېرته راپور د هوټل ادارې ته وړاندې کوي او پيسې ورته سپاري. 

روبوټ پوهيږي، چې کوم مشتري کوم خواړه غوښتي دي، بيه يې څومره ده او د مشتري دقيق ادرس چېرته دی. دغه روبوټ کولی شي چې ګڼه - ګوڼه کې لار پيدا او ژر ځان تر هدف پورې ورسوي.