ترټولو چټک اورګاډی؛ يو ساعت ۶۰۳ کيلومتره واټن وهي 

د Maglev په نوم دغه اورګاډي د ۲۱مۍ پېړۍ ترټولو چټک اورګاډي دي. دوه بڼې لري چې د ښارونو دننه د لږ سرعت؛ د هېوادونو او سترو ښارونو ترمنځ بيا لوړ سرعت لرونکي دي. 
 
ددغه اورګاډو کم سرعت يا چټکيتا پرې يوې ګړۍ له ۸۰ بيا تر ۲۰۰ کیلو مترو ده او چټک تګ يې چې تر ډېره د لوي ښارونو ترمنځ کې کيږي په يو ساعت کې ۴۰۰ کيلو مترو ته رسيږي. 
 
په رېکارډي ډول، د جاپان هېواد اړوند يو شرکت د نړۍ ترټولو چټک Maglev اورګاډی جوړ کړی. دغه اورګاډی توانېدلی چې يو ساعت کې ۶۰۳ کيلو متره واټن ووهي او رېکارډ جوړ کړي. 
 
په دې مانا، د افغانستان یو سر (بدخشان) او بل لوېديځ سر (هرات) ترمنځ واټن ۱۱۸۹ کيلو متره دی چې د موټر په وسيله يوه شپه او ورځ سفر کيږي. دغه اورګاډي سره به د بدخشان او هرات ترمنځ سفر يوازې دوه ساعته وخت نيسي.