هاضمې سېسټم لپاره د يو نوي (کپسول) جوړول 

د روغتيا برخې ډاکټران او ساينس پوهان په دې توانېدلي دي، چې داسې يو کپسول جوړ کړي، چې د هاضمې سېسټم غړو (معدې، کوچنيو او غټو کولمو) ميکروبونه راټول او بيا يې د معقد له لارې بيرون کړي. 
 
دغه کپسول CapScan نوميږي، لومړی معده کې ګرځي او د معدې دننه مضرې بکترياوې او نور ويروسونه ځان پورې نښلوي، ورپسې کوچنيو او غټو کولمو ته ځي او يوه ورځې وروسته سره د ټولو ميکروبونو بهر ووځي. 
 
دغه نوې لاس ته راوړنه په يو شمېر کسانو ترسره شوې ده او په لږ وخت کې يې د هاضمې سېسټم ډېرې مضرې بکترياوې او ويروسونه راټول شوي او د يو روغتيايي هاضمي سېسټم څښتن شوي دي.