يوه کوچنۍ برېښنايي آله چې ډاکټران پرې د مغرو عمليات کوي 

دغه کوچنۍ آله د سويس هېواد د ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون د ساينس پوهانو او ډاکټرانو په هڅو جوړه شوې ده. دوی دې سره د ميرګي ناروغۍ په شمول د يو شمېر عصبي ناروغيو درملنه کوي. 
 
دغه آله له سرو زرو جوړه شوې ده؛ د سر د کوپړۍ او مغزو ترمنځ فاصله کې ځای پر ځای کېږي او هلته جراحي عمليات کوي او يا هم ځانګړي درمل اړوند او مشخصې برخې ته رسوي. 
 
ددغه آلې  ګټه دا ده چې مغزو ته د دننه کېدو لپاره کوپړۍ کې يو کوچنی سوری کېږي، هر کله چې دغه آله دننه شي نو بيا ځان سره پراخه کوي او ورسپارل شوې دنده سرته رسوي.