مريخ ته سفر څنګه او څومره وخت کې کېږي؟ 

مريخ د لمريز نظام په سيارو کې څلورمه سياره ده؛ له ځمکې ۵۴مېليونه کيلو متره لېرې دي او د ځمکې په پرتله يې پراخوالي نيمايي دی. هغه اکسېجن چې پر ځمکه کې شته دی، مريخ کې يوازې يو سلنه شتون لري. 
 
دا چې مريخ له ځمکې مېليونه کيلو متره لېرې دی، نو هلته رسېدل له يوې خوا نهه مياشتې وخت نېسي او تر بېرته راتګ پورې بايد يو کس درې مياشتې مريخ کې پاتې شي، ترڅو بېرته داسې يو حالت کې راوګرځي، چې فضا مساعده وي. 
 
ددغه سيارې په اړه ډېرې پلټنې شوې  او لا روانې دي خو تر اوسه دا پايله نه ده تر لاسه شوي، چې هلته انساني ژوند شونی دی؛ اوبه او اکسېجن دوه سترې مسلې دي، چې مريخ کې ژوند نه کېږي.